د اسراییل د دفاع وزیر اسراییل کټز ایران تورن کړی چې په قصدي ډول په اسراییل کې هستوګنیزې سیمې هدف ګرځوي او ګواښ یې کړی چې " د تهران اوسیدونکي به ژر د دې کار بیه پرې کړي".
د تهران اوسیدونکي به ژر د دې کار بیه پرې کړيد اسراییل د دفاع وزیر اسراییل کټز
کټز دغه خبرداری داسې مهال ورکوي چې ایران نن دوشنبه د اسراییل پر تل ابیب او حیفا ښارونو توغندیز بریدونه کړي دي.
د اسراییل د بیړنیو خدمتونو ادارې ویلي چې د ایران له خوا په نننیو بریدونو کې لږ تر لږه ۸ اسراییلیان وژل شوي او له سلو ډير نور ژوبل شوي دي.
له دې سره په اسراییل کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د ایران له خوا بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ او د ټپیانو شاوخوا درې سوو ته پورته شوی دی.
د تل ابیب او حیفا ښارونو په هغو سیمو کې چې توغندلي لګیدلي، لا هم د ژغورنې او پلټې هڅې روانې دي.
د نننیو بریدونو له کبله په تل ابیب کې د امریکا د قونسلګرۍ یوه ودانۍ هم زیانمنه شوې او اسراییلو کې د امریکا سفیر مایک هکابي اعلان کړی چې په احتیاطي ډول به نن دوشنبه ( د غبرګولي ۲۶مه) په تل ابیب او بیت المقدس کې د دوی سیاسي استازولۍ تړلې وي.
بل لورته نن اسراییل هم پر ایران تازه بریدونه کړي دي.
د اسراییل د پوځ ویاند افي دفرین نن دوشنبه خبریالانو ته ویلي، د پنځوسو جنګي الوتکو پر مټ یې نن " د ایران په زړه کې ځینو مرکزونو ته لویه ضربه" ورکړې ده.
د ازادۍ راډیو ایراني څانګې راډیو فردا لیکلي، د اسراییل په نننیو بریدونو کې د کرمانشا ښار د فارابي روغتون هم زیانمن شوی دی.
د ایران پر نورور سیمو د اسراییل د نننیو بریدونو جزیات تراوسه نه دي خپاره شوي.
د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي چې په تهران کې وروسته تر هغه چې اسراییل د جون په ۱۳مه د پوځ لوړپوړي غړي او اټومي کارپوهان په نښه کړل، د خلکو ترمنځ ویره خوره شوې ده.
راپورونه وایي چې له تهران او نورو لویو ښارونو څخه د خلکو تیښته زیاته شوې او سړکونه په موټرو ډک دي.
ایراني چارواکو د نننیو بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو د روغتیا وزارت تایید کړې چې په تېرو څو ورځو کې لږ تر لږه ۲۲۴ کسان وژل شوي او ۱۲۷۷ نور ټپیان دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ملګرو ملتونو غږ کړی چې د دوی پر هېواد "د اسراییل یرغل په رسمي ډول وپیژني او وې غندي".
عراقچي ویلي چې دغو بریدونو کې امریکا هم ښکیله ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا پرون یکشنبه ویلي، دوی په دغو بریدونو کې لاس نه لري خو په وینا یې د اسراییل ملاتړ ته دوام ورکوي.