د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

د رويا سادات نوی فلم "اهنگ سیما" نندارې ته وړاندې شو؛ دا فلم د څه‌شي کيسه کوي؟


د "اهنگ سیما" فلم د اکتوبر ۲۹مه د توکو د فلمونو په نړیوال فیستیوال کې نندارې ته وړاندې شو.
د "اهنگ سیما" فلم د اکتوبر ۲۹مه د توکو د فلمونو په نړیوال فیستیوال کې نندارې ته وړاندې شو.

افغان فلم جوړونکې رویا سادات خپل نوى فلم چې "اهنگ سیما" نومېږي د توکیو په نړیواله فیستیوال کې نندارې ته وړاندې کړ.

"اهنگ سیما" هغه فلم چې د دوه ځوانو افغانو او محصلو ښځو د مبارزې کیسه بیانوي، چې په ۱۹۷۸مه لسیزه کې د سیاسي بدلونونو او ځپنې پر وړاندې مبارزه کوي.

په‌‌دې فلم کې د دغو دو ښځو د عقایدو توپیر د دوی ترمنځ ناندرۍ پیدا کوي، خو د سختو اختلافاتو سره-سره، د دوی د دوستۍ اړیکه او د ښځو د مبارزې لپاره ګډې هڅې د سړې جګړې او پټو سیاسي لوبو په منځ کې هم برقراره پاتې وي.

د دغه فلم ډایرکټرې او يوې لیکوالې رویا سادات د "اهنگ سیما" فلم په اړه ازادي راډیو ته وويل: "کیسه موږ د ۱۹۷۸ کال کابل ته وړي، کیسه د دوو ځوانو نجونو ده، چې که څه هم بېلابېل او کله کله سخت متضاد نظرونه لري، د خپلو ګډو ارمانونو لپاره مبارزه کوي. کیسه د دغو دوو دوستانو په قربانۍ، دوستۍ، رفاقت او صداقت راڅرخي او په یوه ډول "اهنگ سیما" موږ د افغانستان ښو د مبارزو هېر شوی تاریخ ته وړي."

د "اهنگ سیما" فلم د اکتوبر ۲۹مه د توکو د فلمونو په نړیوال فیستیوال کې نندارې ته وړاندې شو.

رويا سادات له نورو فلم جوړونکو سره
رويا سادات له نورو فلم جوړونکو سره

ټاکل شوې وه چې د "آهنگ سیما" فلم په افغانستان کې جوړ شي، خو کله چې طالبانو په افغانستان بیا واکمن شول، فلم جوړونکي اړ شول چې دا فلم په جلاوطنۍ کې جوړ کړي.

رویا سادات ازادي راډیو ته وویل، چې یاد فلم د یونان په پلازمېنه اتن کې ثبت شوی دی چې له جغرافیایي پلوه له افغانستان سره ډېر ورته والى لري.

نوموړې وايي: "موږ ټولې تیارۍ لرلې چې فلم په کابل کې جوړ کړو، خو فلم هم زموږ په څېر سرګردانه شو او په جلاوطنۍ کې جوړ شو. فلم د ډول ډول چلنجونو سره مخ و. په پای کې دا پرېکړه وشوه چې دا فلم په ۲۰۲۲ کې په اروپا کې جوړ شي. یونان له جغرافیایي پلوه افغانستان ته ورته و، نو په پای کې مو هلته ثبت چارې وکړې."

عزیز دلدار او رولوف جان مینا د "اهنگ سیما" فلم لیکوالان دي اوالبا سوتورا یې هم له مهمو تولیدوونکو څخه.

مژده جمال‌زاده، نیلوفر کوخانی او لینا علم په‌دې فلم کې مرکزي رولونه لوبولي دي.

د "اهنگ سیما" فلم جوړونکي وایي، دا فلم په‌داسې حال کې په جلاوطنۍ کې جوړ شوی چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې سینما له‌منځه تلو سره مخامخ ده.

د فلم جوړونکو په وینا، د طالبانو د واکمنۍ تر مخه د افغانستان سینما لږ پرمختګ کړی و او د سینما د کارکوونکو لپاره د کار زمینه مساعده شوې وه، خو د جمهوري نظام تر سقوط وروسته راپورونه وايي چې، طالبانو ټولې سینماګانې تړلي او هغو شخصي تولیدونکو او فلم جوړونکو چې په فلم جوړولو بوخت وو، اوس فعالیت نه‌لري.

رویا سادات، شهربانو سادات، زه پخپله صحرا کریمي له هغو کسانو څخه یوو چې په هر حال فعال یوو. فلمونه جوړوو او له همدې جلاوطنۍ هم ګټه اخلو
صحرا کريمي

د طالبانو حکومت د ۱۴۰۰کال د لړم په ۳۰مه نېټه یو مکتوب خپور کړ او له تلوېزیونونو یې هم غوښتي و چې هر ډول ډرامې چې ښځې په‌کې رول لوبوي، خپرې نه‌‌کړي، چې دا امر د سینماو اړوند هم وو.

خو تر دې مخکې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي و، چې دوی ځینې موضوعات لري چې د افغان فلم له‌‌خوا به فلم شي، خو تر اوسه د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې د افغان فلم له‌‌خوا کوم تولید نندارې ته نه‌‌دی وړاندې شوی.

په همدې حال کې فلم جوړونکې او د افغان فلم پخوانۍ مشره صحرا کریمي وایي، هڅه کوي که په جلاوطنۍ کې هم د سینما له لارې د افغانستان وضعیت نړۍ ته وړاندې کړي.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "په اوسني وخت کې سره له‌دې چې د افغانستان سینما په جلاوطنۍ کې ده، افغان سینماګران په جلاوطنۍ کې دي، خو رویا سادات، شهربانو سادات، زه پخپله صحرا کریمي له هغو کسانو څخه یوو چې په هر حال فعال یوو. فلمونه جوړوو او له همدې جلاوطنۍ هم ګټه اخلو څو د سینما له لارې د افغانستان وضعیت خلکو ته ښکاره کړو."

د صحرا کریمي په وینا، هغه هم پلان لري چې ډېر ژر د "پرواز از کابل" په نوم يو فلم جوړ کړي او نندارې ته یې وړاندې کړي.

د "اهنگ سیما" فلم د توکیو د فلمونو په نړیوال جفیستیوال کې د "اسیايي راتلونکې" په برخه کې د لسو غوره نړیوالو فلمونو په منځ کې و چې د چین، امریکا، ایران، مالیزیا او نورو هېوادونو د فلمونو په کتار کې نندارې ته وړاندې شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG