د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۷

تهران کې د اسراییل بریدونو یو افغان وژلی، ګڼ شمېر نور اندیښمن او د تیښتې لار نه لري


ایران کې د اسراییل له یوه برید وروسته وضعیت
ایران کې د اسراییل له یوه برید وروسته وضعیت

په تهران کې یو شمېر مېشت افغانان وايي چې د دې ښار په ځینو برخو د اسراییلو له بریدونو وروسته په ستونزمن او ګډوډ حالت کې بند پاتې دي. دوی ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې له ښاره د وتلو لارې تړل شوي، دوکانونه بند او نه پوهیږي چې چیرې ولاړ شي.

د اسراییلو د دفاع وزیر له خوا په تهران باندې د نورو بریدونو د احتمال په اړه تر خبرداري وروسته، په دغه ښار کې یو شمېر میشت افغانان وايي چې د جګړو د دوام په صورت کې به د دوی د ژوند شرایط او امنیت نور هم کړکیچن او له سختو اندیښنو سره مخ دي.

دوی ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې له یاد ښاره د وتلو لارې بندې دي، دوی د پناه وړلو لپاره هیڅ ځای نه لري او اړ دي چې په دې نازک اونارامه حالت کې همداسې پاتې شي.

ټول (افغانان)همدلته یو، خو هغه ایرانیان چې زموږ کوڅو کې اوسېدل ډېری یې له دې ځایه ولاړل، هر یوه یې موټرې اوپاسپورټونه درلودل
تهران کې میشته یوه افغان کډواله

په تهران کې یوې مېشتې افغان کډوالې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې ورته ویل شوي چې د اړتیا په صورت کې د ځان ساتنې لپاره مټرو ګانو یا جوماتونو ننوځي"ټول (افغانان)همدلته یو، خو هغه ایرانیان چې زموږ کوڅو کې اوسېدل ډېری یې له دې ځایه ولاړل، هر یوه یې موټرې اوپاسپورټونه درلودل، خو نه پوهېږم چې چېرې ولاړل،دکانونه او مغازې ټولې تړلې دي، نن څوک کار ته ولاړل نه، موږ د ښارمرکز کې یو، هغه ځایونو باندې یې چې بریدونه کړي له موږ نه تقریباً له ۱۵ تر ۳۰ دقیقو واټن لري،په دې نېستۍ او بې وزلۍکې چېرې ولاړ شو او چېرې ځانونه وباسو؟"

د ایران په کرج کې د ازاد اسلامي پوهنتون د نشراتو مدیر او مشر او په تهران کې بل مېشت افغان سید محمد صدیق فایز ازادي راډیو ته وویل چې ټول له دې وضعیته وېرېدلي او په دې ښار کې تیرو څو ورځو بریدونو افغانانو ته هم مرګ ژوبله او زیانونه اړولي دي "د دې بریدونو په لړ کې زموږ یو کډوال چې د سالنګ و او تهران کې اوسېده،ووژل شو او زموږ ډېری هېوادوال ټپیان او بېکوره شوي دي، د تهران او د ایران د نورو ولایتونو فضا اوس ملتهبه ده، که ایرانیان دي که کډوال په وېره او او بې باورۍ کېروزګار تېروي".

په تهران کې میشت افغانان د خپل امنیت په اړه داسې وخت اندیښنې مطرح کوي چې د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاټز ایران په قصدي ډول ددوی په هیواد کې د استوګنیزو سیمو په نښه کولو تورن کړ او ګواښ یې وکړ چې "د تهران خلک به یې بیه پرې کړي."

کاټز دا خبرداری وروسته له هغه ورکړ چې ایران د جون په ۱۶مه د دوشنبې په سهار د اسراییلو په تل ابیب او حیفا ښارونو نوي راکټي بریدونه وکړل.

څو ساعته مخکې تر هغه د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د تهران له اوسیدونکو وغوښتل چې له یاد ښاره ووځي.

په ورته وخت کې، د اسراییلو پوځ د جون په ۱۶مه، د دوشنبې په مازدیګر په خپله ایکس پاڼه په یو پیغام کې اعلان وکړ چې دا اقدام د دوی دامنیت د ساتنې لپاره دی، ځکه په خبره یې دا عملیات به د تهران د دریمې سیمې په شاوخوا کې پوځي تاسیسات په نښه کړي.

د اسراییلو د بیړنیو خدماتو ادارې ویلي چې د دوشنبې په ورځ د ایران په بریدونو کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.

له دې سره په تیرو څلورو ورځو کې په اسراییلو کې د ایران د بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ او د ټپیانو شمېر ۳۰۰ ته لوړ شوی دی.

د یادونې ده چې د اسراییلو پراخ بریدونه د جون په ۱۳مه، د جمعې په سهار د ایران پر پوځي او اټومي تاسیساتو پیل شول او ایران هم غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړل او دا نښتې لا هم روانې دي.

د ایران د روغتیا وزارت تایید کړې چې د اسراییلو د بریدونو له پیل راهیسې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۲۲۴ کسان وژل شوي او له ۱۲۷۰ ډیر نورټپیان شوي دي.

دا مهال په ایران کې په میلیونونو افغانان ژوند کوي.

د یادونې ده چې د ایران او اسراییلو ترمنځ د شخړې له زیاتیدو وروسته، د طالبانو حکومت اعلان کړی چې په ایران کې د افغان کډوالو د ژوند دساتنې لپاره له ایراني چارواکو سره په اړیکو کې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز خبري شبکې ته ویلي چې که اړتیا وي، دوی د افغانانو د زیان د مخنیوي لپاره حل لارې پهپام کې نیولي دي، خو نوموړي د دې حل لارو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG