د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، په خصوصي طبي انسټېټیوټونو کې د ښځو د ګډون منع کول خورا تبعیضي چلند دی او د لوړو زدهکړو په لور د ښځو او نجونو لپاره یوازېنۍ پاتې لاره له منځه وړي.
په طبي انسټېټیوټونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز ته د غبرګونونو دوام، د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، دا د طالبانو حکومت د تبعیضي کړنو د اوږدې لړۍ وروستی مورد دی چې د زدهکړې، کار او نورو برخو کې ښځې هدف ګرځوي او د هېواد راتلونکی برمته کوي.
د دغه ادارې ویاندې مېرمن روینا شمداساني په یوې ویډیو کې چې د پنجشنبې په ورځ له یوه بیان سره د یادې ادارې په ایکسپاڼه خپره شوه، زیاته کړې: "په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې په خصوصي طبي انسټېټیوټونو کې د ښځو د ګډون منع کول د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د چارواکو لهخوا یو بل مستقیم ګوزار دی، دا اقدام په ژوره توګه تبعیضي دی، لنډ لید لري او د ښځو او نجونو ژوند په خطر کې اچوي."
هغې زیاته کړه چې دا د لوړو زدهکړو په لور د ښځو او نجونو لپاره یوازېنۍ پاتې لاره له منځه وړي.
مېرمن شمداساني دغه شان زیاته کړې چې دا ډول اقدامات چې د په روڼتیا او د اړوندو کسانو د ښکېلتیا پرته ترسره کېږي، په ښکاره ډول د عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو ایستل دي.
په بیان کې راغلي چې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک له طالبانو غوښتي چې دغه زیان رسوونکی فرمان لغوه کړي او ویلي یې دي چې اوس د دې وخت دی چې د ښځو او نجونو بشري حقونه د افغانستان د بشري حقونو د نړیوالو مکلفیتونو سره سم تامین شي.
یو شمېر هغه نجونې چې د طالبانو د دې بندیز له امله اغېزمنې شوي، وايي چې د راتلونکې لپاره یې ټولې هیلې له منځه تللي.
مېرمن باران وايي: موږ غوښتل خپله دنده په ښه ډول مخته یوسو او هڅه وکړو د وطن خدمت وکړو، بس دا هر څه یو ډول ختم شول موږ لپاره.
یوه له دوی څخه سیلۍ باران ازادي راډيو ته وویل: "واقعاً زه دومره خپه شوم چې بېخي ناهیلي راته ودرېده، زما په فکر کې چې څه و هغه ونړېده، ارمانونه مې ټول ختم شول، یواځې د ارمانو خبره نه و، بلکې موږ غوښتل خپله دنده په ښه ډول مخته یوسو او هڅه وکړو د وطن خدمت وکړو، بس دا هر څه یو ډول ختم شول موږ لپاره."
یوې بلې نجلۍ چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډيو ته وویل: "دا هغه خبر و چې داسې حالت یې رامنځته کړ چې هیڅ نجلۍ په ځان نه پوهېده، ټول یې ډېر شوکه کړل، ځکه همدا د افغان نجونو وروستۍ هیلې وې."
طالبانو د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د دوی د مشر ملاهبتالله اخندزاده د یو فرمان پر بنسټ چې لا په رسمي توګه نه دی تایید شوی، په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د طبي انسټېټیوټونو دروازې وتړلې.
په دې طبي انسټېټیوټونو په روغتیايي برخه کې د ښځینه کارکوونکو د پام وړ اړتیا ته په کتو سره د نجونو پر زدهکړو د طالبانو حکومت بندیز نه و عملي شوی.
مخکې دوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي وو او دوی پوهنتونونو کې له لوړو زدهکړو هم راګرځولې وې.
د طالبانو دې تازه اقدام ګڼ شمېر کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي، خو د طالبانو کوم چارواکي تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.