له دې مخکې د اوکراین ولسمشر او اروپايي متحدانو یې د دېرش ورځني اوربند غوښتنه کوله.
ټرمپ پر ټروت ټولنیزې شبکې ولیکل چې پوتین نه غواړي له اوکراین سره اوربند وکړي خو پرځای یې د جګړې د پای ته رسولو لپاره مستقیمې خبرې غواړي.
ښاغلی ټرمپ وايي چې اوکراین باید سمدستي دا وړاندیز ومني څو د دې امکان برابر شي چې دوی وګوري چې د اوربند موافقه ممکنه ده که نه او که نه وي نو لږترلږه د اروپا او امریکا مشران به د وضعیت په اړه یو واضح تصور ولري څو د هغه پربنسټ اقدام وکړي.
زیلینسکي وايي ترکیې ته به ځي او له خپل روس سیال ولادیمیر پوتین سره به ګوري.
د ټرمپ د طرحې په غبرګون کې زیلینسکي یوځل بیا د بشپړ او دوامداره اوربند پر غوښتنه ټینګار وکړ خو په عین حال کې یې وویل چې د مې په پنځلسمه نېټه به شخصا له پوتین سره د خبرو لپاره په ترکیه کې حاضر وي.
څو ساعته وروسته له دې چې د اوکراین په چارو کې د ټرمپ ځانګړي استازي کییت کیلوګ د اوربند لپاره د کییف د طرحې ملاتړ وکړ ټرمپ غوښتنه وکړه چې اوکراین دې د اوربند له شرط څخه تېر شي او مستقیمې خبرې دې پیل کړي.
پوتین د مې په یوولسمه په یوه خبري غونډه کې چې نیمه شپه یې رابللې وه، د دېرش ورځني اوربند په اړه د اروپايي مشرانو غوښتنې ته له پام پرته له اوکراین سره د بې قید و شرطه خبرو وړاندیز وکړ چې ښايي د راروانې پنجشنبې په ورځ په استانبول کې پیل شي.
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان دفتر ویلي دي چې ښاغلي اردوغان پرون له پوتین سره د ټلفوني خبرو پرمهال وویل چې انقره د اوکراین او روسیې ترمنځ د اوربند او دایمي سولې په اړه د خبرو کوربه توب ته چمتو ده.
ټرمپ غواړي زیلینسکي سمدستي له پوتین سره د سولې مستقیمو خبرو ته کېني.
اردوغان د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره په جلا ټلفوني خبرو کې ویلي دي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هڅو تاریخي شېبه رارسېدلې ده.
د فرانسې، جرمني، برتانیا او پولنډ مشرانو د شنبې په ورځ له خپلې غونډې وروسته وړاندیز وکړ چې د مې له ۱۲مې نېټې څخه دې اوربند نافذ شي.
دې اروپايي مشرانو مسکو ته خبرداری ورکړ چې که د اوربند وړاندیز رد کړي نو له نویو پراخو بندیزونو سره به مخامخ شي.
د روسیې د بهرنیوچارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د کریملین له پلوي رسنیو سره په خبرو کې د اوربند لپاره د کییف غوښتنه رد کړه او ویې ویل، پوتین په خپله وینا کې دا خبره روښانه کړې ده چې لومړی باید د ستونزو د عواملو په اړه خبرې وشي او وروسته د اوربند په اړه بحث کېدای شي.