د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

د پاکستان امنیتي چارواکو د پلازمېنې اسلام‌آباد لارې او سړکونه بند کړل


په پلازمېنه اسلام اباد کې لویې لارې د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو د لاریون د مخنیوي لپاره بندې شوې دي.
په پلازمېنه اسلام اباد کې لویې لارې د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو د لاریون د مخنیوي لپاره بندې شوې دي.

د پاکستان امنیتي چارواکو د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو د لاریون د مخنیوي لپاره پرون د اسلام‌آباد لارې او سړکونه بند کړل.

په تېرو څو میاشتو کې دا دوهم ځل دی چې پاکستاني چارواکي د عمران خان د خلاصون لپاره د لسګونه زره معترضانو د مخنیوي په مقصد د پلازمېنې اسلام‌آباد لارې او سړکونه بندوي.

د بندیوان صدراعظم پلویانو اعلان کړی چې په اسلام‌آباد کې به نن پراخ لاریون وکړي.

د لویو لارو پولیسو پرون اعلان وکړ چې اسلام‌آباد ته ورتلونکې مهمې لارې به د بیارغونې له کبله بندې وي.

د کورنیو چارو وزارت بیا له خلکو غوښتي چې له غیرضروري سفرونو څخه دې ډډه وکړي او ویلي یې دي چې دا پرېکړه د عمومي نظم لپاره شوې، ځکه د چارواکو په وینا، داسې استخباراتي راپورونه شته چې وايي، قهرجن معترضان په پام کې لري د ننني لاریون پر مهال عمومي او خصوصي تاسیسات زیانمن کړي.

هغو خلکو چې په اسلام‌آباد کې اوسی یا کار کوي پرون بیا هغه آشنا منظره ولیدله چې د ښار په مهمو واټونو کې څو رنګه کانتینرونه کېښودل شول څو د ترافیک جریان سوکه کړي.

په پاکستان کې اوسمهال د پنځو یا له پنځو د زیاتو خلکو راټولېدل د دوو میاشتو لپاره ممنوع اعلان شوي څو په دې توګه د عمران خان د تحریک انصاف ګوند د فعالانو او پلویانو د مظاهرو مخه ونیول شي.

په اسلام‌اباد کې په وروستیو اوونیو کې دا دوهم ځل دی چې د عمران خان د پلویانو د اعتراضونو له کبله لویې لارې بندېږي.
په اسلام‌اباد کې په وروستیو اوونیو کې دا دوهم ځل دی چې د عمران خان د پلویانو د اعتراضونو له کبله لویې لارې بندېږي.

چارواکو همداراز د عمران خان د هغو پلویانو د مخنیوي لپاره چې له پنجاب او خیبرپښتونخوا ایالتونو څخه اسلام‌آباد ته ځي، په لویو لارو کې کانتینرونه ایښي، خو د خیبرپښتونخوا ایالتي وزیر علي امین ګنډاپور وویل چې له دې ایالت څخه اسلام‌آباد ته د تلونکو معترضانو مشري به دی کوي او زیاته یې کړه چې له خنډونو او موانعو د تېرېدو لپاره یې خپل تدابیر نیولي دي.

د سیمه‌ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، د کورنیو چارو وزارت په راروانو ورځو کې د پاکستان په ځینو برخو کې د مخابراتي خدماتو د ځنډولو په اړه غور کوي.

عمران خان په څه باندې ۱۵۰ جنایي قضیو کې تورن پېژندل شوی او له څه باندې یوه کال راهیسې په زندان کې دی، خو لا هم په خلکو کې منلی دی او تحریک انصاف ګوند وايي چې دا تورونه ټول سیاسي انګېزه لري.

عمران خان په څه باندې ۱۵۰ جنایي قضیو کې تورن پېژندل شوی
عمران خان په څه باندې ۱۵۰ جنایي قضیو کې تورن پېژندل شوی

په پاکستان کې په دې وروستیو کې ناامنۍ او ناآرامۍ ډېرې شوې دي.

اوس اوس د خیبرپښتونخوا ایالت په کرمه ایجنسۍ کې په فرقه یي جګړو کې لسګونه خلک مړه او ټپیان شوي دي.

په تېره یوه میاشت کې په دې سیمه کې د شیعه‌ګانو او سنیانو په فرقوي جګړو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵۰ ته رسېدلی دی.

د پاکستان یوه جګپوړي چارواکي چې نه غواړي نوم یې افشا شي، فرانس‌پرېس خبري آژانس ته ویلي چې د پرونۍ ورځې په اوږدو کې نژدې ۳۰۰ کورنۍ له هغو سیمو څخه چې نښتې په‌کې روانې دي، پېښور او هنګو ته کډه شوي دي.

د دې چارواکي په وینا، یو شمېر نورې کورنۍ هم له سیمې د وتلو په حال کې دي.

په خیبرپښتونخوا کې د شیعه او سني جګړه دوه ورځې وروسته له هغه پیل شوه چې وسله‌والو کسانو په کرمه ایجنسۍ کې د شیعه‌ګانو د موټرو پر یوه کاروان برید وکړ او ۴۳ کسان یې ووژل.

په دې برید کې یو شمېر نور کسان هم ټپیان شوي چې د یوولسو کسانو یې وضعیت نازک بلل شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG