د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۵

د امریکا د کورني امنیت وزارت په جرمونو کې د ښکېلو ۶ افغانانو نومونه په ډاګه کړل


د امریکا پولیس، ارشیف
د امریکا پولیس، ارشیف

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، د محمد داوود الکوزي په نوم هغه افغان تبع یې نیولی چې د ټولنیزو رسنیو له لارې یې په ټیکزاس ایالت کې د حملې ګواښ کړی و. دغه وزارت نن یکشنبه د دې خبر ترڅنګ په هغه هیواد کې په بېلابیلو جرمونو کې د ښکېلو ۶ نورو افغان اتباعوو نوملړ هم خپور کړی دی.

د امریکا کورني امنیت وزارت له رحمان الله لکڼوال ورسته د محمد داود الکوزي په نوم د یو افغان تبع د نیولو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت نن یکشنبه د نومبر ۳۰ مه په خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي، دې افغان تبع په ټیک ټاک ټولنیزې رسنۍ کې په یوه ویډیو کې ګواښ کړی چې د یوه بم په جوړولو سره د تکزاس ، فورت ورث سیمه کې یوه ودانۍ الوزوي.

دغه وزارت ویلي محمد داود الکوزی د تیرې اونۍ دسه شنبې په ورځ او یوه ورځ مخکې له دې چې یو بل افغان رحمان الله لکڼوال پلازمینه واشنګټن ډي سي کې د ملی ګارد په دو غړو ډزې وکړي د اف بی ای پولیسو لخوا نیول شوی دی.

د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د رحمان الله لکڼوال په نوم یو افغان تبعه په واشنګټن کې سپینې ماڼۍ ته څېرمه د دې هیواد د ملي ګارډ په سرتیرو حمله وکړه چې دوه سرتیري په کې ټپیان او ورسته ښځینه هغې د سختو ټپیونو له امله ساه ورکړه.

د امریکا کورني امنیت وزارت دغه شان په هغه هیواد کې په بېلابیلو جرمنونو کې د ښکېلو ۶ نورو افغان اتباعوو نوملړ هم خپور کړی دی.

خپور شوي نوملړ کې د جمال ولي په نوم د بل افغان نوم راغلي چې د بیان پربنسټ د ویرجینیا په فیرفکس کې د ټرافیک له لوري تر درول کېدو او لفظي شخړې وروسته یې پر ځایي پولیسو ډزې وکړې او دوه یې ټپيان کړل او په‌خپله یې هم په ځوابي ډزو کې ووژل شو.

دغه شان په دې نوملړ کې د دوه نورو افغانانو ناصر احمد توحیدي او عبدالله حاجي زاده چې غوښتل یې د ۲۰۲۴ کال د امریکا د ټاکنو په ورځ په اوکلاهوما ښار کې ترهګریز برید وکړي خو تر هغې مخکې ونیول شول نومونه هم راغلي دي.

د امریکا د کورنۍ امنیت وزارت ویلي چې یادو کسانو د داعش ډلې سره تړاو درلود.

په دې لست کې د محمد خاروین په نوم یو بل افغان هم شامل دی چې د امریکا د کورني امنیت وزارت په وینا د ترهګرۍ د څار په لسټ کې وو او په ۲۰۲۴ کال کې د بایډن د حکومت پرمهال تر نیول کېدو وروسته ازاد شو خو د ټرمپ د حکومت پر مهال بیا ځل ونیول شول.

د دې ترڅنګ د جاوید احمدي په نوم د یو بل افغان نوم هم په دې نوملړ کې شامل دی چې د وزارت د بیان له مخې ناقانونه کډوال وو او په ۲۰۲۵ کال کې په دوهمې درجې برید محکوم شوی دی.

د بهرالله نوري او ذبیح الله محمد په نوم د دوه نورو افغانانو نومونه هم په دې نوملړ کې راغلي چې د جنسي تیریو په جرم زنداني شوي دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي چې دا یوازې یو څو مجرمین افغانان دي چې د بایډن د ادارې له لوري بشپړ ارزول شوي وو خو وزارت خبرداری ورکړی چې دوی به یې بیرته واستوي.

دغه وزارت دا هم ویلي چې لسګونه زره افغانان چې له ارزونې پرته راننوتل، او ورسته له هغې چې په ټکو یې د بایډن ادارې زمونږ ټولنې له مجرمینو، ترهګرو او نورو ګواښونو ډکې کړي، د امریکا خلکو ته یې زیان رسولی او دوی یې وېرولي دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، دا یوازې یو شمیر مجرمین دي، چې د امریکا بخښنې او سخاوت ته یې به تاوتریخوالي ځواب ورکړلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د یوه افغان پناه غوښتونکي رحمان‌الله لکڼوال له لوري د امریکا ملي ګارډ پر سرتېرو له برید وروسته په امریکا کې پر مېشتو افغان کډوالو د سختو محدودیتونو ګواښ کړی او د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت اد افغانستان پاسپورت لرونکو ته د ویزې ورکړې بهیر هم وځنډاوه.

پرون د نومبر ۲۹ مه دغه وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې دا قدم د امریکا د ملي امنیت او عامه خوندیتوب د ساتنې لپاره شوی دی.

دغه شان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي برخې په رسمي ویب پاڼه په یو بیان کې راغلي چې د روانې نومبر له ۲۷ مې وروسته د افغان ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV)په ګډون ټولو افغان پاسپورت لرونکو ته تر بلې خبرتیا پورې د ویزو صادرول ځنډول شوي دي.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلی وو چې د "درېیمې نړۍ له ټولو هېوادونو" به متحدو ایالتونو ته کډوالي "دایمي بنده کړي."

د نومبر په ۲۸ مه د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې( USCIS) وویل هغو کسانو ته به ورکړل شوي ګرین کارتونه بیا وڅېړي چې له ۱۹ هېوادونو امریکا ته کډوال شوي دي.

XS
SM
MD
LG