د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۶

کرن ډيکر: که طالبان نړيوال مشروعيت غواړي، بايد له خلکو سره اړيکې ښې کړي


ارشیف: په کابل کې وسله‌وال طالبان
ارشیف: په کابل کې وسله‌وال طالبان

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو شارژدافیره وايي، که طالبان له نړیوالې ټولنې ملاتړ او مشروعیت غواړي، باید له خپلو خلکو سره اړیکې ښې کړي.

کرن ډیکر، د دوشنبې په ورځ له خبریالانو سره په یوه مجازي ناسته کې وویل، د افغانستان لپاره د سیمې د هېوادونو له ګډون پرته هیڅ حل‌لار ممکنه نه‌ده.

نوموړې ويلي: "د افغانستان لپاره هیڅ حل‌لار نه‌‌شته چې په هغه کې سیمه او په ځانګړي ډول افغانان په یو یا بل ډول شامل نه‌وي چې له خپلو ګاونډیانو سره خبرې وکړي."

دې د افغانستان په اړه د امریکا د راتلونکي ولسمشر د پالیسۍ په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې، باید د جنورۍ تر شلمې انتظار وایستل شي چې ډونالډټرمپ رسماً کار پیل کړي.

هغې د تروریستي ډلو فعالیتونو ته په اشارې ټینګار وکړ چې، دا ډلې یوازې په افغانستان کې فعالې نه‌‌‌دي، بلکې د هغوی پر وړاندې مبارزه سیمه‌ییزې همکارۍ ته اړتیا لري.

مېرمن ډیکر د طالبانو او متحدایالتونو ترمنځ د دوحې تړون ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، د دغه تړون یوه ماده دا ده چې په افغانستان کې به ترهګري ډلې حضور نه‌‌‌‌‌‌لري او د دې هېواد خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.

هغې زیاته کړه، د دوحې د تړون دا برخه د پای نېټه نه‌لري او تر هغو پورې به دا ژمنه پرځای وي څو چې په افغانستان کې تروریستي ډلې موجودې نه‌‌وي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر

د متحدایالاتو د سفارت شارژدافیرې د طالبانو د نویو قوانینو په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره د ژوند فضا محدوده شوې ده.

"که طالبان غواړي چې له نورې نړۍ سره ښې اړیکې ولري، باید د خپل هېواد د نارینه‌و او ښځینه‌‌‌و سره ښې اړیکې ولري
ډيکر

طالبانو په تېرو درې کلونو کې نجونې له شپږم ټولکي پورته له زده‌کړو محرومې کړي، عامه ځایونو لکه پارکونو او حمامونو ته یې د هغوی پر تګ بندیز لګولی او ان په وروستیو کې یې په لوړ غږ د ښځو په خبرو بندیز اعلان کړی دی.

اغلې ډیکر وویل، په‌‌‌دې اړه ډېره اندېښنه لري چې د افغانانو د ژوند فضا ورځ تر بلې محدوده کېږي او دا محدودیتونه نه یوازې د ښځو، بلکې د نارینه‌‌‌و لپاره هم له محدود سره ملې دي.

دې په عین حال کې وویل: "که طالبان غواړي چې له نورې نړۍ سره ښې اړیکې ولري، باید د خپل هېواد د نارینه‌و او ښځینه‌‌‌و سره ښې اړیکې ولري، هر ملاتړ او مشروعیت چې طالبان یې له نړیوالې ټولنې غواړي هغه لومړی د افغانانو له ملاتړه پیلیږي."

کرن ډیکر ټینګار وکړ چې متحدایالات د ملګروملتونو د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنيټ سره همکاري کوي، ترڅو د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن‌‌‌‌المنکر د قانون اغېزې و ارزوي.

هغې د طالبانو د نویو قوانینو په اړه وویل، نه پوهېږي چې دغه قوانین به څنګه پلي شي.
هغې زیاته کړه، په دوحه کې د ترسره کېدونکو ناستو په ترڅ کې د دغو مسایلو پېژندل او ارزونه په ریښتیا سره ستونزمنه ده.

اغلې ډیکر د زده‌‌کړو نړیوالې ورځې ته په اشارې وویل چې، تمرکز به یې یقیناً د ټولو افغانانو په تېره بیا د نجونو او ښځو پر تعلیم وي.

د هغې په خبره، ځکه چې له زده‌‌کړو پرته افغانستان به له ډاکترانو، انجینیرانو، د کمپیوټر پروګرامرانو، محاسبانو، ښوونکو، د کرنې او برېښنا متخصصانو او نورو څخه محروم وي او د دې معنا به دا وي چې افغانستان به له هغو متخصصانو بې‌‌‌برخې وي چې دا هېواد نن ورته اړتیا لري.

نوموړې دغه‌راز وايي: "تعلیم نه یوازې یو بشري حق دی، بلکې د افغانستان د بقا لپاره حیاتي دی، له همدې کبله د امریکا متحدایالتونه د تعلیم له متخصصانو سره په‌‌‌دې کار کوي چې افغان زده‌‌‌کوونکي پر هغو ستونزو او خنډونو لاس‌بري شي چې ورسره مخامخ دي؛ لکه ټکنالوژۍ ته لاس‌رسی او د زده‌‌‌کړو لپاره د کریډت ترلاسه کول."

دې همداراز وویل چې د امریکا متحدایالتونه د افغان نجونو لپاره د انلاین او د سپوږمکۍ د تلوېزیون له لارې د زده‌‌‌کړو د شرایطو د برابرولو ترڅنګ هغوی ته په نړۍ کې د کار او دندې لپاره هڅه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG