د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۲

خبرونه

د پاکستان هوايي ډګرونه بېرته پرانیستل شول

د هند له توغندويي بریدونو وروسته پاکستان ته ګډې وډې شوې الوتنې نن بیرته پیل شوې ۔

له برید وروسته د اسلام اباد، لاهور او کراچۍ له هوايي ډګرونو الوتنې درول شوې وې خو د مې په اوومه بيا پیل شوې ۔

د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلام اباد، لاهور او کراچۍ هوايي ډګرونه د اولوتکو تک راتګ ته چمتو شوي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د عملیاتي محدودیتونو په لړ کې هوایي حریم د ۴۸ ساعتونو لپاره ځنډول شوی و خو اوس په بشپړ ډول بېرته فعال شوی دی ۔

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د وضعیت په کتو مسافر باید له خپلو اړوندو هوایي شرکتونو سره په تماس کې پاتې شي ځکه چې د الوتنې مهالویش او لارو په اړه وروستۍ پریکړه له هوایی شرکتونو سره ده ۔

بل خوا د پنجاب او اسلام آباد په روغتونونو کې بیړنی حالت نافذ شوی دی او د ټولو روغتونونو د کارکوونکو رخصتۍ لغوه شوې دي ۔

ډاکټرانو، نرسانو او نورو صحي پرسونل ته لارښوونه شوې چې په روغتونونو کې پاتې شي ۔

د پنجاب په ټولو ولسوالیو او ایالتي ادارو کې هم بیړنی حالت نافذ شوی دی. په پنجاب کې د تعلیمي ادارو د تړلو پریکړه هم شوې ده او نن ټولې دولتي او شخصي تعليمي ادارې بندې دي.


د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د طالبانو حکومت: ترکمنستان له افغانستان سره د رېل پټلۍ، سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې پلانونه اعلان کړي دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د چهارشنبې په ورځ (د مې په ۷مه) د ترکمنستان د وزیرانو د کابینې مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید میریدوف سره د ټاپي پایپ لاین پروژې د پرمختګ په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر ضیا احمد تکل په یوه بیان کې ویلي چې دا غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې وشوه. د بیان له مخې میردوف په نژدې راتلونکي کې د ریل پټلۍ، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د عملي همکارۍ د پراخولو پلانونه اعلان کړل. خو په بیان کې د دغو پلانونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

ټاپي د ګازو د نللیکې سیمه‌ییزه پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.

د دې پروژې د کار د پیل تړون په ۲۰۱۶ م کال کې د ترکمنستان، د افغانستان د تېر جمهوري نظام، پاکستان او هند هېوادونو ترمنځ د ترکمنستان په عشق اباد کې لاسلیک شو.

والټ ډیزني شرکت په ابوظبي کې تیم پارک جوړوي

عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د والټ ډیزني شرکت ویلي چې غواړي د متحده عربي اماراتو په پلازمینه ابوظبي کې د سیمه ایزې پراختیا میرال ګروپ سره په ګډه د ډیزني پارک جوړ کړي.

دا موافقه د ډیزني د تیم پارک جوړولو لومړۍ لویه پروژه ده چې په نژدې یوه لسیزه او په منځني ختیځ کې لومړۍ ده.

دا تفریحي کمپلیکس به، چې په ساحل کې موقعیت لري، په یاس ټاپو کې جوړ شي. د سیلانیانو لپاره یو مشهور ځای چې د ډیری کورنیو جاذبو کوربه دی، یاس واټر پارک نومیږي.

د ابوظبي ښار شاوخوا ۲.۵ میلیونه نفوس لري، خو د میرال په وینا، یاس ټاپو په ۲۰۲۳ کال کې له ۳۴ میلیونه څخه ډیر لیدونکي ثبت کړي، چې د تیر کال په پرتله ۳۸٪ زیاتوالی ښيي.

د پاکستان ستره محکمه: په نظامي محکمو کې د ملکیانو محاکمه قانوني ده

د پاکستان د سترې محکمې ودانۍ- عکس ارشیف
د پاکستان د سترې محکمې ودانۍ- عکس ارشیف

د پاکستان سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ په یوه نوي حکم کې پریکړه وکړه چې په پوځي محکمو کې د ملکي وګړو محاکمه کول قانوني ده، او خپله هغه پرېکړه یې لغوه کړه چې دا کار يې د اساسي قانون پر خلاف بللی و.

دا پریکړه د پخوانۍ پریکړې پر وړاندې د پاکستان د دفاع وزارت تر اعتراض وروسته صادره شوه.

په ۲۰۲۳ کال کې د پخواني صدراعظم عمران خان تر نیول کېدو وروسته د هغه په ملاتړ د رامنځته شوې ناکرارۍ په جریان کې، تر ۱۰۰ زیات ملکي وګړي په پوځي محکمو کې محاکمه شول. له دغو کسانو ځینې یې تر لسو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.

د حکومت په وینا، د هغو لاریونونو په جریان کې د پاکستان په څلورو ولایتونو کې پر ۳۹ پوځي تاسیساتو بریدونه شوي دي.

د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویاند په ځواب کې وویل: "مارشل لا د وسله والو ځواکونو ترمنځ د نظم ساتلو لپاره طراحي شوې وه او هیڅکله پر ملکي وګړو د عملي کولو لپاره نه وه."

عمران خان لا هم د فساد په تور په زندان کې دی.

د موافقې له مخې به امریکا او حوثیان یو بل نه په نښه کوي

ایران پر یمن د امریکا د بریدونو د بندیدو هرکلی کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون دا دریځ وروسته له هغه اعلان کړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن به د یمن پر حوثي یاغیانو بمباري پای ته ورسوي.

ټرمپ ویلي دي چې د یمن حوثیانو موافقه کړې ده چې په منځني ختیځ کې مهمو بار وړونکو لاریو ته به د خنډونو مخه نیسي.

د عمان په منځګړیتوب د تړون له مخې به نه امریکا او نه هم حوثیان یو بل په نښه کوي؛ پدې کې په سره سمندر او باب المندب تنګي کې امریکایي بیړۍ شاملې دي.


روهیت شرما له ټیسټ لوبو تقاعد شو

د هند د کرکټ لوبډلې کپتان روهیت شرما د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له ټیسټ کرکټ څخه تقاعد اخلي، خو په ۵۰ اوریزو فارمیټ کې به لوبې ته دوام ورکړي.

روهیت په ۶۷ ټیسټ لوبو کې له ۴۳۰۰ څخه زیاتې منډې جوړې کړې.

روهیت، چې د ویرات کوهلي سره یوځای یې تیر کال په بارباډوس کې د هند د نړیوال جام تر ګټلو وروسته له شل اوریزو نړیوالو لوبو سره مخه ښه وکړه، په دې وروستیو کې یې په دوبۍ کې د یو ورځنیو سیالیو په اتلولي ټرافي کې د لوبډلې مشري وکړه.

ټاکل شوې ده چې هند د له جون میاشتې تر جولای پورې په انګلستان کې پنځه ټیسټ لوبې وکړي او اوس د ټیسټ ټیم لپاره نوي کپتان ته اړتیا لري.

د طالبانو حکومت د هند او پاکستان ترمنځ پر ترینګلتیا اندېښنه وښوده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او هند ترمنځ د ترینګلتیا پر زیاتېدو اندېښنه وښوده ویې ویل چې دا وضعيت د سيمې په ګټه نه بولي.

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې امنيت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه بولي او په دواړو لوریو غږ کوي چې له زغم څخه کار واخلي او ستونزې د ديپلوماسۍ له لارې په خبرو او تفاهم حل کړي.

سره له دې چې پاکستان د طالبانو کلیدي متحد انګېرل کېده، د دغه هیواد او طالبانو اړیکې په ځانګړي ډول وروسته له دې خړپړې شوې چې تېر کال پاکستاني الوتکو د پکتیکا پر برمل ولسوالي بمباري وکړه.

د دې خلاف بیا له هند سره د طالبانو اړیکې نژدې شوې دي. دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د هند او طالبانو اړیکې ډېرې ترینګلې وې.

د هند بریدونو په پاکستان او پاکستان تر واک لاندې کشمېر کې ۲۶ کسان وژلي

اسلام‌اباد وايي، د هند راکټي بریدونو په پاکستان کې لږ تر لږه ۲۶ ولسي وګړي وژلي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند، جنرال احمد شریف، ویلي چې په دې بریدونو کې ۴۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف، دا برید "جګړه‌ییز اقدام" بللی او ویلي یې دي هېواد یې پوره حق لري چې "قوي ځواب" ورکړي.

هند نن چهارشنبه سهار وختي (د ثور ۱۷مه / د مې ۷مه) اعلان وکړ چې د پاکستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې یې ۹ ځایونه په نظامي بریدونو کې په نښه کړي دي.

دواړو اتومي وسلې لرونکو ګاونډیانو ترمنځ کړکېچ هغه مهال زیات شو، چې تېره میاشت په هندي کشمیر کې د وسلوالو په یوه برید کې ۲۶ تنه سیلانیان ووژل شول.

د هند پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې وسله‌والو ځواکونو یې "د سندور عملیات" پیل کړي، او په پاکستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمېر کې یې د ترهګرۍ "زېربناوې" په نښه کړې دي.

د هند د پوځ د اعلامیې له مخې، له همدغو سیمو د هند پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو پلانونه جوړېدل او تنظیمېدل.

په اعلامیه کې همداراز راغلي، د هند اقدامات دقیق، سنجول شوي، او په کې د پاکستان هېڅ نظامي تاسیسات په نښه شوي نه دي.

ایراني رسنۍ : امیرخان متقي راتلونکې اونۍ تهران ته سفر کوي

یو شمېر ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي، به د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر وکړي.

د مهر خبري آژانس د سې شنبې په ورځ (د ثور ۱۶مه) راپور ورکړ چې د طالبانو د پلاوي او ایراني چارواکو ترمنځ به په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او ګډو ګټو په اړه خبرې وشي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه تهران ته د متقي د دې احتمالي سفر په اړه څه نه دي ویلي.

ایران د هغو لږو هېوادونو له ډلې څخه دی چې له د طالبانو له حکومت سره تعامل لري او د دوی د ډیپلوماټانو استازیتوب یې منلی دی.

د سوریې موقت ولسمشر نن د فرانسې له ولسمشر سره ګوري

د سوریې د حکومت یوه چارواکي ویلي، چې د دغه هېواد موقت ولسمشر، احمد الشرع، به نن چهارشنبه (د ثور ۱۷مه) په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره د جګړې وروسته د سوریې د بیا رغونې او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

الشرع، چې د "هیئت تحریر شام" اسلامپالې ډلې مشر دی، تېر کال د قوس په میاشت کې د بشارالاسد د رژیم تر نسکورېدو وروسته واک ته ورسېد. دا یې د موقت ولسمشر په توګه لومړنی اروپايي سفر دی.

نوموړی تر دې مخکې سعودي عربستان او ترکیې ته هم سفرونه کړي وو.

د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د سوریې د اطلاعاتو وزارت یوه چارواکي ویلي چې احمد الشرع او امانویل مکرون به د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه بحث وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG