د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۸

په تهران کې درنې چاودنې؛ په تل ابیب او بیت المقدس کې د خطر زنګونه


تهران کې چاودنې شوي
تهران کې چاودنې شوي

له تهران څخه راپورونه ښيي چې د تهران په ځینو برخو کې درنې چاودنې شوې دي.

د لبنان المیادین تلویزیون، چې په تهران کې دفتر لري، هم د یکشنبې په ماسپښین په تهران کې د درنو چاودنو راپور ورکړ.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې هم ښکاري چې د تهران له څو ځایونو څخه چاودنې او لوګي پورته کېږي.

د ایران دولتي رسنیو لا تر اوسه په دې اړه راپور نه دی خپور کړی.

د اسراییلو ۱۲م چینل ویلي چې د سپاه پاسداران اډې او د هوايي دفاع سیسټمونو پورې اړوند ودانۍ یې هدف وې، چې د لسګونو جنګي جټ الوتکو لخوا پرې برید شوی.

په تل ابیب او بیت المقدس کې د خطر زنګونه لګېدلي

د اسراییلو پوځ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ایران د بریدونو په یوه نوې څپه کې په اسراییلو راکټونه توغولي دي.

د اسراییلو یوه ورانه شوې برخه
د اسراییلو یوه ورانه شوې برخه

د ایران دولتي رسنۍ دا هم وویل چې د ایران د راکټ بریدونه د هیواد له مختلفو برخو څخه پیل شوي دي.

د اسراییلو پوځ په یوه بیان کې وویل چې "هوایي ځواک اوس مهال د ګواښ د مخنیوي او شنډولو لپاره عملیات ترسره کوي."

د ایراني ولسمشر نوی خبرداری

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي که د اسراییلو بریدونه دوام پیدا کړي له لا کلک غبرګون سره به مخ شي.

پزشکیان نن د دولت په کابینه کې دا خبرې کړي.

هغه په متحده ایالاتو تور ولګاوه چې اسراییلو ته یې شین څراغ ورکړی چې "په سیمه کې پرته له کوم محدودیت څخه هر ډول جرم ترسره کړي."

مګر د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دواړو د اسراییلو او ایران ترمنځ په شخړه کې د متحده ایالاتو ښکیلتیا رد کړې ده.

دوی تهران ته هم خبرداری ورکړی چې په سیمه کې د امریکا اډې یا پوځي ځواکونه په نښه نه کړي.

په اسراییلو باندې د ایران د راکټي بریدونو له امله د مړو شمېر ۱۳ ته لوړ شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00


  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG