د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۹

امریکا ته د تګ په تمه افغانانو د امریکا د سترې محکمې د حکم هرکلی کړی چې وايي فدرال حکومت دې د افغانانو کیسونه وڅېړي


د امریکا سترې محکمې تازه حکم کړی چې د امریکا دولت له روانې میلادي میاشتې د افغان پناه غوښتونکو د کیسونو ارزونه په رسمي ډول بېرته پیل کړي.

د زرګونو افغان پناه غوښتونکو د کیسونو د بیا ارزونې په تړاو د امریکا د سترې محکمې حکم، هغه هیواد ته د تګ په تمه ناهیلي افغانان بیا هیله من کړي دي.

یوشمېر دوی چې د پاکستان په ګډون په بیلابیلو کې ژوند کوي، ټینګار کوي چې دا حکم باید له ځنډ او له کومو نویو شرایطو پرته پلي شي.

د دوی له ډلې په پاکستان کې میشتې ناهید سادات ازادی ته وویل:

"زموږ غوښتنه د امریکا له حکومت دا ده چې د محکمې دا پرېکړه ومني، او شرطونه باید کې نه دي چې یوازې یو محدود شمېر خلک ومنل شي، او داسې هم ونه شي چې هغه کسان کوم چې کیسونه یې لا نیمګړې دي، د هغوی کار و نه شي. ځکه داسې خلک شته چې تر اوسه یې یوازې یوه مرکه یې کړې ده، ځینو دوه مرکې کړي، او ځینې نور بیا د امنیتي چک په پړاو کې دي."

امریکا ته د تګ په تمه په پاکستان کې میشت یو بل افغان چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخستل شي، ازادی ته وویل:

"موږ یې هرکلی کوو. خدای مهربان دی، ان‌شاءالله چې یوه سمه پایله به ورکړي، او خلک به له دې ستونزو او دربدرۍ خلاص شي. بېرته خپل وطن ته تلل هم ستونزمن دي، د ډېرو خلکو ژوند له خطر سره مخ دی، ستونزې ډېرې دي."

د امریکا د سترې محکمې په حکم کې راغلي د هغو پناه غوښتونکو لپاره د سفر اسانتیاوې دې ژر پیل شي چې طبي او امنیتي اسناد یې لاهم اعتبار لري. همدارنګه د امریکا دولت مکلف ګرځول شوی چې د هغو کسانو لپاره چې اسناد یې ختم شوي، ژر د اسنادو د تمدید پروګرام وړاندې کړي.

دا حکم د «د ټرمپ په وړاندې پاکیتو» (Pacito v. Trump) قضیې د څېړلو په پایله کې صادر شوی دی.

یاده قضیه د یو شمیر افغان پناه غوښتونکو او د بشري حقونو ملاتړو سازمانونو له لورې د امریکا د دولت په وړاندې د پناه غوښتونکو د منلو بهیر له ځنډېدو ورسته ثبت شوې وه.

د «افغان ایوک» (Afghan Evac) سازمان مشر شان وندایور په خپله ایکس پاڼه دا فیصله د امریکا د افغان متحدینو لپاره یوه لویه بریا ګڼلې، او ویلي یې دي چې که دا حکم د ټرمپ ادارې له خوا پلی شي، نو یو مهم ګام به وي.

هغه روښانه کړې چې د محکمې د دې حکم له مخې به هغه کسان تر پوښښ لاندې راځي، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۵ پورېیې د پناه غوښتنې حالت تایید شوی وي، د سفر لپاره رسمي تایدي «تراول کلیرنس» ولري، او د دوی د سفر ترتیبات د کډوالو د نړیوال سازمان (IOM) له لارې یا خپلواک تنظیم شوي وي.

دا حکم په داسې حال کې صادر شوی چې زرګونه افغان پناه غوښتونکي، چې ویل کېږي د امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ یا د بشري فعالیتونو له امله افغانستان کې له ګواښ سره مخ وو، لا هم په دریمو هېوادونو لکه پاکستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو او نورو کې د وروستۍ په پرېکړې په تمه دي.

د امریکا حکومت تر اوسه د سترې محکمې د دې حکم په اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی. تر دې مخکې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په ۲۰مه نېټه، د پناه غوښتونکو د بیا مېشتېدو پروګرام وځنډاوه، چې له امله یې زرګونه افغانان د ناڅرګند برخلیک سره مخ شول.

سپینې ماڼۍ ویلي، واشنګټن غواړي د ارزونې دا بهیر له سره وڅېړي او د شفافیت په اړه یې ډاډ ترلاسه کړي.


XS
SM
MD
LG