د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

د افغانۍ د ارزښت د کمېدو له کبله د خوراکي توکو بیې لوړې شوي


د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د افغانۍ په وړاندې د ډالر د ارزښت له لوړیدو سره د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.

د طالبانو د حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان بانک او د کابل په شهزاده سراى کې د ځینو صرافانو د معلوماتو له مخې، د يوه امریکایي ډالر بيه چې تېره اوونۍ نژدې ۶۸ افغانۍ وه، اوس له اویا افغانیو پورته شوې ده.


یو شمېر افغانان د دې وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د طالبانو له حکومته غواړي چې د نرخونو د لوړېدو مخه ونیسي.


د ننگرهار اوسېدونکی صبغت الله د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دې ولایت کې د خوراکي توکو بیې په وروستیو کې ډېرې لوړې شوي دي:


"په دې وروستیو کې د خوراکي توکو بيې ډېرې لوړې شوي دي. یو قوطى غوړي چې مخکې ۱۰۰۰ افغانۍ وه، اوس ۱۱۰۰ افغانۍ شوې دي، چې خلک یې په اړه ډېر اندېښمن دي. "


همدارنګه د کابل ښار اوسېدونکې مرسل، چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی، هم ورته اندېښنه لري:


"په خوراکي توکو کې اوس چې موږ غوړي او وریجې اخلو، په هر یوه کې تقریباً ۲۰۰ افغانۍ توپیر راغلی دی. په دې ورځو کې د سون توکو او خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي. موږ واقعاً اندېښمن یو، او په کور کې زموږ نارینه هم کار او دنده نه لري."


د پکتیا ولایت اوسېدونکی فهیم هم په دې اړه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل:


"له ګاز څخه نیولې بیا تر تېلو او خوراکي توکو پورې، هر څه ګران شوي دي. د بېلګې په توګه، د پنځو لیټرو غوړيو بیه چې ۴۹۰ افغانۍ وه، اوس ۵۵۰ افغانۍ شوې ده. د ۲۰ کیلو وریجو بیه چې ۱۶۰۰ افغانۍ وه، اوس ۱۶۵۰ افغانۍ ته پورته شوې ده."


دوی وايي، کله چې د ډالر بیه راټیټه شي، د خوراکي توکو په قیمتونو کې هیڅ بدلون نه راځي، خو کله چې د ډالر بیه پورته شي، د توکو قیمتونه په بې ساري ډول لوړېږي.


د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک ویلي چې د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) يو ډالر ۷۰ افغانۍ او ۱۵ پیسو تبادله کیده.


د افغانستان د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمن ځیرک په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د کابل د شهزاده سرای یو شمېر صرافان وايي چې تېره اوونۍ د يوه ډالر بيه ۶۷ افغانۍ او ۹۰ پیسې وه، خو اوس ۷۰ افغانۍ او ۲۵ پیسو ته لوړه شوې ده.


په ورته وخت کې د کابل ښار د خوراکي توکو يو شمېر پلورونکي وايي چې د ډالر د ارزښت لوړیدو د دوی پر پلور منفي اغېز کړی دی.


د خوراکي توکو یوه پلورونکي سید احمد وویل:
"یوه مسئله د سالنګ لارې اغېز دی چې اوس زیات مالونه د شیبر لارې راځي. ځینې وخت خلک د ډالر د بيې ټيټوالي ته انتظار کوي او وايي چې کله ډالر راښکته شي، بیا به د اړتیا وړ شیان واخلي. خو کله چې ډالر لوړ شي، د بازار پر وضعیت منفي اغېز کوي دا یوه ستونزه ده."


افغانستان یو داسې هېواد دی چې لا هم د خوراکي توکو په تولید کې پر ځان بسیا نه دی او وارداتو ته اړ دی.

د افغانستان بانک ویلي چې د افغانۍ د ثبات ساتلو لپاره کافي سرچینې لري چې د اړتیا پر مهال به ورڅخه استفاده وکړي.


دې بانک په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د پولي بې ثباتۍ د مخنیولي په موخه یې ۱۶ میلیون ډالر بازار ته وړاندې کړي دي.
خلک په داسې حال کې د ډالرو او خوراکي توکو د بیو د لوړیدو اندېښمن کړي چې ځینې نړیوال سازمانونو هم د راتلونکي ژمي لپاره د افغانستان خلکو سره د مرستو د کمېدو خبر ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG