د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

داعش په بغلان کې د وروستۍ حملې پړه منلې؛ شنونکي: طالبان په یوازې توګه د داعش پر وړاندې د مبارزې توان نه لري


داعش د شنبې په ورځ په بغلان کې د صوفیانو پر زیارت حمله وکړه چې له کبله یې لس کسان ووژل.
داعش د شنبې په ورځ په بغلان کې د صوفیانو پر زیارت حمله وکړه چې له کبله یې لس کسان ووژل.

داعش ډلې په بغلان ولایت کې د وروستۍ خونړۍ حملې پړه ومنله.

که څه هم د طالبانو حکومت تل ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د داعش ریښې له منځه وړي، خو بیا دغې ډلې په دغه هېواد کې د یوې خونړۍ حملې پړه منلې ده.

اسوشېټېډ خبري اژانس راپور ورکړي چې د اسلامي دولت نومې داعش ډلې د خراسان څانګې د شنبې په ورځ د نومبر په ۲۳مه اعلان کړی چې د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د صوفیانو پر زیارت حمله د دغې ډلې بریدګرو کړې ده.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه حمله چې د شنې په ورځ د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې پر یوه زیارت شوې لس کسان په کې وژل شوي، خو د قربانیانو د کورنیو غړو بیا ازادي راډیو سره خبرو کې د وژل شویو شمېر ۱۱ تنه ښودلی.

په بغلان کې پر صوفیانو خونړی برید
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

د دغو قربانیانو د کورنیو ځینو غړو یو شمېر کورنیو رسنیو سره مرکو کې ویلي چې پر عبادت ځایونو د خونړیو حملو زیاتوالي د دوی وېرولي او اندېښمن کړي دي.

دوی ویلي چې دا زړه بوږنونکې پېښه د سترو جنایتکارانو د ظلم او ستم نښه ده.

خو د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې په افغانستان کې یې داعش ډله ځپلې ده.

د طالبانو په حکومت کې یوې باخبرې سرچینې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د یکشنبې په ورځ یې په لیکلي پیغام کې ازادي راډیو ته ویلي چې دا حمله په داسې ځای شوې چې له وړاندې په کې امنیتي تدابیر نه وو نیول شوي.

دغې سرچینې ادعا کړې چې یاده حمله د داعش د قوي کېدو په معنا نه بلکې په عبادت ځای کې پر ملکیانو د وسلو پر وسیله حمله د دغې ډلې د کمزورۍ په معنا ده.

خو امنیتي کارپوهان وایي، داعش په افغانستان کې شته او طالبان په یوازې توګه د دغې ډلې پر وړاندې د مبارزې توان نه لري.

اتمر وايي: له ترهګرو ډولو سره مبارزه جمعي مبارزې ته اړتیا اري تر څو چې په دې برخه کې سیمه‌ییزه همکاري موجوده نه وي د طالبانو اوسنی حکومت یې پر وړاندې د درېدو توان نه لري.

له دې ډلې اسحق اتمر ازادي راډیو ته وویل: "یو په افغانستان کې د داعش حضور ا و بل په دې هېواد کې د نورو سخت دریځو مذهبي ډلو شتون د دې ډول پېښو لامل کېدای شي، د دغو ډلو تر منځې خپلمنځۍ سیالۍ هم کېدای شي د داسې پېښو لامل وګرځي، له ترهګرو ډولو سره مبارزه جمعي مبارزې ته اړتیا اري تر څو چې په دې برخه کې سیمه‌ییزه همکاري موجوده نه وي د طالبانو اوسنی حکومت یې پر وړاندې د درېدو توان نه لري."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د شنبې په ورځ دا حمله غندلې او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې په اړه یې څېړنې وکړي.

یوناما دغه شان له طالبانو دا هم غوښتي چې د راتلونکو حملو مخه ونیسي او دا دا ډاډ دې ورکړي چې د ټولنې ساتنه کېږي.

له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ هم د دې حملې د غندنې په اړه په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکي چې مذهبي لږکي لا هم له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

هغه زیاته کړې چې ټول افغانان په سولې او هوساینه کې د عبادت کولو حق لري.

داعش ډلې د پنجشنبې ورځ په ناوخته د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې په هغو کسانو ډزې وکړې چې د سعید پاچا جان اغا په نوم د صوفیانو یوه زیارت کې د ذکرونو لپاره راټول شوي وو.

دا لومړی ځل نه دی چې داعش ډله په افغانستان کې پر یوه عبادت ځای د برید پړه پر غاړه اخلي، تر دې وړاندې هم په تېرو درېیو کلونو کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د داعش خراسان څانګې د ورته خونړیو حملو پړه منلې چې ګڼو ملکیانو ته یې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.

XS
SM
MD
LG