د دې وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشنبې په ورځ د (مارچ ۱۳مه) په اسلاماباد کې د اونیزې خبرې غونډې پرمهال ادعا کړې چې له کوټې څخه پېښور ته په روان اورګاډي "ترهګریز برید" له هېواده "بهر د یوې وسلهوالې ډلې مشرتابه پلان" کړی و.
د شفقت علي په ټکو، د دوی د استخباراتي معلوماتو له مخې وسله وال د "ټیلفون" له لارې په افغانستان کې له خپلو ملګرو سره په تماس کې وو او ترهګرې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري.
شفقت علي وړاندې ویلي، دوی په ځلونو د طالبانو له حکومته غوښتي چې د بلوڅو او نورو ترهګرو مخه ونیسي او پرېنږدي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.
تر دې وړاندې په همدې ورځ د پاکستان د پوځ یو بیان هم ورته ادعا کړې وه او ویلي یې وو چې په بلوچستان کې پر اورګاډي برید په افغانستان کې پلان شوی و.
د مارچ ۱۱مه له کوټې پېښور ته پر لار د جعفر ایکسپریس په نوم اورګاډی چې شاوخوا ۴۴۰ مسافر پکې سپاره وو، د بلوچستان په بولان سیمه کې پرې برید وشو.
بلوڅ بېلتونپالو د برید مسؤولیت منلی او په یو بیان کې یې ویلي و، له ۵۰ زیات پاکستاني پوځیان یې وژلي او ډېر شمېر نور یې برمته کړي دي.
خو د پاکستان پوځ وړمه ورځ ادعا وکړه چې ۳۳ مشکوک وسله وال یې وژلي او "ټول مسافر یې ژغورلي" دي.
بلوڅ بېلتونپالو د مسافرو او امنیتي ځواکونو د راخوشي کېدو په بدل کې د خپلو سیاسي زندانیانو د تبادلې غوښتنه کړې وه.
ازادي راډیو د دواړو خواوو ادعاوې په خپلواکه توګه تاییدولی نشي.
بل پلو، په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا د پاکستاني لوري دا ادعاوې چې په بلوچستان کې پر اورګاډي شوی برید دې افغانستان کې پلان شوی وي رد کړي دي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر د پاکستان د پوځ د هغې ادعا په ځواب کې چې پر اورګاډي د برید پلان په افغانستان کې جوړ شوی و، لیکلي:
"د بلوڅ وسلهوالې دلې غړي په افغانستان کې نشته، او دوی ورسره نه پخوا او نه هم اوس اړیکې لري."
بلخي وړاندې ویلي، د پاکستان ټول هغه تورونه بېبنسټه دي چې ګوندې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د پاکستان پر ضد پلانونه جوړوي.
د بلخي په ټکو " د پاکستان حکومت دې د تور لګولو او غیرمسؤلانه څرګندونو پر ځای خپل امنیت او کورنیو ستونزو ته پام وکړي."
خو ولې په پاکستان کې له هر برید وروسته د دې هېواد حکومت ادعا کوي چې هلته شوي بریدونه په افغانستان کې پلانېږي او د طالبانو له حکومت غواړي چې پرېنږدي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي؟
د سیاسي چارو شنونکی قریبالرحمن شهاب وايي" دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان حکومت د یو برید مسؤولیت طالبانو ته راجع کوي، له هغه راهیسې چې طالبان د دویم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شوي، پاکستان د هر هغه برید مسؤولیت چې په دې موده کې دننه په دغه هېواد کې شوی، طالبانو ته یا په افغانستان کې وسلهوالو ډلو ته منسوب کړی."
پاکستاني چارواکو په ځلونو له طالبانو غوښتي چې پرېنږدي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.
خو د طالبانو حکومت بیا تل دا ادعاوې رد کړي چې ګوندې په پاکستان کې بریدکوونکي دې افغانستان کې خوندي ځای ولري.
د طالبانو چارواکو تل ټینګار کړی چې دوی هیچا ته د ګاونډیو او نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي."