د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۲

له پاکستانه د ګڼ شمېر کډوالو ستنول د افغانستان د اقتصاد او کار پر بازار څه اغیز کوي؟


افغان کډوال له پاکستانه د کډې بارولو پر مهال، ارشیف
افغان کډوال له پاکستانه د کډې بارولو پر مهال، ارشیف

پاکستان له هغه هېواده د څه باندې درې میلیونه بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده. دې لړۍ کې له تېر شاوخوا یو نیم کال راهیسې کابو ۸ لکه کډوال را ستانه کړای شوي او د پاته څه باندې دوه میلیونه نورو د ایستلو لړۍ روانه ده.

له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه خیبر پښتونخوا او بیا تورخم خواته غځیدلي سړکونه نن سبا یوځل بیا پر هغو لاریو او موټرو ډک دي چې د افغان کډوالو کډې یې بار کړي دي.

افغان کډوال وایي، د پاکستان پولیس لومړی دوی نیسي، کورونه یې پلټي او بیا یې د ډيپورتولو په موخه د پيښور حاجي کمپ یا لنډي کوتل سیمو ته بیایي.

د عبدالصبور په نوم افغان کډوال چې د ډيپورتېدو په حال کې دی، ازادي راډیو ته وویل چې د اخراجېدونکو کډوالو توقیف ځایونو او پنډغالو کې هیڅ ډول اسانتیاوې نشته.

په توقیف خانو او بندي خانو کې ماشومان او نور بندیان له لوږې سره مخامخ دي، زه زجر سره مخامخ دي
یو ډیپورتېدونکی کډوال

" په توقیف خانو او بندي خانو کې ماشومان او نور بندیان له لوږې سره مخامخ دي، زه زجر سره مخامخ دي. زما یو ملګری هم هلته بندي دی، هغه ته مې ټیلفون کړی و، راته یې ویل چې ډوډۍ یې نه ده خوړلې او لوږې سره مخ دی."

د پولیسو له خوا د کډوالو د نیولو او بیا ډيپورت کولو پورې کله نا کله اونۍ وخت تيریږي.

یو بل افغان کډوال ازادي راډیو ته وویل، دوی عمومي سړک کې پولیسو له موټره ښکته کړي او اوس بې برخه لیکه داسې ځای کې پراته دي چې اسانتیاوې نه لري.

" دویمه او که دریمه ورځ ده چې نیولي یې یو. اوس مو نه افغانستان ته لیږي او نه مو دلته پریږدي. تقریبا دلته ( په یوه کمپ کې) سل نفره یا له سلو هم زیات یو. مونږ یې له عمومي سړکه راوستلو. دلته کمپ کې واړه واړه ماشومان دي راسره، نه ډاکټر شته او نه مو د پوښتنې څوک شته."

د کډوالو ستنولو بهیر پخوا پيل، خو اوس ګړندی شوی

پاکستان د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې له هغه هېواده د بې اسناده افغان کډوالو ایستل پيل کړل.

د دغه بهیر له مخې هره ورځ لسګونه کورنۍ پر تورخم، سپین بولدک او نورو لارو افغانستان ته ستنول کېدې چې د شمېرو له مخې شاوخوا ۸ لکه کډوال په کې افغانستان ته راغلل.

دغه هېواد کې پر کډوالو نوي فشارونه تېره مارچ میاشت کې، د روژې له پيل سره همهاله هغه وخت بیا زیات شول چې د پاکستان حکومت کډوالو ته د مارچ ۳۱مه د وتلو ضرب الاجل وټاکه.

په دې ډله کې ان هغو کډوالو ته د وتلو امر وشو چې د( یو.ان.ایچ.سي آر) له خوا د (پي.او.آر) او د پاکستان د حکومت له خوا ورکړل شوي ( اې.سي.سي) کارتونه لري.

له پاکستانه د افغان کډوالو بار شوې کډې
له پاکستانه د افغان کډوالو بار شوې کډې

په پاکستان کې د افغان کډوالو د مرکزي شورا مشر بریالی میاخېل وایي، دغه ضرب الاجل سیاسي بڼه درلوده او په خبره یې هیڅ ډول منطقي او عملي نه بریښېده.

" دې اعلان ډېر درد او تکلیف ورکړی دی، وجه یې هم همدغه ده چې دوی ډير لنډ او کم وخت کډوالو ته ورکړ. شاوخوا یوه میاشت مهلت او دوی اعلان وکړ چې د مارچ ۳۱مې پورې باید کډوال ولاړ شي. نه یو میکانیزم شته، نه کوم ترتیب شته. دلته خلکو ۴۵ کاله ژوند جوړ کړی دی، تجارتونه یې دي. دلته خلکو رشتې او خپلوۍ جوړې کړي. خلکو ملکیتونه اخیستي او ځانونو ته یې سرپناوې جوړې کړې دي. دا هرڅه له پامه وغورځول شول او وویل شول چې خلک به ځي. دا غیر معقوله خبره او هیڅ عملي نه ده. هم وخت کم و او له هغه سره څنګ کې شل-پنځه ویشت ورځې تورخم لاره هم بنده وه."

دا غیر معقوله خبره او هیڅ عملي نه ده. هم وخت کم و او له هغه سره څنګ کې شل-پنځه ویشت ورځې تورخم لاره هم بنده وه."
پاکستان کې د کډوالو مرکزي شورا مشر بریالی میاخیل

پاکستان کې کډوالو ته له ضرب الاجل ورکولو سره هم مهاله سږ کال د فبرورۍ له ۲۱مې د مارچ تر نیمایي د تورخم لاره هم بنده وه او څو ځله پرې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ خونړۍ نښتې هم وشوې.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو څو نورو ادارو د پاکستان له حکومته غوښتي چې په جبري ډول د کډوالو له ستنولو لاس واخلي.

د طالبانو حکومت هم له پاکستانه په دومره لوی شمېر کې د کډوالو ستنول انساني ناورین بللی او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د دغه ناورین په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي.


د کډوالو څپه به د افغانستان د کار پر بازار څه اغیز وکړي؟

افغانستان ته د دوو تر درې میلیونه کډوالو پورې ستنول به افغانستان کې د کار پر بازار څه اغیز وکړي، حال دا چې له وړاندې په افغانستان کې د بې کارۍ کچه لوړه ده.

دا پوښتنه د کابل پوهنتون پخوانی استاد عبدالودود دودیال داسې ځوابوي " د نفوس یوه لویه کتله چې افغانستان ته راځي او په دغه نوي محیط کې ورته چمتوالی هم نشته، دا نه یوازې دا چې پر اقتصاد فشار راوړي، هم له روحي پلوه دا خلک له ستونزو سره مخامخیږي."

د طالبانو حکومت ژمنه کړې چې تر خپلې وسې او امکاناتو پورې له دغو ډيپورت شویو سره مرسته کوي، خو یوشمېر راستنو شویو بیا ویلي چې لاسنیوی یې نه کیږي.

بل لورته تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، څو بې وزله هېوادونو ته ځنډول شوې بشري مرستې بیا پيلوي، خو افغانستان په دې هېوادونو کې شامل نه دی.

دوی وایي، افغانستان سره ځکه بشري مرستې نه کوي چې په وینا یې ګټه یې د طالبانو حکومت ته رسیږي.

په همدغسې یوه وضعیت کې چې په کور دننه هم مالي سرچینې محدودې دي او کډوال هم را روان دي، د امریکا د بشري مرستو بند پاته کېدل، څه اغیز لري.

د کابل پوهنتون د اقتصادي پوهنځي استاد تاج محمد تلاش وایي " اکثریت خلک بې وزله دي، اکثره خلک اوس له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته د مهاجرت په حالت کې دي، ورسره کسر د بودجې او کسر د تجارت لرو. انکشافي پروژې هم ولاړې دي. مالي سرچینې هم محدودې دي. د افغانستان ټولو وګړو ته خدمات نه رسیږي، که امریکا تحریمونه لګوي، د فشار شدت ورسره زیاتیږي او متاثره کیږو."

د ګڼ شمېر کډولو د ستونزو د هواري حل لارې

ستونزې ډېرې، خو ایا د حل کومه عملي لاره هم شته چې پر افغانستان د کډوالو د ورتګ اقتصادي فشار کم کړي؟

پاکستان کې د افغان کډوالو مرکزي شورا وایي، دوی د افغانستان پخوانیو او اوسني حکومت ته حل لارې وړاندې کړي دي.

د دوی یوه حل لاره داده چې راستنیدونکو کډوالو ته دې د افغانستان په دښتو په ځانګړې توګه د جنوبي ولایتونو په ساراو کې ځمکې ورکړل شي، د کرنې او اوبو لګولو امکانات ورته برابر شي.

دوی وایي چې د کډوالو بزګر قشر به د حکومت او موسسو په مرسته په اږدمهال کې د کار څښتنان شي چې ګټه یې دوی او ان ټول هېواد ته رسیږي.

د افغانستان د خواریکښو د ټولنې مشر ډاکټر لیاقت عادل وایي، که افغان کډوال خپلې پانګې له پاکستان او نورو هېوادونو افغانستان ته انتقال کړي، په اوږد مهال کې د کاروبار فرصتونه ورسره زیاتیږي. " په هېواد کې د وزګاره وګړو شتون حس کوو. که د کډوالو هجوم زیاتیږي، زمونږ اقتصادي فشار هم زیاتیږي. زه هیله من یم چې ګاونډیو او نورو هېوادونو کې افغان پانګه وال خپلې پانګې وطن ته راوړي، دلته به د کار روزګار زمینه برابره شي."

ملګري ملتونه وایي چې د افغانستان شاوخوا ۸ میلیونه وګړي دا مهال کډوال دي چې لویه برخه یې پاکستان او ایران او نور یې د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې دي.

په دغې برخه کې هر وخت د انتقاد ګوته ګاونډېو ایران او پاکستان ته نیول کیږي چې له کډوالو سره ناوړه چلند کوي او د کډوالو په وړاندې هیڅ ډول نړیوالو کنوانسیونونو او تعهداتو ته ژمن نه دي.

XS
SM
MD
LG