د امریکا په کانګرس کې د" افغانستان د جګړې کمیسیون" په استماعیه غونډه کې چې پرون جمعه د (اپریل۱۱مه) جوړه شوې وه، امریکايي پالیسي جوړونکو، جنرالانو او د تیرجمهوریت یو شمیر پخوانیو افغان چارواکو کډون کړی وو.
په دې ناسته کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د لومړنیو کلونو د حضور په اړه د کډونوالو مهمې پوښتنې ځواب شوې دي.
په افغانستان کې د امریکا په پوځي رهبرۍ کې د همغږۍ او تسلسل نشتوالی په دې هېواد کې د امریکا سیاسي، ډپیلوماټیک، پوځي او اقتصادي ماموریت ناکام کړډیویډ بارنو
د دې کمیسیون مشرې شمیلا چودري ویلي، " د ناستې تمرکز په افغانستان کې د امریکا د جګړې پر لومړنیو کالونو له (۲۰۰۱څخه تر۲۰۰۸) پورې وه".
د شمیلا په ټکو، " په دې کلونو کې پر مهمو مسایلو له هغې ډلې د طالبانو د لومړی دورې د حکومت سقوط، د القاعده له منځه وړل، په افغانستان کې ملت جوړونه، له ترهګرۍ سره مبارزه او ورته نور موضوعات چارواکو او ګډونوالو خبرې اترې وکړې".
په ناسته کې د امریکا پخواني پوځي قوماندان جنرال ډیویډ بارنو په افغانستان کې د امریکا په پوځي رهبرۍ کې د همغږۍ او تسلسل نشتوالی د دې هېواد د ناکامۍ لامل وګڼه.
د بارنو په ټکو، " که څه هم امریکا په افغانستان کې په خپل تیرشل کلن حضور کې ۱۵ لوړپوري پوځي او ۱۲سفیران ګومارلي وو، خو په ټکو يې د امریکا د سیاسي، ډپیلوماټیک، پوځي او اقتصادي هڅو ترمنځ د همغږۍ نشتون دا ماموریت ناکام کړ".
د امریکا پوځ او افغان سیاستوالو د افغانستان پرمختګ یوازې په ودانیزو پروژو کې لیده، په داسې حال کې چې اصلي پرمختګ د بنسټونو په جوړونې او د دغو بنسټونو په تقویت کې وواندرو ناتسیوس
بارنو دا هم وویل چې پاکستان د افغانستان جګړه کې له امریکا سره همکاري کړې ده.
بل پلو، په همدې ناسته کې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې یا (USAID) پخواني مشر اندرو ناتسیوس وویل، " واشنګټن کې ناستو پالیسي جوړونکو دا فکر کاوه چې په افغانستان کې په پراخو لګښتونو سره به وکولی شي ښې او مثبتې پایلې ترسره کړي خو د هغه په ټکو د وخت په تیریدو سره دا معلومه شوه چې دغې پریکړې سمې نه وې او د افغانستان وضعیت يې لا پسې خراب کړ".
هغه وړاندې دغې استماعیه ناستې ته وویل،" د امریکا پوځ او افغان سیاستوالو پرمختګ یوازې په ودانیزو پروژو کې لیده".
د ناتسیوس په ټکو، د افغانستان رښتنی پرمختګ د بنسټونو په جوړونې او تقویت کې وو.
د هغه په خبره، امریکا خپلې ډیرې پیسې په افغانستان کې پر ودانیزو پروژو ولګولې.
دغې استماعیه ناستې چې څلور ساعته دوام وکړ او په افغانستان کې د امریکا د تیر شل حضور پر بیلابیلو اړخونو په کې خبرې وشوې، خو ګډونوالو يې وايي، اړتیا ده پرمهمو مسایلو له هغې ډلې چې ولې امریکا پر افغانستان برید وکړي او په دې مهمه پریکړه کې څوک دخیل وو، لا بحث ته اړتیا شته.