دوی نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، سره له دې چې تحصیلي اسناد لري، خو د کار زمینه ورته نشته.
د پروان ولايت اوسېدونکى ميلاد وايي، نږدې یو کال کیږي چې د ژورنالیزم له پوهنځي فارغ شوی خو تراوسه نه دی توانېدلی چې د خپلې رشتې مطابق دنده ومومي.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او که کار ورته پیدا نشي اړ دی چې د کار موندلو په لټه ګاونډیو هیوادونو ته ولاړ شي."هوا سړه شوې ده خو موږ د کور د ګرمولو لپاره ان لرګي نه لرو، اقتصادي حالت مو کمزوری دی، د ژوند شرایط ډېر سخت دي، په تېره بیا د ځوانانو لپاره چې بېکاره دي، که حالات همداسې دوام وکړي او موږ د خپلې رشتې مطابق یا له رشتې خلاف دنده پیدا نه کړو ان اړ کیږو چې د غیر قانوني لارو نه په ګټې اخیستنې بهر ته ولاړ شو، که دا سفر زموږ دسر په بدل هم تمامیږي خو موږ مجبور یو ځکه باید د کورنۍ لپاره پیسې وګټو."
د ننګرهار ولايت اوسېدونکى شفيق، چې د يوه خصوصي پوهنتون د ادارې او ډيپلوماسۍ له څانګې فارغ شوى وايي، ناهیلی دى چې دنده نه شي پیدا کولای.
"داسې خلک په کار ګومارل شوي چې ان لاسلیک نه شي کولای، کله چې تاسو دولس کاله ښوونځي ته لاړ شئ او څلور کاله پوهنتون ته او له ډېرو ستونزو سره سره زده کړې وکړئ، د قلم او کتابچې د اخیستلو توان ونه ولرئ او له دې وروسته درته کار پیدا نه شي انسان ډېر ناهیلی کیږي، ان تر دې حده چې انسان فکر کوي خپل ټول تعلیمي اسناد له منځه یوسي. "
دغه ځوانان د طالبانو له حکومت او نړیوالو بنسټونو غواړي چې دوی ته کاري زمینې برابرې کړي.
د اقتصادي چارو پوهان ټینګار کوي، چې حکومت باید د خصوصي سکټور په مرسته لوستو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
له ډلې یې عبدالنصیر رشتیا ازادي راډيو ته وویل: "دولتونه کولی شي چې د خصوصي سکټور څخه د جدي ملاتړ له لارې چې د دولت د ستراتیژیک شریک په توګه کا ر کوي د کار موندنې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي، د دې ترڅنګ خلک هم مسولیت لري چې له خپلو تولیداتو نه په ګټې اخیستنې د دوی ملاتړ وکړي تر څو په ټولنه کې کارې زمینې رامنځته شي. "
په افغانستان کې د لوړو زده کړو درلودنکي یو شمېر کسان ادعا کوي چې د طالبانو حکومت په ادارو کې استخدام د اړیکو پر بنسټ ترسره کیږي اونور که په شرایطو برابر هم وي له پامه غورځول کیږي.
خو د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تېره اونۍ د کابل پوهنتون د ۲۳ زره محصلینو د فراغت په غونډه کې وویل چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته د دوی حکومت ۴۳ زره د لوړو زده کړو لرونکي کسان د ازادې سیالۍ له لارې په دندو ګومارلي دي.
د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ویب پاڼې د معلوماتو پر بنسټ نوموړي ټینګار کړی چې دوی تل هڅه کوي چې د لوړو زده کړو لرونکو کساتو ته کاري زمینې برابرې کړي.
خو ظاهراً لیدل کېږي چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې بې کاري زیاته شوې او زیات شمېر مسلکي او اکاډمیک کادرونه د بیلابیلو لاملونو په ځانګړي ډول بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله له افغانستانه وتلي دي، او د نسبتا ښه ژوند په هیله یې ګاونډیو او نورو هیوادونو ته پنا وړې ده.