پر ایران د اسراییل د برید په تړاو د نړیوالو غبرګونونه:
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ له ایران څخه وغوښتل چې ژر تر ژره د خپل اټومي پروګرام په اړه یوې موافقې ته ورسیږي.
ډونالډ ټرمپ نن په خپله خواله رسنۍ( سوشل تروت) کې ولیکل: "ډېرې وژنې او ویجاړۍ شوي، خو لا هم وخت شته چې دا وژنه پای ته ورسیږي."
ټرمپ دا خبرداری هم ورکړ چې راتلونکي بریدونه به "له مخکې پلان شوي او له دې څخه به سخت وي».
طالبان:
په افغانستان کې واکمنو طالبانو په یوه بیان کې دا حمله غندلې ده او د ایران د پوځي قوماندانانو او د اټومي پوهانو وژنه یې ترور بللی. طالبانو دا حمله د نړیوالو حقونو له اساسي اصولو، په ځانګړي ډول د هېوادونو له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه څرګنده سرغړونه بللې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو:
«اسراییل پر ایران یو اړخیز اقدام کړی دی. موږ د ایران پر ضد بریدونو کې برخه نه لرو، او زموږ اساسي لومړیتوب د امریکا د ځواکونو خوندي کول دي. اجازه راکړئ دا خبره روښانه کړم چې ایران باید د امریکا پر اهدافو او خلکو برید ونه کړي»
افغان طالبان
« د افغانستان اسلامي امارت د اسراییلو لخوا د ایران په اسلامي جمهوریت وروستي بریدونه او د دغه هېواد د پوځي قوماندانانو او اټومي پوهانو ترور چې د نړیوالو حقونو له اساسي اصولو، په ځانګړي ډول د هېوادونو له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه څرګنده سرغړونه ده، په کلکه غند».
چین:
« پیکنګ په یوه بیان کې پر ایران د اسراییل بریدونو ته ژوره اندیښنه څرګنده کړه او دا حمله یې د ایران د حاکمیت نقض وباله»
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش:
« دواړه لورې باید له ډیر زغمه کار واخلي او له پراخو جګړو ډډه وکړي، ځکه چې سیمه د داسې بحران تحمل نه لري»
د ناټو سرمنشي مارک روټه:
« د ناټو غړي د متحد ایالتونو په شمول باید هڅې وکړي چې دا شخړې پراخې نه شي»
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي:
« زه له ټولو لوریو غواړم چې د کړکیچ د زیاتیدو مخه ونیسي او تر وسه وسه پرې نه ږدي چې بحران پسې پراخ او ژور شي»
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت:
«په یو بیان کې د اسراییل بریدونه پر ایران وغندل ویې ویل چې دا د ایران د حاکمیت او امنیت خلاف عمل دی او له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده. ریاض له نړیوالې ټولنې او د امنیت له شورا غوښتي چې د خپلې مسوولیت له مخې د دې تیري مخه ونیسي.»
عمان( د ایران او امریکا د اټومي خبرو منځګړی هیواد):
« دا برید خطرناکه دی، دا برید د ملګرو ملتو د منشور خلاف دی او له نړیوال حقونه ورسره تر پښو لاندې شوې دي. دا ډول یرغلګر او دوامداره چلند د منلو وړ نه دی او د سیمې سوله او امنیت لا بېثباته کوي. د عمان سلطنت اسراییل د دې زیاتېدونکي کړکېچ او د هغه د پایلو مسوول ګڼي، او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دې خطرناکې لارې د بندولو لپاره قاطع او روښانه دریځ ونیسي.
متحد عربي امارات:
« دا برید په سختو ټکیو غندو، دا د ا یران د حاکمیت او امنیت ښکاره نقض دی»
قطر:
« دا برید غندو دا د ایران پر مځکنۍ بشپړتیا تیری دی»
ترکیه:
« دا برید په کلکو ټکیو غندو ټول تیري کوونکي اقدامات باید ودرول شي کنه ممکنه ده چې پراخو نښتو ته په سیمه کې زمینه برابره کړي»
په یمن کې ایراني پلوه حوثي یاغیان:
« دا برید غندو. ایران حق لري چې د اسراییل د بریدونو پرضد غبرګون وښیي»
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر پني وانګ:
«اسټرالیا د ایران او اسراییل ترمنځ د شخړو زیاتېدو ته اندېښمنه ده. دا وضعیت کولی شي دا سیمه چې مخکې هم وضعیت پکې ترینګلی دی، نور بې ثباته کړي. د اسټرالیا حکومت له ټولو خواوو غواړي چې له تاوتریخوالي راپارونکو خبرو او کړنو ډډه وکړي. موږ ټول پوهېږو چې د ایران اټومي او د بالستیک توغندیو پروګرام نړیوالې سولې او امنیت ته ګواښ دی، او له ټولو خواوو غواړو چې خبرو او ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکړي».
د نیوزیلنډ صدراعظم کریسټوفر لوکسن:
« د دې پيښې خطر تر محاسبې ډیر لوړ دی. دا سیمه نور نظامي اقدامات نه شي زغملای، باید له خطرونو څخه ډډه وشي».
د جاپان د صدراعظم دفتر مشر یوشیماسا هایاشي:
«جاپان لا هم له ټولو ممکنه ډیپلوماټیکو هڅو کار اخلي، څو د کړکیچن وضعیت د لا زیاتېدو مخنیوی وکړي»
فرانسه:
« پاریس د اسراییل له لورې پر ایران له برید وروسته د زغم غوښتنه وکړه خو ویې ویل چې اسراییل حق لري چې د ټولو بریدونو په وړاندې له ځانه دفاع وکړي او پاریس په مکرر ډول د ایران د اټومي پروګرام په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې دي».
د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر یان لیپافسکي:
« د اسراییل د پوځي اقدام علت ژور درک کوي، ځکه چې هدف یې په منځني ختیځ کې د اټومي وسلو د تولید مخنیوی دی»
سلواکیا:
« د سلواکیا د بهرنیو چارو وزارت له ټولو خواوو وغوښتل چې له زغمه کار واخلي او د تاوتریخوالي پر کمولو تمرکز وکړي»