د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۲

په استانبول کې د افغانستان د همغږۍ ډلې ناسته؛ یو شمیر هېوادونو له بې وزله افغانانو سره د مرستو ژمنې کړي دي


انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان د همغږۍ ډلې (اې سي جي) دویمه او وروستۍ ورځ، سرچینې وایي اکثرو ګډونوالو په کې افغانستان سره د بشري مرستو د دوام  ټټر وهلی.

له دې ناستې ځینو سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې په پرونۍ او نننۍ ناسته کې د ګڼو نورو موضوعاتو ترڅنګ، ګډونوالو سازمانونو او د هېوادونو استازو په کې ژمنه کړې چې افغانستان سره به بشري مرستې کوي.

که څه هم دغې سرچینې ونه ویل چې تر اوسه مشخصا له افغانستان سره تر څه اندازې د بشري مرستو ژمنه شوې خو د دې ناستې د تنظیموونکو له ډلې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر وایي چې د دې غونډې اصلي موخه د دې ټولنې په ټکو «د افغانستان ناورین ته» د بودجې راټول دي.

د دې ټولنې په خبره، افغانستان د ۲۰۲۵ کال تر پایه په بېلابېلو برخو کې ۲،۴۲ میلیارد ډالرو بودجې ته اړتیا لري.

افغانستان د ۲۰۲۵ کال تر پایه په بېلابېلو برخو کې ۲،۴۲ میلیارد ډالرو بودجې ته اړتیا لري
اروپايي ټولنه

د دې ټولنې یوې سرچینې د نوم د خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، اوس چې امریکا پر افغانستان خپلې مرستې بندې کړي او د دې هېواد د بشري وضعیت ډېری چارې دغه ټولنې همغږې او مدیریت کوي، په خبره یې هڅه کوي چې د اروپایي هېوادونو تر څنګ د سیمې هېوادونو د افغانستان د بیا رغونې په ځانګړې ته بشري مرستو دوام ته لېواله کړي.

د سرچینې په خبره، دې غونډې که د ترکیې په ګډون د اروپایي ټولنې ګڼو شمېر هېوادونو، کاناډا، اسټرالیا، یو شمېر اسیایي هېوادونو، د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو، د افغانستان او پاکستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې استازې، نړیوال بانک او ګڼو نړیوالو مرستندویه موسسو ګډون کړی وه.

بلخوا د افغانستان د همغږۍ ډلې د غونډې په څنډه کې د حاشیوي ناستو ځینې نور ګډونوال وایي هڅه یې کړې نه یوازې د بشري مرستو بلکې د افغانستان د اقتصادي اړیکو، پراختیا او پانګونې ته هم د ګډونوالو قناعت حاصل کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر یونس مهمند د پنجشنبې په ورځ (د اپرېل پر ۱۰مه) ازادي راډیو ته زیاته کړه.

"د افغانستان د سوداګرۍ خونې لخوا د «اې سي جي» ټولو ګډونوالو غړو چې تېره شپه ماښامانۍ غونډه کې یې ګډون کړی وه، بلنه ورکړل شوه چې که راتلونکې غونډه کې افغانستان کې کوي، موږ چمتو یو، بل پر دې بحث وشو چې نړیواله ټولنه او دا مرستندویه موسسې موږ سره په مستقیمه توګه کار پیل کړي،ظاهرا موږ چې په دې مجلس کې په جلا جلا توګه ګډونوالو سره کتل دوی موږ ته اطمینان راکړ چې افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي او زموږ هیله دا ده چې سیاسي حالات دې هېڅ کله پر بشري وضعیت او مرسته تاثیر ونه کړي".

نړیواله ټولنه او د بشري مرستو رسونکي سازمانونه دې له موږ سره په مستقیمه توګه کار پیل کړي، نړیوالې ټولنې موږ ته اطمینان راکړ چې افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي او زموږ هیله دا ده چې سیاسي حالات دې هېڅ کله پر بشري وضعیت او مرسته تاثیر ونه کړي
یونس مومند

د افغانستان د همغږۍ ډلې (ACG) دوه ورځنۍ غونډه چې د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل پر ۹مه) د ترکیی د حکومت په کوربتوب او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) لخوا جوړه شوې، هدف یې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د مرستندویه هیوادونو، نړیوالو مالي موسسو او د ملګرو ملتونو د ادارو استازي تر منځ همغږي بللې شوې ده.

په ترکیه کې د طالبانو د حکومت د سفارت سرپرست زبیر ودان او دوی د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د دې ناستې په اړه د ازادی راډیو پوښتنې تر اوسه ځواب کړي نه دي، خو د دوی د حکومت ذبیح الله مجاهد په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

وړاندې په کابل کې د ترکيې سفارت، په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، دا ناسته چې افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې لومړیتوبونو او پلانونو په اړه په کې بحث کېږي، د هېوادونو د نوښتونو او پروژو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو له پلوه هم مهمه ده.

مخکې تر دې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د اپریل په ۷مه یوه اعلامیه خپره کړې وه او پکې یې له نړیوالو تمویلونکو غوښتي وه چې د ۲۰۲۵ کال لپاره هم د افغانستان له خلکو سره خپلې حیاتي مرستو ته دوام ورکړي، ځکه د یوناما په خبره، نږدې ۲۳ میلیونه افغانان مرستو اړتیا لري.

یوناما ویلي وه چې د ډلې ناستې په ترڅ کې د ۲۰۲۴ کلنی راپور هم خپور او ټینګار یې کړی وه چې د نړیوالو مرستو اغیزې به روښانه او د راتلونکي همکارۍ لپاره شرایط یې ترتیب کړي.

دا راپور چې ملګرو ملتونو د اپرېل پر څلورمه یې پر خپله وېب پاڼه خپور کړی په کې له افغانستان د بشري مرستو، اقتصادي پراختیا او د وضعیت د بدلون لپاره د تمویلونکو له لوري د مرستو پر اړتیا او اهمیت ټینګار شوی دی.

دې راپور کې راغلي چې د دغه سازمان بېلابېلو ادارو تېرو درې کلونو کې افغانستان کې د بې وزلۍ، بشري ناورین، روغتیایي وضعیت او ګڼو نورو مسایل تر څنګ د ړوحې پروسې له لارې د سولې لپاره هڅې کړي.

د ملګرو ملتونو چارواکو دا خبرداری هم ورکړی چې د نړیوال تمویل کمښت په تیرو څلورو کلونو کې د مهمو لاسته راوړنو د له منځه وړلی شي.

ملګرو ملتونو ویلي، په اساسي زیربناوو لپاره له دوامدارې پانګونې پرته، ډېری افغانان به د غیر قانوني کډوالۍ په ګډون د "منفي مقابلې میکانیزم" ته مخه کړي، چې په ټکو یې، پایله کې یې سیمه نوره هم بې ثباته کېدای شي.

«اې سي جي» د افغانستان اوسنیو اقتصادي شرایطو ته په کتو، د مرستو راټولو او ترتیبولو لپاره له مهمو پلټفارمونو بلل کېږي.

دا غونډه داسې وخت ترسره شوه چې په میلیونونو افغانان د بد بشري ناورین له امله حتا بېړنیو او لومړنیو بشري مرستو ته اړمن، په ځانګړې توګه ښځې او له ۵کلونو کم عمر لکونه ماشومان له خوار ځواکۍ سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG