د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ وايي په افغانستان کې واکمنو طالبانو د ښځو او نجونو د ځپلو په هدف په قضايي نظام کې بدلون راوستی دی.
نوموړي نن دوشنبه د جون ۱۶مه په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په ۵۹مه ناسته کې د افغانستان په اړه د خپل راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل،
په افغانستان کې واکمنو طالبانو د ښځو او نجونو د ځپلو په هدف په قضايي نظام کې بدلون راوستی دیریچارډ بنیټ
"طالبانو د قضايي نظام په بدلولو سره قانوني، قضايي او ټولنيز نظم په داسې يوه وسيله بدل کړی چې د ښځو، نجونو، د هغوی د ملاتړو او د جنس بدلو د ټولنې د غړو د ځپلو لپاره ترې کار اخلي، دغه نظام د طالبانو د ښځو ضد او د ځپونکې اېډیولوژۍ د ټينګښت او دوام په هدف طرحه شوی دی. که څه هم ټولې ښځې او نجونې د دې وضعيت تر اغېز لاندې دي، خو هغه کسان چې د اقليت يا ټولنيزو حاشيو غړي دي، په ځانګړي ډول ډېر زيانمننونکي دي."
نوموړي دغه راز وویل چې طالبانو د پراخو او سیستماتیکو محرومیتونو، یو بنسټیز تبعیضي نظام، ځپنه او زورواکي رامنځته کړې چې د بشریت پر ضد جنایت او د جنسیت پر بنسټ ځورونه بلل کېږي.
د «عدالت او حقوقي ملاتړ ته د ښځو او نجونو لاسرسی او هممهاله پر دوی د تبعیض د مختلفو بڼو اغېز» په نوم د ښاغلي بېنټ راپور چې وار له مخه د روانې جون په ۱۲مه خپور شوی په کې راغلي چې طالبان عمداً او په پراخه توګه ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له خپلو بنسټیزو حقونو او د بیان له ازادۍ څخه بېبرخې کړي او عملاً یې له ټولنیز ژوند څخه حذف کړې دي.
ښاغلي بېنټ په دې ۱۸ مخیز راپور کې د طالبانو په قضایي نظام سخت انتقاد کړی او لیکلي یې دي چې طالبان خپل لیدلوری د شریعت د تطبیق په نوم توجیه کوي، خو د دیني عالمانو او حقوقي کارپوهانو له قوله یې ټینګار کړی چې له شریعت نه د طالبانو تفسیر په اصولو او عمل کې له اسلامي اصولو سره سمون نه لري او د هغوی په باور، طالبان د شریعت اساسي اصول، لکه رحمت، قضايي عدالت او د شواهدو په وړاندې کولو کې دقت، له پامه غورځولي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په نننۍ ناسته کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر ترک هم د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې اوس مهال په دې هېواد کې ښځې او نجونې له عامه ژونده حذف شوي او د کور څخه بهر یې غږونه خاموش شوي دي.
هیله مو دا ده چې په دې ناسته کې داسې پرېکړې او عملي اقدامات وشي چې زموږ په ژوند کې عملي بدلون راشيزده کوونکې
نوموړي په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د زده کړو بندیز ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې ځینو هېوادونو دغه هېواد سره مالي ملاتړ محدود کړی چې له مخې یې د ملاتړ یو شمېر پروګرامونو تمویل کم شوی دی.
هغه دا هم وویل چې په افغانستان کې د معلولیت لرونکو کسانو او جنس بدلو خلکو حقونه له جدي ګواښونو سره مخ دي.
د ناسته کې د ګڼو نورو هېوادونو استازو هم د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۹ ناسته چې د راتلونکې جولای میاشتې تر ۹ نېټې دوام کوي په کې به د سوډان، میانمار، ایران او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ګډون په لسګونه نورو هېوادونو کې د بشري حقونو د سرغړونو او راپورونو په اړه هم خبرې وشي.
یو شمېر افغانان غوښتنه کوي چې په دې ناسته کې دې د افغانستان په اړه داسې پرېکړې وشي چې عملي پایلې ولري او دا چې نړیوال باید د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه یو عمومي اجماع ته ورسېږي ترڅو طالبان اړ شي د بشري حقونو نقض پای ته ورسوي.
د کابل یوې اوسېدونکې سپوږمۍ چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ مخکې د لسم ټولګي زده کوونکې وه، ازادي راډيو ته یې وویل، "هیله مو دا ده چې په دې ناسته کې داسې پرېکړې او عملي اقدامات وشي چې زموږ په ژوند کې عملي بدلون راشي، ځکه همدا اوس په افغانستان کې نجونې او ښځې تر بل هر وخت له سختو ستونزو سره مخ دي، د زده کړو او کار نه نیولې تر ټولنیز ژوند پورې زموږ په هر څه محدودیت لګول شوی دی، د همدې لپاره موږ له دې ناستې ډېرې تمې لرو."
ناستې خو ډېرې شوې دي، خو پایلې یې تر اوسه نه دي ورکړيد ننګرهار اوسیدنکې
د ننګرهار یو اوسېدونکی چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه بېلابېلې ناستې شوي، خو پایلې یې صفر وې، خو دی هیله لري چې په دې ناسته کې به د افغانستان په اړه عملي پرېکړې وشي: "ناستې خو ډېرې شوې دي، خو پایلې یې تر اوسه نه دي ورکړي، دا ځل باید په دې ناسته کې داسې یو مېکانیزم رامنځته شي چې له مخې یې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه یوه نړیواله اجماع رامنځته شي ترڅو په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض مخه ونیول شي او په اوس وخت کې په دې برخه کې عملي اقدام ته اړتیا ده."
طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته، د نورو محدودیتونو تر څنګ، ښځې او نجونې له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونه له هر ډول زده کړو او کار کولو منع کړې دي.
که څه هم طالبانو ادعا کړې چې د اسلامي شریعت له مخې یې د ښځو حقونه خوندي کړي، خو دا ادعا ډېرو افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه ده.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۸م ناسته کې هم چې د فبرورۍ پر ۲۴مه پیل او د اپرېل تر ۴ یې دوام وکړ، د یو شمېر ګډونکوونکو هېوادونو استازو د طالبانو محدودیتونه وغندل او د سمدستي لغوه کولو غوښتنه یې وکړه.