د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) په خپل یو تازه راپور د افغانستان په نامناسبو او غیر پلان شویو سیمو کې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ژوند ستونزې رابرسېره کړي دي.
«یو ان هبیتات» د اپرېل پر ۳مه پر خپله وېب پاڼه خپور کړي څلور مخییز راپور کې اندېښنه ښودلې چې اکثره افغانان په ځانګړي ډول ښځې اونجونې په غیر رسمي، نامناسبو او بې پلانه ښاري سیمو او ځایونو کې مېشت دي چې په ټکو یې، د اقلیمي او طبیعي پېښو لکه سېلابونو، زلزلو او د اوبو له کمښت سره مخ دي.
دغې ادارې ویلي چې په یادو سیمو کې ډېری خلک خصوصا ښځې د ژوند له مهمو اسانتیاوو بې برخې دي چې دا وضعیت یې ژوند ګواښي.
دا مهال په اکثرو کورونو کې د اوبو کمی دی، ما خو خپله لګندونه، سطلونه او بوشکې د بارانونو له اوبو ډکې کړي چې جامې پرې ومینځم، موږ خو خپله بیخي پاکې اوبو نه لرو، په کابل کې د اوبو ستونزه بیخي ډېره شوېد کابل اوسیدنکې
دا اداره وايي چې په یادو سیمو کې ډېری ښځې او نجونې له ناکافي سرپناوو، نا مناسبو کورونو، د حفظ الصحې نشتوالي، د اوبو او ګڼو نوروستونزو سره مخ دي.
دا هغه ستونزې دي چې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې مېشتو یو شمېر ښځو او نجونو هم ازادي راډیو سره خبرو کې مطرح کړې.
د کابل اوسېدونکې ګلدسته چې د قلعه زمان خان سیمې اوسېدونکې ده وایي په سیمه کې خلک د اوبو له شدید کمښت سره مخ دي:
"دا مهال په اکثرو کورونو کې د اوبو کمی دی، ما خو خپله لګندونه، سطلونه او بوشکې د بارانونو له اوبو ډکې کړي چې جامې پرې ومینځم، موږ خو خپله بیخي پاکې اوبو نه لرو، په کابل کې د اوبو ستونزه بیخي ډېره شوې."
که څه «یو ان هبیتات» په خپل راپور کې پر ښاري وضعیت تمرکز کړی خو دا ستونزې یوازې ښاري نه بلکې د افغانستان په ولایتونو کې یو شمېر ښځې تر دې د شدیدو ستونزو له امله اندېښنې ښيي.
د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ یوې اوسېدونکې FDH چې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې څو میاشتې وړاندې یې دسېلابونو له امله کور ویجاړ او اوس له خپلې کورنۍ سره په داسې سیمه کې مېشته ده چې ان ډاکتر او درملو ته یې لاسرسی نشته:
"موږ له ښاره ډېر لرې یو، موږ له زیاتو ستونزو سره مخ یو، ډېره لرې پرته سیمه ده، نه کلینک شته نه ډاکتر، چې کومه ښځې (په ماشوم) ناروغه شي، مجبوره وي چې په کور کې ولادت کوي."
د دغه ولایت د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکې شاه بي بي بیا ازادي راډیو ته وویل چې سېلابونو یې د کلي سړکونه ویجار کړي دي.
موږ له ښاره ډېر لرې یو، موږ له زیاتو ستونزو سره مخ یو، ډېره لرې پرته سیمه ده، نه کلینک شته نه ډاکتر، چې کومه ښځې (په ماشوم) ناروغه شي، مجبوره وي چې په کور کې ولادت کويد ننګرهار اوسیدنکی
"کله چې د مومند سیند نه سېلابونه زموږ په لوري راشي، موږ د معروف کلي لوښئ سیمې خلک له زښته زیاتو ستونزو سره مخ کېږو،همدا اوس هم سېلاب راغلی،ماشومان ښوونځي ته نه شي تللی، سړک بند دی او ناروغان د درملنې لپاره تر روغتونه نه شي تللی."
دا مېرمنې له نړیوالو ادارو او د طالبانو له حکومته په نامناسبو سیمو کې د دوی لپاره د ژوند د مهمو او لومړنیو اسانتیاوو برابرولو غوښتونکي دي.
د «UN-Habitat» په ټکو، په وروستیو کلونو کې کورنیو نښتو له امله د خلکو له بې ځایه کېدو، د اقلیم بدلون امله د کرنیزو ځمکو ویجاړېدو او له ګاونډیو هېوادو افغانستان ته د افغان کډوالو جبري ستنولو په نامناسبو سیمو کې د مېشتو خلکو شمېر کې لا زیاتوالی راوستی دی.
د ملګرو ملتونو اړوند دا اداره دا هم وايي چې وروستۍ څیړنه کې یې موندلې چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د کابل ودانیزې سیمې ۷۲ سلنه پراخې شوې او ښارونه د ودې په حال کې دي.
«یو ان هبیتات» داسې وخت دا راپور خپروي چې له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو بېلابېلو نورو ادارو په خپلو راپورونو او د ښځو په ګډون ګڼ شمېر افغانانو ازادي راډیو سره خبرو کې د نامناسبو سرپناوو، روغتیایي اسانتیاوو ته د نه لاسرسي، د اوبو د کمښت بې وزلۍ او بد اقتصادي حالاتو او لسګونو نورو ننګونو په اړه شکایتونه او اندېښنې مطرح کړي دي.
تېر ۲۰۲۴ کال د افغانستان د بغلان، کندوز، تخار، کونړ او ننګرهار ولایتونو په ګډون د هېواد اکثره سیمې شدیدو ورښتونو، درنو سېلابونو او زلزلو سختې وځپلې چې له امله سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه او بې کوره شوې.