د طالبانو حکومت په افغانستان کې د تندلارو ډلو د شتون او د منخۍ اسیا هیوادونو ته یې د ګواښ په اړه د روسیې د دفاع وزیر څرګندونې رد کړي دي.
د روسیې دفاع وزیر اندری بلوسوف، په بیشکک کې د ډله ییز امنیتي تړون سازمان (CSTO) د دفاع وزیرانو په غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې د متعددو افراطي رادیکال ډلو فعالیتونه لا هم د منځنۍ اسیا لپاره تر ټولو لوی ګواښ ګڼل کېږي.
د روسیې تاس خبري اژانس چهارشنبه، د مې ۲۸ مه، په یوه راپور کې د نوموړي له قوله زیاته کړې چې په افغانستان کې له ۱۵ زرو څخه ډېر جنګیالي له ۲۰ څخه زیاتو تتندلارو ډلو کې فعال دي، او دا احتمال مخ په زیاتېدو دی چې دوی پوله شریکو او له هغې هاخوا هیوادونو ته نفوذ وکړي.
حمدالله فطرت، د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند، د چهارشنبې، ۲۸ مې، په خپله ایکس شبکه د روسیې د دفاع وزیر دا څرګندونې بې بنسټه ګنلي لیکلی، چې په دې هېواد کې هیڅ کومه خپل سرې ډله نشته او افغانستان هیچاته خطر نه دی.
د سیاسي او امنیتي چارو یو شمېر شنونکي باور لري، سره له دې چې روسیه او د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه له طالبانو سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري، خو د دغو هېوادونو اندېښنې، په ځانګړي ډول د داعش ډلې او د مخدره موادو قاچاق په اړه، لا هم پر ځای دي.
له دې ډلې اسحاق اتمر ازادي راډیو ته وویل، طالبانو سره د روسیې نږدېوالی پر دوی د بشپړ باور په مانا نه دی، بلکې په خبره یې د سیمې د امنیتي ګواښونه د مهارولو لپاره هڅه ده.
ښاغلی اتمر وايي، له افغانستان سره پوله شریک هېوادونه اړ دي چې له طالبانو سره اړیکې ولري، څو د افراطي ډلو پر خوځښتونو مؤثره څارنه او له احتمالي خطرونو مخنیوی وکړي:
"البته له دې ډلې تر ټولو مهمه یې داعش ډله ده، چې دا مهال دا وړتیا لري چې هېوادونه وګواښي؛ ځکه چې په تېره کې یې دا کار کړی دی. د منځنۍ اسیا او د افغانستان شاوخوا هېوادونه دا خطر احساسوي، چې دوی باید د افغانستان له قضایاوو بېخبره پاتې نه شي او له طالبانو سره نږدې پاتې شي، څو د دغو تندلارو ډلو پر حرکتونو څارنه ولري."
که څه هم د داعش ډلې خراسان څانګې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته د وژونکو بریدونو مسؤلیت منلی؛ خو د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې دا ډله په دې هېواد کې ځپل شوی او د لهمنځه تلو په حال کې دی.
یو شمېر امنیتي شنونکي هم په افغانستان کې د تندرلارو ډلو د شتون او فعالیت په اړه د روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو امنیتي اندېښنې بېځایه نه بولي، او وايي چې دغو هېوادونو په وروستیو کلونو کې په دې اړه شواهد هم ترلاسه کړي دي.
د نړیوال تروریزم پر ضد د مبارزې د برخې شنونکي عارف سحر، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
" د سیمې او له سیمې بهر هېوادونو اندېښنه په دې اړه بیخي پر ځای ده، افغانستان کې د دې ترهګرو شبکو او ځواکونو حضور یو ریښتینی او واقعي حقیقت دی، او دا کولای شي د سیمې او له سیمې بهر هېوادونو ته جدي ګواښونه راولاړ کړي."
دا څرګندونې داسې مهال دي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تازه ویلي چې په روسیه کې د دوی د سفارت سرپرست جمال ناصر غرور،، د مسکو په دیارلسمه نړیواله امنیتي غونډه کې ګډون او وینا کړې ده.
طلوع نیوز خصوصي رسنۍ د چهارشنبې په ورځ د مې په ۲۸ مه، په خپله ایکس پاڼه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو د رئیس، حافظ ضیا احمد، له قوله لیکلي چې دا وینا د وروستیو امنیتي تحولاتو، په افغانستان کې د لاسته راوړنو او د سیمې او نړۍ پر وضعیت د دغو تحولاتو د اغېزوپه اړه وه.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو د نېږدې څلور کلونو په تېرېدو سره، لا هم هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ سره له دې چې یو شمېر هېوادونو، په ځانګړي ډول روسیې او د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونو، د دوی استازي په خپلو هېوادونو کې منلي دي.