د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

هغه څه چې معلومات ( ډیټا ) یې موږ ته د سوریې د وروستي تاوتریخوالي په اړه وایي


په لاذقیه کې د وژل شویو په ویر راټولې شوې کورنۍ
په لاذقیه کې د وژل شویو په ویر راټولې شوې کورنۍ

د سوریې په لویدیز کې د تاوتریخوالي د راپورته کیدو له امله، ددې هېواد انتقالي حکومت د دې توان په اړه پوښتنې راپورته شوې دي چې آیا دا حکومت د خپلو اړوندو ډلو کنټرول ساتلی شي او که نه. همداراز، دې پیښې د روسیې او ایران ښکیلتیا ته هم جدي پام اړولی دی.

د بشري حقونو بېلابېلو ډلو چې د سوریې حالات څاري، راپور ورکړی چې د مارچ ۶ راهیسې، کله چې د حکومت ځواکونو او د ګوښه شوي ولسمشر بشار الاسد پلوي وسلوالو ترمنځ نښتې پیل شوې، تر ۸۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ملکي وګړي هم پکې شامل دي.

د احمد الشرع په مشرۍ یاغي ډلو د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په یو یرغل کې حکومت نسکور کړ او په سوریه کې یې د اسد کورنۍ ۵۰ کلن واک پای ته ورساوه.

د اسد حکومت د روسیې او ایران ملاتړ درلود. که څه هم روسیې له نوي حکومت سره اړیکې ساتلي، ایران ورسره بشپړ پریکون کړی.

د مرکو او پرانیستو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو و کولی شول د سوریې دننه وضعیت لا روښانه کړي.

په ډزو وژل شوی کسان

د بشري حقونو ډلو ویلي، د وژل شویو کسانو ترمنځ سلګونه ملکي وګړي شامل دي، چې ډېری یې د علوي اقلیت څخه دي، چې د پخواني ولسمشر بشار اسد قبیله ده. ملګرو ملتونو د مارچ ۱۱ اعلان وکړ چې د تاوتریخوالي پر مهال بشپړې کورنۍ، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، وژل شوي دي.

د ازادي راډیو د اوکرایني څانګړې د څېړنیز یونټ "سکیمز" لخوا تحلیل شوي د ټولنیزو رسنیو ویډیوګانې ښيي چې د علوي ملکي وګړو پر ضد تر ټولو سخت تاوتریخوالی د لاذقیه بندري ښار کې شوی، هلته چې د روسیې حمیمیم پوځي هوايي اډه هم موقعیت لري.


ځینو ویډیوګانې ښيي چې غیرمسلح سړي د شا له خوا په ډزو وژل شوي، او په ځینو نورو کې قربانیان سپکاوي ته اړ ایستل شوي، لکه دا چې سپي ته ورته غږونه وباسي یا د مړو پر جسدونو وڅخېږي.

نبیل، چې د سوریې د لاذقیه اوسېدونکی دی، او دا مهال په یونان کې ژوند کوي، "سکیمز" ته ویلي چې د انتقالي حکومت اړوندو وسلوالو د مارچ ۶ مې په شپه د هغه د کلی "مزرعه" ته ننوتلي او د لویو وسلو په کارولو یې په بې توپیره توګه د خلکو پر کورونو ډزې کړې دي.

هغه وايي چې په دې برید کې یې د خپلې کورنۍ شپږ غړي له لاسه ورکړل، چې دوه ورندارګانې او دوه ورېرونه یې هم پکې شامل وو، خو ورور یې وتوانېد چې وتښتي.

"سکیمز" د برید کوونکو له ډلې د ابو بکر مورک (چې طلحه هم بلل کېږي) فېسبوک پروفایل پیدا کړی، چې د لوېدیځې سوریې د بریدونو په اړه له پوسټونو ډک دی.

په یوه پوسټ کې، هغه نارینه‌وو ته بلنه ورکړې چې دې سیمې ته راشي، ځکه "دلته ښځې کونډې شوې او نارینه پاتې نه دي." په بل پوسټ کې، هغه د "د ناکام رژیم د پاتې شونو د پاکولو کمپاین" یادونه کړې، چې د اسد رژیم ته اشاره کوي.

د سوریې دولتي ځواکونه د مارچ په ۹مه د سوریې د طرطوس په قدموس ښار کې ځای پر ځای شول.
د سوریې دولتي ځواکونه د مارچ په ۹مه د سوریې د طرطوس په قدموس ښار کې ځای پر ځای شول.

د روسیې هوايي اډې ته پناه وړل


د "پلانټ لبز" له خوا برابر شوي د سپوږمکۍ انځورونه چې د "سکیمز" لخوا تحلیل شوي، ښيي چې د مارچ ۷ مې راهیسې، خلک له تاوتریخوالي څخه د ځان ژغورنې لپاره د روسیې تر کنټرول لاندې حمیمیم هوايي اډې ته د پناه لپاره ورټول شوي دي.

په کېیف کې میشت د منځني ختیځ د مطالعاتو د مرکز رییس، ایهور سیمیوالووس، "سکیمز" ته ویلي: "دا ښايي چې د خلکو لپاره یوازینی خوندي ځای وي، ځکه تر اوسه هېڅ اړخ نه غواړي له روسیې سره خپلې اړیکې خرابې کړي."

روسیه د اسد یوه لویه ملاتړې وه، چې نه یوازې یې د هغه ځواکونو ته د اسلامي دولت (داعش) پر ضد هوايي ملاتړ برابروه، بلکې د اسد پر ضد د جنګیدونکیو یاغیانو پر ضد یې هم مرسته کوله.

اوس هماغه یاغیان پر سوریه واکمن دي، خو مسکو توانېدلی چې ځان د سوریې له نوې ادارې سره د یو مهم شریک په توګه وساتي، چې د سوریې حکومت پرې د خپلو اسعارو د چاپ برخه کې تکیه دی.

روسې په خپلو دوو اډو په ځانګړې توګه د حمیمیم په هوايي اډه کې خپل پوځي حضور ساتلی.

د ازادۍ راډیو د روسي څېړنیز یونیټ تایید کړې چې د ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر او د ۲۰۲۵ کال د مارچ ترمنځ د انتونوف An-124 درنو کارګو الوتکو سوریې ته لږ تر لږه ۳۷ الوتنې کړي، چې په کې ۲۲ ناستې او ۱۵ الوتنې شاملې وې.

د ټولنیزو رسنیو د تازه انځورونو له تحلیل وروسته، "سیسټیما" موندلې چې د روسیې د "پخلاینې او د کډوالو د حرکت د کنټرول مرکز" مشر، جنرال سیرګي گاشکوف، اوس مهال د حمیمیم هوايي اډه کې حضور لري.

د ایران رول څه دی؟

تر اوسه داسې کره شواهد نشته چې روسیه دې د سوریې د لوېدیځ ساحل په ناارامیو کې لاس ولري، خو ځینې کسان ایران ته ګوته نیسي.

د اسد په پرځېدو سره، ایران خپل یو مهم متحد له لاسه ورکړ، هغه متحد چې تهران ته یې اجازه ورکړې وه څو سوریه د خپلو سیمه‌ییزو ملګرو (په عراق او لبنان کې) د نښلولو لپاره د مځمکني دهلېز په توګه وکاروي.

کله چې یاغیانو اسد وپرځاوه، د ایران ستر مذهبي مشر، آیت‌الله علي خامنه‌یي، وویل چې "سوریایان به راپاڅيږي او د یاغي حکومت پر ضد به مقاومت وکړي."

اوس مهال، ایران نه شي کولی سوریې ته پیسې یا وسلې واستوي، خو څو کلیدي کسان چې د اسد پرځېدلې رژیم د ملاتړو مشري کوي، له تهران سره نږدې اړیکې لري او د ایران د سپاه پاسداران انقلاب لخوا روزل شوي دي.

د ایران پلوه ملیشو کارپوه، فیلیپ سمیت، ازادي راډیو ته ویلي چې ایران "د انتقالي حکومت له سخت غبرګون څخه خوښ دی" او غواړي چې وښيي تهران "کولی شي په سوریه کې ستر ګډوډي رامنځته کړي."


  • 16x9 Image

    کیان شریفي

    کیان شریفي د پراګ په کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه کې د فیچر راپورونو لیکوال دی نوموړی په ایران او منځني ختیځ پورې اړوند موضوعاتو کې ځانګړې علاقه لري.

XS
SM
MD
LG