د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۸

افغان کدوال: له تهرانه بهر افغان کډوال ته د وتلو اجازه نه ورکول کیږي


انځور: تهران سه شنبی ورځ (جون ۱۶)
انځور: تهران سه شنبی ورځ (جون ۱۶)

په داسې حال کې چې د ایران او اسراییلو ترمنځ یو پر بل هوايي بریدونه لا هم روان دي په پلازمینه تهران کې میشت یو شمېر افغان کډوال وايي اجازه نه ورکول کیږي چې له دې ښاره ووځي او ناچار په خپلو کورونو کې پاتې شي.

دوی وايي که څه هم ډیری ایرانيان له تهرانه وتلي خو دوی ان اجازه نه لري چې په ښار کې په ازاد ډول تګ راتګ وکړي له همدې امله په سختې ویرې، اندېښمنونکې او د ناامنۍ په فضا کې راګیر دي.

له تېرې شپې راهیسې افغانانو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي، وضعیت ډېر خراب دی، څوک چې په تهران کې دي نورو ښارونو ته د تګ اجازه نه لري
په ایران کې میشت افغان کډوال

په تهران کې میشت یو افغان کډوال چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته یې وویل،"له تېرې شپې راهیسې افغانانو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي، وضعیت ډېر خراب دی، څوک چې په تهران کې دي نورو ښارونو ته د تګ اجازه نه لري، د دوی وضعیت ډېر اندېښمنونکی دی، څوک چې په کوم ښار کې بند پاتي دي له هغه ځایه نه شي وتلی."

یو شمېر افغان کډوالو دا ادعا هم کړې چې له دې ښاره د وتلو د هڅې پر مهال د ایراني پولیسو له لوري وهل شوي هم دي.

په تهران کې میشت یو بل افغان کډوال ازادي راډيو ته وویل چې د ایران د کفالت دفتر تړلی دی.

د کفالت دفتر چې د ایران د کورنیو چارو وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي بهرنیو اتباعو په ځانګړي ډول افغانانو ته له یو ښاره بل ته د وتلو اجازه ورکوي او دا چې دکډوالو لپاره د استوګنې حالت، پېژندنه، د دوی ثبت کول او د قانوني اسنادو د صادرولو مسولیت لري.

د اسراییلو او ایران ترمینځ جګړه په شپږمه ورځ هم روانه ده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

یو بل افغان کډوال چې ده هم نه غوښتل په دې راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل،

"له تهرانه بهر افغانانو ته د وتلو اجازه نه ورکول کیږي، دا یوه جدي موضوع ده، او افغانانو ته ستونزې جوړوي، افغان کډوال په تهران کې بند پاتې دي، همدا نن سهار زما یو ملګري وویل چې د کفالت دفتر ته ځم خو ونه شو، زه خپله ناروغ یم او عملیات مې کړی او دلته بند پاتې یم، نور افغانان هم دلته بند پاتې دي او ان یو شمېر ټپیان شوي او شهیدان شوي هم دي."

افغان کډوال په تهران کې بند پاتې دي، همدا نن سهار زما یو ملګري وویل چې د کفالت دفتر ته ځم خو ونه شو، زه خپله ناروغ یم او عملیات مې کړی او دلته بند پاتې یم
په ایران کې میشت افغان کډوال

په ورته وخت کې په ایران کې د ښځو د حقونو یوې فعالې مونسې عمرزاد ازادي راډيو ته وویل د پاسپورت او ویزې په ګډون د معتبرو اسنادو نه درلودونکو افغان کډوالو ته د هغه څه له امله چې امنیتي ګواښونه بلل کیږي له تهرانه د وتلو اجازه نه ورکول کیږي.

" په تهران کې میشت هغه کډوال چې قانوني اسناد لري کولای شي له دې ښاره ووځي، او یوې امنې سیمې ته ولاړ شي، خو هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري اجازه نه ورکول کیږي چې له دې ښاره ووځي، ان موټرې یې نه انتقالوي چې دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده."

دا په داسې حال کې ده چې د طلوع نیوز په ګډون د افغانستان یو شمېر کورنیو رسنیو په ایران د اسراییلو په هوايي حملو کې د یو شمېر افغان کډوالو د وژنې او ټپي کېدو راپورنه ورکړي دي.

په راپورونو کې راغلي دي چې یو اتلس کلن ځوان چې د غور ولایت د بالا مرغاب اوسیدونکی و او د پلار په خبره یې شپږ میاشتې مخکې ایران ته د کار لپاره تللی و د سې شنبې په ورځ د جون په ۱۷ وژل شوی او ورسره درې نور کسان هم ټپیان شوي دي.

له دې وړاندې په تهران کې میشت یو افغان کډوال ازادي راډيو ته ویلي وو چې یو ملګری یې په تهران کې د اسراییلو په برید کې وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون په ۱۶ مه د تهران له اوسېدونکو وغوښتل چې له دې ښاره ووځي.

له دې وړاندې اسراییلو هم د تهران اوسېدونکو ته ورته خبرداری ورکړی وو.

د اسراییلو پوځ ویلي چې همدا نن د جون اتلسمه سهار یې هم په تهران تازه هوايي بریدونه کړي دي.

د تهران په ختیځ، لویدیځ، کرج او یو شمېر نورو سیمو په ګډون د چاودونو غږونه هم اورېدل شوي او د هوايي دفاع سیستمونو د فعالیدو راپورونه خپاره شوي دي.

د ایران او اسرییلو ترمنځ شخړه نن چهارشنبه د جون ۱۸ مه د شپږمې ورځې لپاره روانه ده.


XS
SM
MD
LG