په مسکو کې یوې محکمې ۲۹ کلن ازبک ټبرۍ احمدجان قربانوف د روسیې د لوړپوړي جنرال چې د دې هېواد د اټومي، بیولوژیکې او کیمیاوي دفاعي ځواکونو مشر و، په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړی دی.
مورې د اشپز په توګه مې ښه دنده موندلی او روغ رمټ یماحمد جان له برید مخکې په ټیلفونې اړیکه کې
د روسیې دا لوړپوړی جنرال چې ایګور کېریلوف نومیده، د روانې ډیسمبر میاشتې په ۱۷مه د خپل کور مخې ته په یوې چادونه کې ووژل شو.
احمدجان چې د ازبکستان د پلازمینې تاشکند په اوچپتا ولسوالۍ کې لوی شوی، روسیې ځواکونو سره په اعتراف کې یې ویلي، اوکراییني ځواکونو دنده ورکړې وه، چې ایګور ووژني.
ازادي راډیو په خپلواکه توګه د روسیې چارواکو دغه ادعاوې نشي تاییدوالی.
په تاشکند کې د احمدجان ګاونډیانو او خپلوان ازادي راډیو ته وویل، د احمدجان له نیول کیدو وروسته د هغه پر کور او د کورنیو پر غړو د حکومت څار پیل شوی.
د احمدجان له نیول کیدو وروسته د هغه پر کور او د کورنیو پر غړو د حکومت څار پیل شویپه تاشکند کې د احمدجان ګاونډیان
د دې خلکو په خبره، د هغه کورنۍ له رسنیو سره له خبرو ډډه کوي.
خو په ازبکستان د بشري حقونو یو سازمان وايي، ازبک چارواکي د احمدجان له کورنۍ سره په تماس کې دي.
د دغې سازمان یوه چارواکي ازادي راډیو سره خبرو ویلي، د ترهګرۍ ضد پولیسو پر روسیې جنرال په برید کې د احمدجان پرضد ځیني شواهد موندلي دي.
هغه وړاندې وویل، ازبک چارواکي په اړه له رسنیو سره د جزیاتو له شریکولو ډډه کوي.
خو ازبک چارواکو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب کړي نه دي.
د ترهګرۍ ضد پولیسو پر روسیې جنرال په برید کې د احمدجان پرضد ځیني شواهد موندلي ديپه ازبکستان کې د بشري حقونو د سازمان یو غړی
د احمدجان یو ګاونډ ازادي راډیو ته وویل، احمد له خپلې مور سره له برید دوه ورځې مخکې وروستۍ خبرې د ټیلفون له لارې کړې وې.
د احمد د ګاونډي په خبره، هغه خپلې مور ته ویلي و، چې د اشپز په توګه یې ښه دنده موندلی او روغ رمټ دی.
احمدجان د کار په لټه په ۲۰۲۱ کال کې له کوره وتل و، کورنۍ يې وړاندې ویلي، دوی فکر کاوه چې هغه ترکیې ته تللی دی.
ترکیه او روسیه دواړه د ازبک کارګرو کوربه هیوادونه دي.
پر روسیې جنرال له پېښې یوه ورځ وروسته د روسیې د فډرال ادارې په یو بیان د احمدجان د نیول خبر ورکړی و.
په بیان کې ویل شوي و، دغه ازبک ټبری د اوکرایین د ځانګړو ځواکونو له خوا استخدام او روزل شوی و.
په بیان کې وړاندې راغلي و، دغه کس چې په ۱۹۹۵ کال کې زېږېدلی، په یوه اروپايي هېواد کې د استوګنې او ددې وژنې په بدل کې سل زره امریکايي ډالر ورکړل شوي.
د روسي د فډرالي امنیتي خدمتونه ادارې په وینا تورن د عمري بند له سزا سره مخ دی.
اوکرایین د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي او نه هم پر دغې روسیې جنرال د برید مسولیت چا منلی دی.
۵۴ کلن کېریلوف د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې دتیري له پیل راهیسې تر ټولو لوړ پوړي روسي پوځي افسر دی چې په یوه ښکاره چاودنه کې وژل کېږي.
د روسیې د اټومي، بیولوژیکي او کیمیاوي دفاعي ځواک هغه ځانګړي ځواک دی چې د راډیو اکټیف، کیمیاوي او بیولوژیکي ککړتیا په شرایطو کې فعالیت کوي.