د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۸

په ایران کې د یوې ځوانې افغانې کډوالې ټوک - ټوک جسد موندل شوی


کبرا رضايي - ایران کې وژل شوې افغان کډواله
کبرا رضايي - ایران کې وژل شوې افغان کډواله

د هینګاو په نوم د ایران د بشري حقونو یو بنسټ راپور ورکړی، دا افغانه نجلۍ چې ۲۶ کاله عمر یې درلود ۵۰ ورځې مخکې لادرکه شوې وه. دغه بنسټ ویلي وژل شوې نجلۍ کبرا رضایي نومېده چې په تهران کې له کوره کار ته د تګ پرمهال نادرکه شوې وه.

هینګاو پرون د جون په ۹ مه په خپل راپور کې ویلي د کبرا د جسد ټوټې د جون په درېیمه د کثافاتو په منځ کې موندل شوي.

تر DNA طبي معایناتو وروسته جوته شوې چې جسد د کبرا رضايي دی.

خو په راپور کې راغلي چې د قربانې شوې نجلې د بدن نورې ټوټې، ګرځنده تیلیفون او د پېژندنې اسناد لا هم ورک دي.

هینګاو ویلي چې د جسد له پیدا کېدو څو ورځې تېرې شوي خو سیمه ییزو چارواکو لا هم د نوموړې کورنۍ ته د دغې قضیې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

دغه بنسټ د خپلو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ ویلي د روانې اونۍ د شنبې په ورځ چې د جون ۷ مه وه د کبرا رضايي کورنۍ د هغې د جسد د ښخولو پرېکړه کړې وه خو حکومتي ځواکونو اجازه نه ده ورکړې چې هغه ښخه کړل شي.

یو شمېر نورو ایراني رسنیو هم په دې اړه راپورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې د دغې پېښې لامل نه دی معلوم خو د تهران د پیشوا سیمې پولیسو له پېښې سره په تړاو یو تن نیولی دی.

د ایرنا دولتي اژانس د پیشوا سیمې د پولیسو د مشر سید اکبر عربي له قوله ویلي چې نیول شوي تورن کس په پېښه کې په لاس لرلو اعتراف کړی خو د نیول شوي کس او د وژل شوې نجلۍ د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

ازادي راډيو د وژل شوې نجلۍ کورنۍ ونه شوه موندلی خو په تهران کې میشت یو شمېر افغان کډوال وايي دغې پېښې سخت اندېښمن کړي دي.

په ایران کې مېشته افغان کډواله فاطمه دا پېښه په دې هیواد کې د زرګونو افغان کډوالو د برخلیک یوه بېلګه بولي او وايي د کبرا وژنه فردي تراژیدي نه ده بلکې په خبره یې د سیستماتیکې بې‌عدالتۍ هغه لړۍ ده، چې افغان کډوال یې هره ورځ تجربه کوي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل:

«د کبرا وژنه په ایران کې د زرګونو هغو افغان کډوالو د ستونزو استازیتوب کوي چې د بې‌عدالتۍ او تبعیض تر سیوري لاندې قرباني شوي دي، هغه یې ووژله او له بده مرغه د ایران حکومت خاورو ته د کبرا د جسد د سپارلو اجازه هم نه ورکوي»
فاطمه

فاطمې زیاته کړه:
«له دې پېښې وروسته په ایران کې ډیری کډوال ویریدلي او ان خپلو لوڼو او خویندو ته اجازه نه ورکوي چې له کورونو بهر ووځي دا وقعا یوه ټکان ورکونکې پېښه ده.»

په تهران کې میشته یوه بله افغانه کډواله چې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال په دې هیواد کې د افغان کډوالو ژوند تر بل هر وخت سخت شوی دی:

« اوس مهال په ایران کې د بهرنیو کډوالو په ځانګړې ډول افغانانو لپاره د ژوند کړۍ ډېره تنګه شوې ده، د پولیسو د نیولو، بندي کولو او شکنجه کولو ویره ډېره زیاته ده، په دغه ډول حالاتو کې د کډوالو لپاره په ایران کې ژوند کول ناممکن شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې له ایرانه د افغان کډوالو د ډله ییزې ایستنې د لړۍ د تېزېدو ترڅنګ په دې هیواد کې د میشتو افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالۍ د زیاتېدو، د نیونې، زنداني کولو او شکنجه کولو پېښې زیاتې شوي دي.

له ازادي راډيو سره په خبرو کې له دې وړاندې په ایران کې میشتو یو شمېر افغان کډوالو ویلي چې د حکومت له لوري یې د کار کولو مخه نیول شوې، په ازاد تګ راتګ یې بندیز لګول شوی او ان دا چې اولادونه یې زده کړو کولو ته نه پرېښودل کیږي.

XS
SM
MD
LG