په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د زده کړو او کار په ګډون پر افغان ښځو پراخه محدودیتونه لا هم په خپل ځای دي د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (یو این ومن) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې اوس مهال په هر لسو ځوانو ښځو کې اته یې د زده کړو، کار او مسلکي روزنې له حقه محرومي دي.
دغه راپور چې سه شنبه د جون په اولسمه د "د افغانستان د ۲۰۲۴ کال جنسیتي شاخص یا جندر انډېکس" په نوم خپور شوی په کې راغلي چې دا پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته د ښځو د وړتیا او جنسیتي برابري په اړه تر ټولو پراخه ارزونه ده.
د افغانستان تر ټولو ستره پانګه د دې هیواد میرمنې او نجونې دي، د دوی ظرفیت لا له پامه غورځول شوی دی، خو هغوی بیا هم مقاومت کوي، افغان ښځې د یو بل ملاتړ کوي، کاروبارونه پیلوي، بشري مرستې رسوي او د بې عدالتیو پر وړاندې غږ پورته کوي.سیما باهوس
د راپور پر بنسټ، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، افغان مېرمنې د انساني پراختیا له نړیوالو معیارونو شا ته پاتې دی.
په راپور کې دا هم راغلي چې افغانستان له یمن وروسته د نړۍ دویم هېواد دی چې د ښځو او نارینه وو ترمنځ تر ټولو پراخه جنسیتي تشه لري.
د یو این ومن اروزنه ښيي چې ۷۶ سلنه توپیر د روغتیا، زده کړو، مالي خدمتونو ته د لاسرسی، او تصمیم نیونې په برخو کې موجود دي.
دا شاخص دا هم ښيي چې افغان ښځي په منځني ډول یوازې ۱۷ سلنه خپله واقعي وړتیاوې کاروي په داسې حال کې چې په نړۍ کې دا شمېر ۶۰ عشاریه ۷ سلنې ته رسیږي.
په راپور کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې د مسولې سیما باهوس له قوله راغلي، "د افغانستان تر ټولو ستره پانګه د دې هیواد میرمنې او نجونې دي، د دوی ظرفیت لا له پامه غورځول شوی دی، خو هغوی بیا هم مقاومت کوي، افغان ښځې د یو بل ملاتړ کوي، کاروبارونه پیلوي، بشري مرستې رسوي او د بې عدالتیو پر وړاندې غږ پورته کوي. "
په راپور کې راغلي دي چې افغان ښځې تقریبا په بشپړ ډول له ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند څخه بې برخې شوې دي او دا چې د نجونو پر ثانوي زده کړو د بندیز له امله د دوهم پړاو زده کړو بشپړولو کچه صفر ته ټیټه شوې ان د روغتیايي زده کړو برخې ته هم د دوی تګ بند شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې دا هم ویلي چې د افغانستان بازار د جنسیت له اړخه تر ټولو لوی واټن لري او یوازې ۲۴ سلنه ښځې د کاري ځواک برخه ده په داسې حال کې چې ۸۹ سلنه نارینه د کار په بازار کې په کار بوخت دي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې دننه یو شمېر افغانې نجونې او میرمنې وايي چې د زده کړو او کار په ګډون د طالبانو له لوري د دوی په وړاندې ورځ تر بلې محدودیتونه زیاتیږي.
د کابل یوې اوسېدونکې د نوم د نه ښودولو په شرط ازادي راډيو ته وویل،
"افغان میرمنو په دې تېرو څلورو کلونو کې سخت فشارونه او محدودیتونه تجربه کړل، دوی یوازې ساه اخلي خو له روحي او رواني اړخه سختې زورېدلي، چې جبران به یې کلونه وخت ونیسي، تر څو افغان میرمنې یو وار بیا ارام ژوند ته ستنې شي."
د ننګرهار یوې اوسېدونکې د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې ورځ تر بلې سخت محدودیتونه تجربه کوي:
"په افغانستان کې د ښځو وضعیت ورځ تربلې خرابیږي او پر ښځو د محدودیتونو لړۍ روانه ده، د ښځو په ژوند کې د مثبت بدلون پر ځای منفي بدلونونه زیاتیږي."
د ښځو په ژوند کې د مثبت بدلون پر ځای منفي بدلونونه زیاتیږي
د ختیځ لغمان یوې اوسېدونکې چې دې هم نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه باید طالبان حساب ورکولو ته اړ کړي:
"نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه باید په دې برخه کې جدي کار وکړي او هغه څوک چې له موږ نه یې زموږ بنسټیز حقونه اخیستي دي، په هغوی فشارونه زیات کړي او حساب ورکولو ته یې اړ کړي."
دا په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته د زده کړو او کار په ګډون په ښځو پراخه محدویتونه لګول شوي دي، چې له امله یې په دې هیواد کې واکمن طالبان د نړیوالو له سختو نیوکو سره مخ دي.
خو طالبانو تل ادعا کړې چې د ښځو حقونه یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندی کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته د نړۍوالې پاملرنې نشتوالی کولای شي په نورو هېوادونو کې د ښځو حقونه هم زیانمن کړي.
دغه ادارې ویلي دغه شان د بشري مرستو نشتوالی د ښځو او ماشومانو لپاره د سلګونو خدماتي مرکزونو د تړلکېدو لامل شوی چې تر یو مېلیون ډېرې ښځې او نجونې یې اغېزمنې کړې دي.