د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۹

د هند او پاکستان پوځي وړتیاوې


هند ۱۴۰۰ میلیونه او پاکستان شاوخوا شپږ نیم لکه ځواکونه لري. دواړه هیوادونه، چې تراوسه پورې یې په خپل منځ کې څو جګړې کړي، له کلونو راهیسي وسله واله سیالي کوي.

بشري ځواک او پوځي جوړښت

د هند پوځ تر یو میلیون او ۴۰۰ زره زیات فعاله سرتېري لري، چې له دې نظره د نړۍ تر ټولو لوی پوځ ګڼل کېږي. دغه هېواد یو منسجم جوړښت لري چې پکې ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونه شامل دي او پراخ تجهیزات لري. هند همداراز ډېر ذخیره ځواکونه او مجهز سرحدي ځواکونه لري.

پاکستان شاوخوا ۶۵۰ زره فعاله پوځیان لري، چې پکې پوځ، هوايي ځواک، سمندري ځواک او یو شمېر ملېشه ځواکونه شامل دي. د پاکستان پوځ د هېواد په سیاست او کورني امنیت کې مهم رول لري.

ځمکنی ځواک

د هند ځمکنی پوځ زرګونه ټانکونه لري، چې پکې د T-90 او Arjun لړۍ شامله ده، همداراز زغرګاډي، درنه توپخانه، تاکتیکي بالستیک توغندي او بېلابېل زغرې ضد سیستمونه.

د پاکستان ځمکنی پوځ د اصلي جګړې ټانکونه لري لکه الخالد (د پاکستان او چین ګډ تولید) او د اوکراین جوړ T-80 ټانکونه. دغه ځواک همداراز خوځنده توپچي، څوګوني راکټ‌ویشتونکي او لنډ واټنه بالستیک توغندي لري.

هوايي ځواک

د هند هوايي ځواک تر ۱۷۰۰ زیاتې الوتکې لري، چې پکې رافال، میراژ ۲۰۰۰، سوخو، او د هند جوړې تجاس جنګي الوتکې شاملې دي. هند همداراز د مخکینۍ خبرتیا الوتکې، سون‌رسوونکي او پرمختللي بې‌پیلوټه الوتکې لري.

د پاکستان هوايي ځواک شاوخوا ۹۰۰ الوتکې لري، چې پکې د امریکا F-16 جنګي الوتکې، د چین او پاکستان ګډې JF-17 Thunder، او میراژ الوتکې شاملې دي. دغه ځواک د چټک غبرګون او عملیاتو پر چټکتیا تمرکز لري.

سمندري ځواک

د هند سمندري ځواک یو پرمختللی او پراخ ځواک دی، چې پکې د INS Vikramaditya الوتکې‌لېږدونکې بېړۍ، ویجاړوونکې بېړۍ، ډیزلي او اتومي اوبتلونه، او راکټ ویشتونکې بېړۍ شاملې دي. دا ځواک د هند سمندر په اوږدو کې د اوږده واټن عملیاتو وړتیا لري.

د پاکستان سمندري ځواک کوچنی خو مجهز دی، چې پکې د آګوستا کلاس ډیزلي اوبتلونه، راکټ ویشتونکي، او چټکې توغندي ویشتونکې کښتۍ شاملې دي. د دې ځواک تمرکز د ساحلي دفاع او د عربي سمندرګي کنټرول دی.

ټکنالوژي او کورنی تولید

هند په خپل بومي نظامي تولید کې پراخې پانګونې ته دوام ورکوي او دولتي شرکتونه یې لکه DRDO او HAL د وسلو، توغندیو او برېښنایي جنګي سیستمونو په پراختیا کې فعال دي.

پاکستان د چین او، په ځینو برخو کې، د ترکیې په همکارۍ د دفاعي صنعت د پراخولو هڅه کوي، چې پکې د ټانکونو، الوتکو، بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو تولید شامل دی.

پوځي شنونکي باور لري چې هند د ځواکونو د شمېر، پرمختلليو تجهیزاتو، دفاعي بودیجې، او څو اړخیزو پوځي وړتیاوو له اړخه پر پاکستان څرګند برلاسی لري.

خو پاکستان هڅه کړې چې له چټکو عملیاتو، ناببره تاکتیکونو او د چین له نژدې همکارۍ څخه په ګټه اخیستو نسبي توازن وساتي.

سره له دې، د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول تاوتریخوالی لوړ خطر لري، ځکه حتا محدودې شخړې کېدای شي ژر پراخې شي.

دا ټول بحث له دې واقعیت څخه جلا دی چې هند او پاکستان دواړه د اتومي وسلو لرونکي ګاونډیان دي.

XS
SM
MD
LG