د اسرائیلو دفاع وزارت په تهران کې د چاودنو تر راپورونو وروسته وویل چې اسراییل نن سهار وختي (د جون په ۱۳مه) په ایران باندې " وار دمخه برید" وکړ.
یوه اسرائیلي چارواکي وویل چې په ټول ایران کې په لسګونو تاسیسات په نښه شوي، خوبیاهم نه دی ویل شوي چې کوم ټاکل شوي تاسیسات ویشتل شوي دي .
د ایران دولتي رسنیو وویل چې تهران کې دامام خمینی د هوایي ډګر ټولې الوتنې ځنډول شوي دي .
د اسرائیلو دفاع وزیر اسرائیل کاټز، وروسته له هغه چې په تهران کې خلکو د ښار په شمال ختیځ کې د چاودنو راپور ورکړ، په اسرائیلو کې "ځانګړي وضعیت" اعلان کړ.
کاتز وویل چې دوی د تهران لخوا د توغندیو او ډرون دانتقامي برید لپاره بیړنی حالت اعلانوي.
د کاټز اعلامیې وویل:
د اسرائیلو لخوا په ایران باندي له واردمخه برید وروسته، د اسرائیلو په حکومت ولسی خلکو باندي د توغندیو او UAV (ډرون) دچټک برید اټکل کیږي.
داسرائیلو پوځ وویل چې د ملکي او عامه خوندیتوب په لارښوونو به لازمی عمل کیږی.
دغه راز دفاع وزیر کاټز وویل چې ښوونځي به نن جمعه (د جون په ۱۳مه) په هیواد کې وتړل شي.
سپینې ماڼۍ سمدستي تبصره نه ده کړې. سي این این راپور ورکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابینې په کچه غونډه رابللې ده.
د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د رپوټ په اساس، د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د دې اونۍ په پیل کې ټرمپ سره په تلیفوني خبرو کې په ایران باندې د بریدونو د احتمال په هکله وغږیده.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "زه نه غواړم ووایم چې برید نږدې دی، خو داسې ښکاري چې دا یو څه دي چې د پیښیدو ډیراحتمال یې کیدی شي."
ټرمپ په خپلې سوشیال تروث ټولنیز شبکه کې وویل چې متحده ایالات لاهم غواړي له ایران سره خبرې اترې وکړي.
ټرمپ وویل:
موږ د ایران د اټومي مسئلې لپاره ډیپلوماتیک حل ته ژمن یو! زما ټولې ادارې ته لارښوونه شوې چې له ایران سره خبرې اترې وکړي.
خو ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې تهران "لومړی باید د اټومي وسلو ترلاسه کولو هیلې په بشپړه توګه پریږدي."
واشنګتن او تهران له مودې راهیسې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې کوي ترڅو ډیپلوماتیک حل ته ورسیږي.
ایران د امریکا د هغه وړاندیز له ردولو وروسته چې د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي له خوا "سل په سلو کې" دایران د ملي ګټو خلاف بلل شوی ، د متقابل وړاندیز په جوړولو کار کوي.
د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چهارشبنې په ورځ ( جون په ۱۱مه) وویل چې که هدف دا وي چې ایران به اټومي وسلې نه جوړوي، نو کیدای شي موافقه وشي.
خو هغه ټینګار وکړ چې ایران باید د یورانیم غني کولو حق ځانته وساتي او دا هغه څه دي چې ټرمپ یې په کلکه مخالفت کړی دی.
تهران ادعا کوي چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د ملکي اهدافو لپاره دی.