رویټرز خبري اژانس د امریکا د حکومتي سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د ټرمپ اداره هوډ لري چې لبنان، سوریې، سومالیا، اردن، عراق او اکوادرو ته د بېړنیو خوراکي مرستو پروګرامونه بیا پیل کړي.
د امریکا متحده ایالات د یو شمېر هیوادونو لپاره د بېړینو خوراکي مرستو په ګډون د بهرنیو مرستو ځنډول شوي پروګرامونه بیا پیلوي، خو د افغانستان نوم په کې نشته.
د ټرمپ اداره هوډ لري چې لبنان، سوریې، سومالیا، اردن، عراق او اکوادرو ته د بېړنیو خوراکي مرستو پروګرامونه بیا پیل کړيرویترز خبري اژانس
دا خبر رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله خپور کړی زیاته کړې ده چې د ټرمپ اداره هوډ لري چې لبنان، سوریې، سومالیا، اردن، عراق او اکوادرو ته د بېړنیو خوراکي مرستو پروګرامونه بیا پیل کړي.
له دې سره هم مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې له افغانستان سره یې د بېړنیو خوراکي مرستو یو شمېر پروګرامونه له دې امله چې دغه مرستې د طالبانو په ګټه کارول کیږي ځنډولي دي.
د دې وزارت ویاندې ټمي بروس د اپریل په ۸ مه یوې خبري غونډې ته وویل"د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تر ټولو ډېره برخه مرستې چې ودرول شوې، په یمن او افغانستان کې وې، دا کار د یوه اجرایي فرمان له مخې د هغو اندېښنو پر بنسټ وشو چې دغه مالي مرستې ترهګریزو ډلو، لکه حوثیانو او طالبانو ته ګټه رسوي."
نوموړې وویل چې دا پرېکړه د استخباراتي ارزونو او په بشري فعالیتونو کې د طالبانو د لاس وهنې په اړه د اوږدې مودې اندېښنو وروسته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د اپریل په اتمه رویټرز د امریکايي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې وو چې د ټرمپ ادارې د افغانستان او یمن په ګډون دولسو هیوادونو ته د ۱ عشاریه ۳ ملیارډه ډالرو په ارزښت خپلې ډېرې یا ټولی مرستې بندې کړي دي.
ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې د روان کال په جنورۍ میاشت کې د یو اجراييوي فرمان په ترڅ کې د امریکا ټولې بهرنۍ مرستې ځنډولي چې په افغانستان کې یې د بې وزله وګړو پر ژوند منفي اغیز کړی او دغه شان په دغه هیواد کې د بیلابیلو ژوند ژغورونکو پروژو د ځنډېدو لامل شوي دي.
هغه ویلي، دا مرستې باید وارزول شي او په خبره یې دا د امریکا له ملي ګټو او ارزښتونو سره سمون نه لري.
د افغانستان یو شمېر اوسېدونکې وايي بهرنیو مرستو ته اړتیا لري او دا چې بې کاري ورځ بلې ته پراخېږي.
له سهاره له کوره راوتلی یم، تر اوسه مې یوه روپۍ نه ده ګټلې، وضعیت ډېر خراب دی، خفه دې ته یم چې کور نه لرود ننګرهار اوسیدنکی
د ننګرهار یوه اوسېدونکي شاه زمان چې نږدې ۶۰ کاله عمر لري او د ټولې کورنۍ سرپرستي ور په غاړه ده ازادي راډيو ته وویل"له سهاره له کوره راوتلی یم، تر اوسه مې یوه روپۍ نه ده ګټلې، وضعیت ډېر خراب دی، خفه دې ته یم چې کور نه لرو، په کرایې کور کې اوسیږو او هره میاشت مې مالک سرته ولاړ وي او د کور کرایه غواړي خو موږ د ډوډۍ پیدا کولو ته حیران یو."
د لغمان د مرکز مهترلام یوه اوسېدونکې محمد یوسف ازادي راډيو ته وویل چې د بې کارۍ له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی."کار نشته، بې وزلۍ ورځ تر بلې ډیریږي، خلک بیګاه ته یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران دي، ته چې ووځې دې ښار ته او له هر چا پوښتنه وکړې درته به ووایي چې بیګاه ته یوه مړۍ ډوډۍ نه لرو."
دوی د امریکا په ګډون له مرسته کوونکو هیوادونو غواړي چې افغانان په دې سختو شرایطو کې یوازې پرېنږدي او ژوند ژغورونکې مرستې ورسره وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون سې شنبه د اپریل اتمه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشرې سنډي مکین خبرداری ورکړی چې د هغه میلیونونو انسانانو لپاره د بېړنیو خوراکي مرستو کمول چې له سختې لوږې سره مخ دی "د مرګ سزا" کېدای شي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي چې دا مهال د افغانستان له نیمايي زیات نفوس چې ۲۳ میلیونه کسان کیږي بشري مرستو ته اړتیا لري.