په جرمني او یوشمیر نورو اروپایي هیوادونو کې به افغانان د اختر په ورځو شپو کې د سندرغاړې ښاپيرۍ نغمې سندرې په کنسرتونو کې برخه واخلي.
نغمه چې د یو لړ اختریزو کنسرتونو لپاره دا مهال په جرمني کې ده. دې ازادي راډیو ته وویل:
" په اختر کې مې کنسرټونه دي، په هامبورګ کې، فراکفورت کې،هالند کې، لندن کې، تقریباً پنځه، شپږ کنسرتونه مې دي د اختر په مناسبت، اروپا ته راغلی یم، نو زه تاسې ته، خپلو مینوالو ته خپل سلامونه او احترامات وړاندې کوم، او د لوی اختر مبارکي درته وایمه."
خو نغمې ونه ویل چې په کومه نېټه په کومو سیمو کې کنسرتونه لري. بل افغان سندرغاړی فردین فریاد بیا په سویس کې اختریز کنسرت لري.
نوموړي ازادي راډیو ته په رالېږلي اختریز پیغام کې خپلو مینوالو نه غوښتي چې په دې کنسرت کې ګډون وکړي:
" سویس هیواد کې درنو مینوالو سلام، ډیر ښه خبر درته لرم، د جون په ۱۴ نېټه درته اختریز کنسرت لرم، اولتن ښار ته راشئ، هیله لرم چې ټول له نېږدې وګورم. "
د یادونې ده چې دا اختریز هنري پرګروامونه داسې مهال دي چې طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلي واکمنېدو ورسته په موسیقۍ بندیز لګولی، د موسیقي د الو غږول، سندرې بلل او اورېدل منع دي، له همدې امله هم ډیری افغان هنرمندان له هیواده وتللي دي.
سندرغاړی بریالی ولي چې دا مهال په پاکستان کې اوسېږي وايي، کوم اختریز پروګرام نه لري، خو خپلو مینه والو ته اختر مبارکي وايي:
" سلامونه او نیکې هیلې، د ازادي راډیو ټولو ګرانو اورېدونکو ته اختر مبارکي وایم، لوی اختر دې ټولو ته مبارک شي، اوس په مسافرۍ کې ژوند کوو، مخکې به مو د افغانستان له هر تلویزیون نه تاسې ته اختر مبارکي درکوله، خو اوس دې د ازادي راډیو کور ودان وي، چې مونږ ته یې دا زمینه برابره کړه چې ستاسې کورنیو ته بیا د اختر مبارکي ووایو. "
سندرغاړی مهدي فروخ هم کوم اختریز کنسرت نه لري، خو اختریز پیغام او ډالۍ یې ازادي راډیو ته رالېږلي دی:
" درنو هیوادوالو سلام، اختر تاسې ټولو نازولو ته د زړه له کومې مبارک وایم، او د خوشبختۍ، روغتیا او سر لوړۍ هیله درته لرم، ژوندی دې وي افغانستان، ژوندي دې وي د افغانستان ټول قومونه. "