د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۴ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

خبرونه

له امریکا پاناما ته شړل شوي کډوال حاضر شول چې خپلو هیوادونو ته لاړ شي

یوه ډله مهاجر، چې تېره اوونۍ له متحدو ایالتونو څخه پاناما ته شړل شوي وو، د سې شنبې په شپه د پاناما سیټي له یوه هوټله د دې هېواد جنوبي ځنګلي سیمې، دارین ته انتقال شول.

د پاناما د امنیت وزیر اعلان وکړ، چې له نیمايي ډېرو هغو مهاجرو، چې امریکا پاناما ته شړلي وو، په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته د ستنېدو پرېکړه کړې. دا مهاجر عمدتاً د آسیا او منځني ختیځ د هېوادونو اتباع دي.

د پاناما د ولسمشر خوزې رایول مولینو په وینا، تازه شړل شوي مهاجر د افغانستان، چین، هند، ایران، نیپال، پاکستان، سریلانکا، ترکیې، ازبکستان او ویتنام وګړي دي.

د ډونالډ ټرمپ حکومت، دا مهاجر په درې پروازونو کې پاناما ته لېږلي دي.

پاناما له متحدوایالتونو سره د یوه توافق له مخې منلې، چې له خپلو اتباعو پرته، نور غیرقانوني مهاجر هم تر هغه وخته ومني، چې د هغوی برخلیک معلوم شي.

یو شمېر شړل شوي مهاجر، چې په ایران او افغانستان پورې اړه لري، د خپلې راتلونکې او امنیت په اړه اندېښنه لري او خپلو هېوادونو ته ستنېدل ناشونی بولي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پاکستان د تورخم دروازه بنده کړې ده

د راپورونو له مخې د تورخم دروازه له تیرې شپې راهیسې د ټولو موټرو پرمخ تړل شوې ده.

د ننګرهارچارواکو د دې دروازې د تړل کیدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې پاکستان دغه اقدام په پوله کې د نویو پوستو او تاسیساتو د جوړولو په غبرګون کې بنده کړې ده.

د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت باختر آژانس ته ویلي، چې تیره شپه له لسو بجو راهیسې دغه دراوزه بنده شوې او زیاته کړې یې ده هرکله چې افغان لوری د خپلې خاورې دننه د امنیتي پوستو پرجوړولو کارپیل کړي، پاکستاني لوری له خبرداري پرته لارتړي او خلک له ستونزو سره مخامخ کوي.

د راپورونو له مخې د تورخم دروازې دواړو غاړو ته په سلګونو مسافر او باروړونکي موټر بند پاتې دي. چارواکو ویلي چې هڅه کوي د خبرو له لارې دغه ستونزه حل کړي.

د چمپینز ټرافي په لوبلړۍ کې نن اسټرالیا او انګلستان سره مخامخ کېږي

د افغان لوبډلې آلرونډر عظمت الله عمرزی د جنوبي افریقا پر وړاندې د لوبې پرمهال
د افغان لوبډلې آلرونډر عظمت الله عمرزی د جنوبي افریقا پر وړاندې د لوبې پرمهال

د چمپینز ټرافي د سیالیو په ترڅ کې استرالیا او انګستان نن (د کب ۴مه) په خپلو کې لوبه کوي.

دواړه لوبډلې چې له افغانستان او جنوبي افریقا سره په B ګروپ کې یوځای دي، د پاکستان په لاهور ښار کې د سیالۍ ډګرته وځي. دا لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښن په یوه نیمه بجه پیلیږي.

په دې لړۍ کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه پرون له جنوبي افریقا سره ترسره کړه چې د ۱۰۷ منډو په توپیر یې ورته وبایلله.

سبا یکشنبې د کوربه پاکستان لوبډله د هند له لوبډلې سره مخامخ کېږي خو د دوی لوبه به د مخکینۍ موافقې په اساس په پاکستان کې نه بلکې په متحده عربي اماراتو کې کېږي.

د افغانستان دوهمه لوبه د چهارشنبې په ورځ (د فبروري ۲۶مه) له انګلستان او دریمه لوبه یې د فبرورۍ په ۲۸ له اسټرالیا سره پلان شوې ده.

راروانه دوشنبې په افغانستان کې د پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیلېږي

په افغانستان کې د پولیو پرضد د واکسین کمپاین (آرشیف)
په افغانستان کې د پولیو پرضد د واکسین کمپاین (آرشیف)

ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیل شي.

پولیو فري افغانستان نن (د کب ۴مه) پر خپله ایکس پاڼه د دغه کمپاین د پیلیدو خبرورکړی او یوازې دومره یې ویلي چې دا کمپاین به په ځینو ولایتونو کې چې نومونه او شمیریې نه دي یاد کړي، پیل شي.

له دې مخکې د تیرې سلواغې میاشتې په لومړیو کې د پولیو د واکسین کمپاین د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې تطبیق شو چې د روغتیا وزارت په خبره په ترڅ کې یې له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا شپږ ملیونه ماشومان د واکسین لپاره په پام کې نیول شوي وو.

له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د پولیو د واکسین کمپاینونه کور په کور نه تطبیق کیږي چې د روغتیا پالانو په وینا له دې کبله یوشمیر ماشومان له واکسین څخه بې برخې کیږي.

د پولیو پرضد د واکسین کمپاین داسې مهال پیلیږي چې په بادغیس کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو د دې ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د پولیو د یوې مثبتې پیښې خبر ورکړی. د طالبانو روغتیا وزارت تراوسه دا پیښه رسماً نه ده تایید کړې.

د روغتیا نړیوال سازمان WHO په تیر ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د پولیو د ۲۵ مثبتو پیښو خبر ورکړی و.

په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو یوه نوې پېښه ثبت شوه

افغانستان، د پولیو د واکسین کمپاین (آرشیف)
افغانستان، د پولیو د واکسین کمپاین (آرشیف)

په بادغیس ولایت کې د پولیو یوه نوې مثبته پیښه ثبت شوې ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په بادغیس کې د طالبانو د روغتیا ریاست د وقایوي چارو مسوول محمد یوسف نجمي پرون (د کب ۳مه) د پولیو دا مثبته پیښه تایید کړې اویلې یې دي چې د بالامرغاب ولسوالۍ په یوه کلي کې یوه پنځه کلنه نجلۍ په دې ناروغۍ اخته شوې ده.

دا په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د پولیو لومړۍ تایید شوې پیښه ده. همدارنګه دا لومړی ځل دی چې د طالبانو چارواکي سږمیلادي کال د پولیو یوه مثبته پیښه تاییدوي. تیر۲۰۲۴ کال د طالبانو چارواکو د پولیو د مثبتو پیښو هغه شمیرې چې د روغتیا نړیوال سازمان ۲۵ ښودلي، نه دي تایید کړي.

د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو یوه ساري او ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې د واکسین تطبیق کولای شي ماشومان له دې ناروغۍ وژغوري.

په غزه کې د اسراییلي یرغملو او فلسطیني بندیانو د خوشې کولو بل پړاو ترسره کېږي

غزه، خان یونس- سره صلیب ته د یرغملو سپارل (آرشیف)
غزه، خان یونس- سره صلیب ته د یرغملو سپارل (آرشیف)

د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د یرغملو او بندیانو د تبادلې په ترڅ کې به حماس نن شپږ یرغمل خوشې کړي او اسراییل به یې په هم په بدل کې سلګونه فلسطیني بندیان آزاد کړي.

دا په غزه کې د کاواکه اوربند د موافقې د لومړي پړاو وروستۍ تبادله ده چې ترسره کیږي. د جنوري په نولسمه په غزه کې د اوربند له نافذیدو راهیسې په دې پړاو کې ټاکل شوې، حماس ۳۳ یرغمل خوشې کړي.

په نننیو شپږو یرغملو کې چې دا ډله یې آزادوي، څلور یې دې ډلې پر اسراییل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پراومه د حملې پر مهال یرغمل کړي او دوه نور هغه اسراییلیان ښودل شوي چې شاوخوا یوه لسیزه مخکې د نامعلومو دلایلو له امله غزې ته ننوتي او یرغمل شوي وو.

اسراییل او حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، دواړو ویلي چې غواړي د شوې موافقې د دوهم پړاو پرسر خبرې پیل کړي چې د منځګړیو په خبره په ترڅ کې به یې شاوخوا ۶۰ یرغمل خوشې کیږي او اسراییل به له غزې څخه خپل ځواکونه باسي.

ولسمشر ډونالډټرمپ د وسله والو ځواکونو لوی درستیز او پنځه نور چارواکي له دندو لیرې کړل

چارلز کیو براون
چارلز کیو براون

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پوځ په لوړ پوړو چارواکو کې د لویو بدلونونو په ترڅ کې د ټولو وسله والو ځواکونو لوی درستیز چارلز سي کیو براون او پنځه نور امیرالبحران او جنرالان له دندو لرې کړي دي.

براون د هوايي ځواک جنرال و، چې پخواني ولسمشر جو بایډن ټاکلی و، او له ۲۰۲۳ کال راهیسې یې د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز په توګه دنده ترسره کوله.

ولسمشر ټرمپ دا پریکړه پرون (د فبروري په ۲۱مه) پر "ټروت" ټولنیزه شبکه په یوه بیان کې اعلان کړه.

ښاغلی براون، دوهم تور پوستی افسر دی چې دې مقام ته رسیدلی و، او تمه کېده چې د ۲۰۲۷ کال په سپتمبر کې به خپله څلور کلنه دوره بشپړه کړي.

په دې اړه د پنټاګون په بیان کې ویل شوي چې ټرمپ غواړي د براون پر ځای متقاعد جنرال ډان رازین کاین وټاکي.

کاین د ایف-۱۶ جنګي الوتکو پخوانی پیلوټ و، چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې د پوځي چارو د مرستیال رییس په توګه یې هم دنده ترسره کړې ده.

په برلین کې د چړې په وسیله په یوه برید کې یو تن سخت ټپي شوی دی

جرمني، برلین- د بېګانۍ پېښې ځای
جرمني، برلین- د بېګانۍ پېښې ځای

د جرمني په پلازمېنه برلین کې پرون بیا یوتن د چړې په ګوزارونو سخت ټپي شو. پولیس وايي چې پېښه تېر ماښام په برلین کې د هالوکاست یا د یهودانو د ډلوژنې د څلې مخې ته وشوه.

د پولیسو چارواکو ویلي دي چې بریدګر نارینه دی خو هویت یې تراوسه نه دی معلوم. دوی دا هم وايي چې د برید علت روښانه نه دی خو په مشکوک بریدګر پسې لټون روان دی.

د پیښې له ځایه چې د امریکا د سفارت مخې ته دی، په اخیستل شویو ویډیوګانو کې د بېړنیو حالاتو موټر او د پولیسو زغرګاډي په کتارونو کې ښکاري.

د برلین د پولیسو ویاندې فلوریان نات ویلي چې په چړو وهل شوی کس هومره سخت ټپي شوی و، چې د اوروژنې په یوه موټر کې روغتون ته ورسول شو.

دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې سبا یکشنبې د فبروري په ۲۳مه په جرمني کې عمومي پارلماني انتخابات کېږي.

په جرمني کې د حملو لړۍ د انتخاباتو پر بهیر سیوری غوړولی دی. د دې حملو په ترڅ کې د روانې فبروري میاشتې په ۱۳مه په مونشن ښار کې یوه افغان کډوال د موټر په وسیله د کارګرانو پر یوه لاریون برید وکړ. د دې برید په نتیجه کې له دېرشو ډېر کسان ټپیان شول چې دوو تنو وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

د سپینې ماڼۍ ویانده؛ طالبان په افغانستان کې د منځنیو پېړیو شرعي سیاستونه تحمیلوي

افغان مېرمنې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې
افغان مېرمنې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې

د سپینې ماڼۍ مرستیال ویانده وايي، طالبان په افغانستان کې د منځنیو پېړیو شرعي سیاستونه تحمیلوي.

د سپینې ماڼۍ مرستیال ویانده انا کېلي Anna Kelly دا څرګندونې له واشنګټن پوست ورځپاڼې سره په خبرو کې کړې دي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې چې پرون (د کب ۳مه) خپور شو، مېرمن کېلي د زده کړو په برخه کې د امریکا د مرستو د بندېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې افغان مېرمنې ځکه کړېږي چې د بایډن د ادارې له خوا له افغانستانه د پوځي ځواکونو د ایستلو په نتیجه کې رامنځ ته شوي ناورین طالبانو ته دا فرصت په لاس ورکړ چې پر حکومت ولکه ټینګه کړي او د منځنيو پېړیو د شرعي قوانینو پالیسۍ پر خلکو تحمیل کړي.

طالبانو پر افغانستان له بیاواکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو د نورو ګڼو محدودیتونو ترڅنګ د نجونو منځني ښوونځي، لیسې، پوهنتونونه او د زده کړو نور مرکزونه بند کړل.

واشنګټن پوست ورځپاڼه په خپل راپور کې وايي د امریکا د بهرنیو مرستو بندېدل د افغان ښځو لپاره تعلیمي پروګرامونه هم له خطر سره مخامخ کوي.

افغانستان او ایران په خپلو کې د پولي او بانکي اړیکو پر پراختیا موافقه وکړه

د افغانستان بانک د رییس نوراحمد آغا په مشرۍ د طالبانو پلاوی روسیې ته د سفر پرمهال
د افغانستان بانک د رییس نوراحمد آغا په مشرۍ د طالبانو پلاوی روسیې ته د سفر پرمهال

د افغانستان او ایران د مرکزي بانکونو رییسانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولي او بانکي اړیکو پر پراختیا موافقه کړې ده.

د ایران تهران ټایمز ورځپاڼې پرون (د کب ۳مه) د مرکزي بانک د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ چې دا موافقه د روسیې په ایکاترینبورګ ښار کې د سایبري امنیت د غونډې په څنډه کې د دواړو رییسانو په کتنه کې شوې ده.

د افغانستان بانک چې طالبان یې اداره کوي پرون په یوه بیان کې وویل چې د دې بانک رییس نوراحمد آغا د یوشمېر هېوادونو د مرکزي بانکونو له رییسانو او د نړیوالو مالي موسسو له استازو سره د همکاریو د پراختیا، د سایبري امنیت د نوې ټکنالوژۍ د تبادلې او د ډیجټلي بانکولۍ د ترویج پر لاروچارو خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې ایران افغانستان د وارداتو اصلي سرچینه بلل کېږي.

په افغانستان کې د ایران تجارتي اتشې حسن روستايي د تېرې مرغومي (جدي) میاشتې په وروستیو کې ویلي و، چې د تهران او کابل ترمنځ د سوداګریزو معاملو کچه پرله پسې د زیاتېدو په حال کې ده او افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له ایرانه د څه باندې ۳ میلیارده او ۱۴۳ میلیون ډالرو په ارزښت واردات درلودل.

UNHCR له اسلام او راولپنډۍ ښارونو د افغان کډوالو د وتلو پر مهلت اندېښنه ښودلې

په پاکستان کې یوشمېر افغان کډوال
په پاکستان کې یوشمېر افغان کډوال

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ د هغو افغانانو لپاره چې قانوني ویزېه لري، د حکومت له خوا ټاکل شوی وروستی مهلت د اندیښنې وړ بللې دی.

د پاکستان حکومت دې افغانانو ته د فبروري تر ۲۸مې پورې مهلت ورکړی چې له اسلام آباد او راولپنډۍ ښارونو څخه ووځي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ ویاند قیصر خان اپریدي بزنس ریکارډر ته ویلي دي چې دا اقدام به د افغان کډوالو پر ژوند او د هغوی د ماشومانو پر زده کړو ناوړه پایلې ولري.

د روان کال له پیل راهیسې، د پاکستان حکومت د پاکستان په ځینو ښارونو کې په ځانګړې توګه په پلازمېنه اسلام آباد کې د غیر قانوني افغان کډوالو د نیولو، ایستلو او کور په کور تلاشۍ پروسه ګړندۍ کړې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG