د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۹

د هند او پاکستان په اړیکو کې ترینګلتیا، د واګې بندر تړل شوی خو اقتصادي زیان يې افغانستان ته څومره دی؟


د هند او پاکستان ترمنځ د واګي بندر
د هند او پاکستان ترمنځ د واګي بندر

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د پاکستان له خوا د هند د تحریمونو په غبرګون د واګه بندر په تړل کېدو سره به د افغانستان صادارت زیانمن او کموالی په کې شي.

د دغه خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزی ازادي راډیو ته وویل، دا بندر د چهارشنبې په ورځ ناوخته د سوداګرو پر مخ تړل شوی او دا مهال چې کوم مالونه په لاره دي هغه هم له ستونزو سره مخ دي.

هغه ازادي راډیو ته وویل، " د واګې بندر زمونږ د صادارتو په ځانګړي ډول د وچې او تازه میوې د صادرولو لپاره ډیر مهم بندر دی او یوه اساسي او نېږدې وچه لاره ده، چې په ډیر لږ وخت کې زمونږ مالونه هلته رسېږي، متاسفانه چې دا بندر بند شوی او زمونږ مالونه هم هلته ولاړ دي. "

د افغانستان د وچې او لمدې میوې لپاره د واګې بندر یو له مهمو او اسانو لاره وه چې پرون تړل شوې، متاسفانه زموږ مالونه هلته په بندر کې ولاړ دي
خان جان الکوزی

نوموړی وايی دا هند ته د صادراتو لپاره تر ټولو ارزانه لاره هم وه.

ښاغلي الکوزي هم وویل چې له افغانستان په کلني ډول هندوستان ته د واګه بندر له لارې یوازې د شا او خوا ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت وچه میوه صادرېږي خو دا چې په ټوله کې د دې بندر له لارې د سوداګرۍ کچه څومره ده جزیات یې ورنه کړل.

پاکستاني رسنیو له دې ډلې جیو نیوز ویلي، د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د دغه هیواد د ملي امنیت کميټې د پنجشنبې د ورځې په غوڼده کې د هند د اقداماتو په غبرګون د پاکستان د فضا له لارې د هند د ټولو پروازونو د بندولو تر څنګ واګه بندر هم تړلی دی.

د راپور پر بنسټ یادې کميټې ویلي چې د اوبو له تړونه د پاکستان بې برخې کول به یو جنګي اقدام وګنل شي.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې تر خونړي برید وروسته، د هند حکومت د پاکستان په وړاندې یو لړ اقدامات اعلان کړل چې تر ټولو مهم یې د اندوس یا سند د اوبو د تړون ځنډول دي.

د سند یا اندوس د اوبو تړون هغه تاریخي موافقه ده چې په ۱۹۶۰ کال کې د نړیوال بانک په منځګړیتوب د هند او پاکستان تر منځ وشوه او پر بنسټ یې پاکستان ته د اندس د سیندونو د اوبو پر بهیر ټینګار کوي.

د اپریل په ۲۲ مه د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام برید کې چې د لشکر طیبه اړوندې یوې وسله والې ډلې د مقاومت جبهې په نوم کړی لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي او څه باندې ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

د افغانستان د وچې میوې د صادرونکو ټولنې هم د پاکستان له خوا د واګه بندر د تړل کېدو له امله اندېښنه ښودلې ویلي، دا ډول اقدامات سوداګري او ترانزیت زیانمنوي او هیله یې ښودلې چې وضعیت ډیر ژر بېرته عادي شي.

د دغه ټولنې ویاند خالد رحماني رسنیو ته په استولي ویډیو پیغام کې ویلي،

" له بده مرغه د دغه بندر په تړل کېدو سره د افغانستان د وچې میوې ټول صادرونکي چې ویلی شم د وچې میوې ۷۰ سلنه صادرات هندوستان ته دي ډیر درانه زیانونه ویني ځکه هوا هم ګرمه ده."

د واګه بندر د تړل کېدو له امله هلته لسګونه موټر صادارات بند پاتې دي
خالد رحماني

دی که څه هم دقیق شمیر نه ښيي خو وايي د واګه بندر د تړل کېدو له امله هلته د دوی لسګونه موټر صادارات بند پاتې دي.

په هندوستان کې د وچې میوې یو سوداګر جواد بازون هم دې اقدام اندېښمن کړی دی.

" د افغانستان ټول محصولات او تولیدات چې هندوستان ته رالېږدول کېدل که هغه وچه میوه وه، تازه میوه یا غالۍ او ځنی هغه محصولات چې له هندوستان، افغانستانه ته لېږدول کېدل لکه بوره، غنم او نور توکي د دې ټولو محصولاتو لېږد رالېږد له همدغه لارې ترسره کېده، د دې بندر د تړل کېدو تصمیم به د افغانستان او هندوستان په سوداګریزو چارو ډیر منفي تاثیر وکړي او ټول سوداګر په دې اړه ډیر خواشیني دي."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه او افغان سوداګر داسې مهال هند ته د تجارت په برخه کې د واګه بندر په ارزښت او مهموالي ټینګار کوي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت شا او خوا درې میاشتې مخکې په یو بیان کې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګرۍ لپاره د چابهار بندر یادونه هم کړې وه.

بیان کې راغلي وو چې د دغه وزارت سکرتر وکرم مسري د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې موافقه وکړه چې د ایران د چابهار بندر څخه به افغانستان ته د بشري مرستو رسولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو فعالیتونو لپاره کار واخلي.

د یادونې ده چې په تیر جمهوري نظام کې افغانستان هند سره هوايي دهلیز هم درلود چې اوس غیر فعاله دی.

XS
SM
MD
LG