د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې دا بریدونه د ایران په وخت ماښام مهال پیل شوي او لا هم دوام لري.
د اسراییلو د تازه بریدونو له کبله د مرګژوبلې جزیات خپاره شوي نه دي.
د ایران د مذهبي مشر خپل ولس ته له شپږ ورځنۍ چوپتیا وروسته ثبتي ویډیو پیغام کې خبرې کړي
د ایران مذهبي مشر ایات الله علي خامنه ای نن چهارشنبې خپل ولس ته په یوه ثبت شوي ویډیو پیغام کې ویلي، " ایران به د تپل شوې جګړې او سولې پر وړاندې په کلکه دریږي".
ایران به د تپل شوې جګړې او سولې پر وړاندې په کلکه دریږيد ایران مذهبي مشر ایات الله خامنه ای
هغه وړاندې خپل ولس مخاطب کړی او زیاته کړې ده، "ایران به هیڅ کله د اسراییلو د بریدونو ته تسلیم نشي".
هغه په دې ویډیویي پیغام کې له اسراییلو سره جګړې ته د "تپل شوې جګړې" نوم ورکړ.
خامنه ای په دې پیغام کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغوو څرګندونو، چې د ایران د بشپړې تسلیمي غوښتونکی شوی و، په ځواب کې وویل، "هغه هوښیار کسان چې ایران او د ایران ولس پیژنې هیڅ کله له دې ولس سره په ګواښونکې ژبه خبرې نه کوي، د ایران ولس چاته نه تسلیمیږي".
هغه خبرداری ورکړ چې " د ایران او اسراییلو په جګړه د امریکا هر ډول پوځي دخالت" به "بې له شکه نه جبرانیدونکې پایلې ولري".
د راپورونو له مخې اسراییلو پلان درلوده چې خامنه ای ووژنې، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، "که څه هم د خامنه د پټنځایه په اړه معلومات لري خو وخت يې نه دی چې هغه په نښه کړي".
د انرژۍ نړیوال اداره وايي، ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو وړتیا نه لرله
د اټومي انرژۍ د نړیوال ادارې مشر رافایل ګروسي وايي، ایران د اټومي وسلو د جوړولو اراده نه لرله.
ګروسي امریکايي تلویزوني شبکې سي ان ان سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، "هیڅ داسې اسناد په لاس کې نه لري چې وښيۍ ایران په سیستماتیک ډول هڅه کوله اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي".
پر ایران د اسراییلو له بریدونو دوه ورځې مخکې لوړو اسراییلي امنیتي چارواکو ادعا کړې وه چې د دوی استخباراتي معلومات ښيئ چې د "ایران د اټومي وسلو کارپوهانو د اټومي وسلو بریالۍ ازموینه درلوده".
هیڅ داسې اسناد په لاس کې نه لري چې وښيۍ ایران په سیستماتیک ډول هڅه کوله اټومي وسلو ته لاسرسی وموميرافایل ګروسي
ګروسي سي ان ان ته ویلي، "ایران لا کلونو ته اړتیا لري چې اټومي وسلې جوړې کړي".
بل پلو، په ملګروملتونو کې د ایران استازی علي بحریني وايي، " که چیرته امریکا په مستقیم ډول د اسراییلو له پوځي عملیاتو سره ښکیله شي، دوی به يې پیاوړی ځواب ورکړي".
رویترز خبري اژانس لیکلي چې بحریني دا څرګندونې نن چهارشنبې په جینوا کې کړي دي.
د راپورونو له مخې ښايي امریکا له اسراییلو سره د ایران پرضد په پوځي عملیاتو کې ښکیله شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د جي ۷ غونډې له ستنیدو وروسته خبریالانو ته ویلي و، غواړي چې ایران په "بشپړه توګه تسلیم" شي.
د سیمه د هېوادونو انديښنې
د قطر امیر وايي، د ایران له ولسمشر معسود پزشکیان څخه یې یو لیک ترلاسه کړی دی.
رویترز خبري اژانس د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني په حواله لیکلي، قطر له واشنګټن څخه غوښتي چې پر اسراییلو فشار راوړي چې جګړه ودروي او بیرته خبرو اترو ته ستون شي.
تراوسه د معسود پزشکیان د لیک محتوا خپره شوې نه ده.
بل پلو، اندښنې په زیاتیدو دي چې ښايي ایران د تیلو د صادراتو پر مخ د هرمز تنګی وتړي.
د برتیانیا، فرانسې او جرمني په ګډون ډیر شمیر اروپايي هېوادونو انديښنه ښودلي چې د دې تنګي په تړل کیدو سره به په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه اروپا کې د تیلو بیو دوه چندې شي.
د هرمز تنګه چې د ایران یو له مهمو سمندري لارو او بندرونو بلل کیږي، په ورځیني ډول په زرهاوو بیل تیل نړۍ ته صادروي.
ایراني چارواکو ویلي، په دې کار کوي چې ایا دا تنګه وتړي او کنه.
نن چهارشنبې شپږمه ورځ ده چې اسراییلو پر ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړي دي.
په ایران کې د دې بریدونو له کبله نژدې ۶سوه کسان وژل شوي او له زرو ډیر نور ټپیان دي.
خو پر اسراییلو د ایران په ځوابي بریدونو کې تراوسه ۳۴کسان وژل شوي او په سلهاوو نور ټپیان دي.
که څه هم د سیمه هېوادونه هڅه کوي چې دواړه خواوې بیرته د مذاکرې میز ته یوسي، خو د دې احتمال ډیر شوی چې امریکا د اسراییلو په ګټه په دې جګړه کې ښکیله شي.
اسراییل هڅه کوي چې امریکا قانع چې د اسراییلو په پلوی د ایران پرضد په بریدونو کې ورسره ونډه واخلي.