د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۱

د ایران توغندیز برید تل ابیب کې د امریکا قونسلګري زیانمنه کړې، تل ابیب او بیت المقدس کې د امریکا استازولۍ تړل شوي


تل ابیب کې د ایران له یوه برید وروسته وضعیت، ارشیف
تل ابیب کې د ایران له یوه برید وروسته وضعیت، ارشیف

د اسراییل پر تل ابیب ښار د ایران یوه توغندیز برید دغلته د امریکا قونسلګري " سرسري زیانمنه" کړې ده.

د جرمني ( ډي.پي.اې) خبري اژانس په اسراییل کې د امریکا د سفیر مایک هکابي په حواله ویلي چې توغندی د قونسګلرۍ ودانۍ ته نژدې لګیدلی دی، خو په وینا یې کوم امریکایي ته زیان نه دی رسیدلی.

د هکابي په خبره د احتیاطي تدابیرو په مخه به نن دوشنبه ( د غبرګولي ۲۶مه) په تل ابیب او بیت المقدس کې د امریکا سیاسي استازولۍ تړلې وي.

لویدیځو اژانسونو د اسراییلي چارواکو په حواله ویلي چې ایران تیره شپه او نن سهار وختي پر اسراییلو توغندي توغولي چې تل ابیب، حیفا او نورو ښارونو کې لګیدلي دي.

نننیو بریدونو کې د اسراییل دننه د پنځو تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی. له دې سره په اسراییل کې د ایران د بریدونو له کبله د وژل شویو شمېر ۱۹ ته پورته شو.

څه باندې دوه سوه نور ټپیان شوي دي.

اسراییل هم پر ایران خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او نن سهار د ایران په کرمانشا ښار کې د لږ تر لږه ۴ چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

د اسراییل پوځ ویلي چې تهران کې یې نن د سپاه پاسداران انقلاب مرکزونه ویشتلي.

ایراني چارواکو د نننیو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د روغتیا وزارت تایید کړې چې په تېرو څو ورځو کې لږ تر لږه ۲۲۴ کسان وژل شوي او ۱۲۷۷ نور ټپیان دي.

XS
SM
MD
LG