برادر چې د خلیل الرحمن حقاني په فاتحه کې برخه اخیستې وه په داسې حال کې د طالبانو تر منځ اختلافات رد کړل چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني یې تر څنګ ناست وو.
«کله چې یو مشر وینم ډیر خوشاله کیږم، دا په دې معنی چې زموږ د مشرانو ترمنځ مینه او محبت، هر څه شته، مه د چا خبرو غوږ ته نیسئ او مه سوچ پرې خرابوئ».
د ملا برادر دا خبرې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پرون پر خپلې ایکس پاڼې خپرې کړي دي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د پنجشنبې په ورځ د دغه وزارت په انګړ کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
د برید مسولیت د داعش خراسان ولایت څانګې وسله والې ډلې منلی دی.
طالبان ایا واقعاً په ځینو مساییلو سره مخالفت نه پالي؟
طالبان په داسې حال کې خپلمنځي اختلافات ردوي، چې یو شمیر رسنۍ، بهرني ډپیلوماټان او سیاسي شنونکی وايي، پر ځینو مسایلو په ځانګړې توګه د نجونو پر زده کړو د بندیزونو پر سر د طالب مشرانو ترمنځ اختلافات شته.
که څه هم پر خلیل الرحمن حقاني د برید مسولیت د داعش ډلې پر غاړه اخیستی خو په کابل کې د طالبانو د حکومت د دې لوړ پوړي چارواکي له وژل کیدو وروسته داسې ګنګوسې خپرې شوې چې د طالبانو پر دې وزیر برید د دې ډلې د واکمنو چارواکو د خپلمنځي اختلافاتو پایله ده، هغه څه چې ملا برادر او نورو طالب مشرانو رد کړل.
خلیل الرحمن حقاني د طالبانو د حکومت د سرپرستې کابینې لومړنی غړی او لوړپوړی چارواکی دی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته وژل کیږي.
په پکتیا کې د خلیل الرحمن حقاني د جنازي په مراسمو کې د جمعې په ورځ د (ډیسمبر۱۳مه) د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خپله وینا کې خلیل حقاني زړه ور وباله او په ځانګړې توګه یې په وروستیو کې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده سره په یوه غونډه کې د نوموړي په جرئت خبرو ته اشاره وکړه.
په همدې مراسمو کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د خلیل الرحمن حقاني د وژلو تور په بهرنیو کړیو پورې کړی و، او ویلي یې وو چې:
«داعش سږ کال په افغانستان کې اوه داسې بریدونه کړي چې تلفات یې اړولي او له څیړنو وروسته څرګنده شوې چې شپږ بریدونه یې په بهر کې پلان شوي وو.»
متقي ویلي و، د حقاني د وژلو د پېښې په اړه څیړنې رواني دي.
د ملا هیبت الله له فرمانونو څرګنده نارضایتي
طالبان که څه هم د عامو خلکو او رسنیو څخه د خپلمنځي اختلافاتو د پټولو هڅه کوي، خو د دې ډلې ځینې مشران وخت ناوخت داسې څرګندونې کوي چې په کندهار کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله له فرمانونو څخه څرګنده نارضایتي په کې لیدل کیږي.
همدارنګه لویدیځو ډیپلوماټانو او رسنیو هم وخت په وخت د طالبانو د مشر د ځینو پالیسیو پر سر د دې ډلې د مشرانو ترمنځ اختلاف ته ګوته نیولې ده.