د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۳

په ایران کې افغان کډوال د اسراییل بریدونو اندیښمن کړي


پر ایران د اسراییل برید، د جون دیارلسمه ۲۰۲۵
پر ایران د اسراییل برید، د جون دیارلسمه ۲۰۲۵

په ایران باندې د اسراییل د تیرې شپې او نن سهار له بریدونو وروسته په دغه هیواد کې یوشمیر افغان کډوالو ازادي راډیو ته وویل چې خپل برخلیک ته اندیښمن شوې دي.

مرضیه محمدي په تهران کې افغانه کډواله ده چې د پلار، مور، ورونو او ورېرونو په ګډون له خپلې ۱۱ کسیزې کورنۍ سره ژوند کوي.

نوموړې وايي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو له فعالانو وه او یو نیم کال وړاندې د طالبانو د ګواښ له وېرې له افغانستانه د خوندي پاتې کېدو په هیله ایران ته کډواله شوې ده.

خو په خبره یې، تیره شپه او نن سهار په ايران باندې د اسرایيلو بريدونو دا او کورنۍ يې په دغه هېواد کې د خپل وضعيت په اړه اندېښمنه کړې او شپه یې په ویره کې تېره کړې ده:

"د چاودنې غږ ډېر لوړ و، د شپې درې نیمې بجې وې، ټول ویده وو، ماشومان او ټوله کورنۍ وېرېدلي وه، ټول ګاونډیان ویرېدلي وو، له کورونو راووتل چې پر کورونو یې کومه بله مرمۍ ونه لګېږي، دې وضعیت په ایران کې د ټولو کډوالو پر وضعیت منفي اغیزې کړي دي."

د چاودنې غږ ډېر لوړ و، د شپې درې نیمې بجې وې، ټول ویده وو، ماشومان او ټوله کورنۍ وېرېدلي وه، ټول ګاونډیان ویرېدلي وو، له کورونو راووتل چې پر کورونو یې کومه بله مرمۍ ونه لګېږي، دې وضعیت په ایران کې د ټولو کډوالو پر وضعیت منفي اغیزې کړي دي.


سید بشیر طارق د مدني حقونو یو فعال او خبریال دی چې له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په تهران کې جرمني ته تللو په تمه اوسېږي.

ده هم ازادي راډيو ته وويل چې پر ايران د اسرائيلو بريدونو دوی په دغه هېواد کې د خپل راتلونکي په اړه سخت اندېښمن کړي دي:

"سله سلنه اندېښمن یو ځکه دا د حملو پیل دی او له دواړو لورو ګواښونه شته او له دې امله اندېښمن یو چې بالاخره به ایران کې زموږ راتلونکی به څنګه شي، موږ له یو جګړه ځپلي هېواده راتښتېدلي یو چې په ایران کۍ امن واوسو او یو بل امن هېوادته ولېږدول شو، چې له بده مرغه ښایي دا ځای هم موږ ته امن نه وي او که حملې شدیدې شي نه پوهېږو چې زموږ برخلیک به څنګه شي."

د اسرایلو پوځ نن جمعه د جون په دیارلسمه نیټه د دغه هیواد د پلازمینې تهران په ګډون د ایران یو شمیر پوځي سیمې په نښه کړې دي.

دغو بریدونو چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي، د ایران څو جګپوړي پوځي چارواکي په کې وژل شوي دي.

اسرائیلي چارواکو ویلي چې دوی د ایران په اټومي تاسیساتو باندې " واردمخه" برید ترسره کړی دی.

د نطنز اټومي مرکز، د پارچین تاسیسات، په تهران کې څو پوځي اډې، قم، خرم اباد، همدان، قصر شیرین، تبریز، پیران شهر، لویدیځ اذربایجان، کرمانشاه، الیام او اراک هم په نښه شوي دي.

د نړیوالو چارو ځینې پوهان په دې باور دي چې د اسرایلو او ایران ترمنځ د جګړې دوام به افغانستان ته د افغان او ایراني کډوالو د خوځېدو لام لشي چې د دغو کارپوهانو په خبره دوی به یې د منلو او ځای پر ځای کولو توان ونه لري.

له دې ډلې عبدالقیوم افغان ازادي راډیو ته وویل:

"که دا جګړه راتلونکو ورځو کې دوام ومومي موږ ښایي افغانستان ته د کډوالو د جوپو خوځېدو شاهدان واوسو، چې له بدهمرغه افغانستان به قطعاً د کوربتوب توان ونه لري، هیله مند یم چې دا جګړه پای ته ورسېږي."

په ایران د اسرایلو د بریدونو د افغان کډوالو اندېښنې داسې مهال زیاتې کړي، چې په دې وروستیو کې د ایراني پولیسو له خوا دافغانانو د نیولو او ځورولو او افغانستان ته د جبري استولو بهیر چټک شوې او زده کړو او روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی هم محدود شویدی.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر افغانانو د امنیتي ګواښونو، اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله د ایران او پاکستان په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته ځان او کورنۍ ته د روزۍ ګټلو لپاره پناه یوړه تر څو له هغه ځایه نورو خوندي هېوادونو ته ولاړ شي.

که څه هم تر اوسه په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو کره شمېر معلوم نه دی، خو د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني د تېر کال په دلوې میاشت کې رسنیو ته ویلي و چې په دغه هېواد کې شاوخوا شپږ میلیونه بهرني وکړي مېشت دي چې ډېری یې افغانان دي.

XS
SM
MD
LG