په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست وایي، افغانستان یوازې د طالبانو لپاره امن دی.
نصیر احمد فایق جمعه د جون په ۶مه، په خپل ایکس پاڼه لیکلي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو څلور پخواني غړي چې تازه له ایران څخه ایستل شوي وو، د طالبانو د عمومي عفوې او د امنیت د ټینګښت په اړه د دوی د ادعاوو سره سره، په خبره یې په غچ اخیستنونکي او غیر قضايي ډول شوي دي.
نوموړي وړاندې لیکلي، چې دا عمل د اسلامي اصولو او نړیوالو بشري حقونو ښکاره نقض دی.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او ویاند یې، ذبیحالله مجاهد، هم په دې تړاو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو د طالبانو حکومت پخوا دا ډول ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې د دوی ټول ځواکونه د طالبانو د مشر د عمومي عفوې حکم ته ژمن دي.
یو شمېر افغان پخواني پوځیان چې دا مهال په ایران کې دي او د ایستلو له ګواښ سره مخ دي، وایي چې دا څلور کسان هم تازه له ایران څخه بېرته ستانه شوي وو او ادعا کوي چې په جوزجان ولایت کې وژل شوي دي.
د دوی له ډلې یوه کس، د موضوع د حساسیت له امله د نوم ویلو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته ووویل: " له ایران څخه یې جوزجان ته ډیر وخت نه کېدو، ؛ تقریباً لس یا پنځلس ورځې به تېرې وې چې له پولې خپل کلي ته تللي وو، خو بالاخره د کلي او جومات په لاره کې یې پرې ډزې وکړې یا یې په لاره کې وویشتل."
دا پخواني افغان پوځیان ، اندېښنه لري که دوی هم له ایران وایستل شي، ورته برخلیک سره به مخ شي.
په ایران کې یوه بل پخواني افغان پوځي، چې ده هم د ورته ستونزې له امله ونه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل: "هر ساعت او هره شېبه د کمپونو حالت ګورو، د افغانستان پولې ګورو؛ اندېښمن یو چې خدای مه کړه که موږ د افغانستان پولو ته واستول شو، داډه نه یو چې د اسلامقلعه یا نیمروز له پولې روغ رمټ خپلو ولایتونو او کورونو ته ورسیږو، ان په دې هم ډاډه نه یو چې خپلو ولایتونو او خپلو خپلوانو ته به ژوندي ورسېږو."
د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ورسته چې طالبان بیاځلي افغانستان کې واک ته ورسېدل، ډېری افغان پخواني پوځیان، د طالبانو د مشر د عمومي عفوې له اعلان سره سره، له هېواده وتښتېدل او ایران، پاکستان او نورو هېوادونو ته کډوال شول.
د شمیرو له مخې، د جمهوري نظام له سقوط مخکې شاوخوا درې لکه او ۵۰ زره کسان د افغانستان په وسلهوالو ځواکونو کې شامل وو.
د یادونې ده چې مخکې تر دې، د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو بېلابېلو نړیوالو سازمانونو، د پخوانیو افغان پوځيانو د نیولو، ربړونې، وژلو او تري تم کولو راپورونه خپاره کړي دي.