ياد فدراسيون د پنجشنبې په ورځ (د مارچ ۱۳) د يو راپور په خپرولو سره ويلي، دا خبریالان چې شمېر یې شاوخوا ۲۰۰ تنو ته رسېږي او د کډوالو په توګه ثبت دي، د ويزو د تمديد، د روغتيايي لګښتونو د پرې کولو او زده کړو ته د نه لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.
فدراسیون زياتوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې وروسته، چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، رسنۍ سختې وځپل شوې، چې دا وضعیت په افغانستان کې د پراخ ناورين یوه څرګنده بېلګه ده.
په راپور کې دا هم راغلي چې اوس مهال، له ۱.۶ میلیونه ډېر افغانان په جلاوطني کې ژوند کوي، چې د استبدادي واکمنۍ او سخت سانسور له امله له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
په پاکستان کې مېشت يو شمېر افغان خبريالان هم وايي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د خبريالانو له ملاتړو بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.
په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشت افغان خبريال اتل ستانکزي ازادي راډیو ته وویل:
"له بده مرغه، هغه خبریالان چې په پاکستان کې اوسي، له سختو ستونزو سره مخ دي، د ويزو د تمديد، د ماشومانو د زده کړو او د روغتیايي خدمتونو له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دا وروستۍ نیونې خو بېخي ژوند پر دوی سخت کړی، اقتصادي ستونزې یې ډېرې دي او رواني تکلیفونه ټولو ته پیدا شوي دي."
په پاکستان کې مېشتې افغان خبریالې فرشتې عزیزي هم ازادي راډيو ته د خپلو ستونزو په اړه وویل:
"افغان کډوال په پاکستان کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي. زه خپله په ټولنه کې يم، وينم چې څه حال مو دی. له افغانستانه په ډېره سختۍ دلته راغلي یو، خو دلته هر خبریال له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. که ويزې دي، باید په پیسو واخلو چې ډېرې ګرانې دي. که یو کور کې څلور کسه وي، ټولو ته د ويزو تمديد ډېر لګښت لري. د کورونو کرايې ډېرې لوړې دي، چې هر څومره غږ پورته کړو، څوک مو غږ نه اوري. داسې کسان پېژنم چې ناروغ لري، خو څوک مرسته نه ورسره کوي، حال دا چې د ناروغ حالت یې ډېر خراب وي."
د خبريالانو نړيوال فدراسيون په راپور کې راغلي، که څه هم د جمهوري نظام پر مهال د رسنیو ازادي کله ناکله له ننګونو سره مخ وه، خو اوسنی حالت د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو لوی بشري ناورين دى.
فدراسیون وایي چې په افغانستان کې د رسنیو بنسټيزې ازادۍ سختې محدودې شوې، او د معلوماتو ته د لاسرسي قانون، چې د خبریالانو د کار لپاره حیاتي ارزښت لري، عملاً بې اغېزې شوی.
راپور وړاندې وایي: "د سانسور، محدودیتونو، او د ایډیټوریال خپلواکۍ د کمزوري کېدو له امله، افغان رسنۍ د واکمن رژیم په تبلیغاتي وسیلې بدلې شوې، او ژورنالستیکه خپلواکي بشپړه له منځه تللې."
د طالبانو حکومت بیا تل ویلي، چې د ملي ګټو او اسلامي شریعت په چوکاټ کې د رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمن دي.
د خبريالانو نړيوال فدراسيون دا راپور داسې مهال خپور شوی، چې د پاکستان تر څنګ افغان خبریالان په ګاونډي هېواد ایران کې هم له ورته ستونزو سره مخ دي او په وار وار یې ازادي راډیو سره په خبرو کې له خپلو ستونزو شکایت کړی دی.