د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۹

نړۍ

زيلينسکي: د اوکراين جګړې د ختمولو په اړه د ډونالډټرمپ د پلان په اړه معلومات نه‌لرم

د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي، د پنج‌شنبې په ورځ وویل چې، د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د هغه پلان جزیات چې وايي، د اوکراین جګړه به ژر پای ته ورسوي، نه‌لري.

ښاغلي زیلینسکي دا څرګندونې په بوداپست کې د اروپايي مشرانو د سرمشریزې په څنډه کې په یوه خبري غونډه کې وکړې او ویې ویل، باور لري ټرمپ غواړي د اوکراین خلاف د روسیې جګړه ژر پای ته ورسوي.

زیلینسکي په عین حال کې وویل، د دې پلان د جزیاتو په اړه هيڅ معلومات نه‌لري او لا یې له ټرمپ سره په‌‌دې اړه خبرې نه‌‌دي کړي.

زیلینسکي وویل، باور لري چې ولسمشر ټرمپ رښتیا هم یو چټک حل غواړي، خو دا د دې معنا نه‌لري چې خامخا به داسې وشي.

ولسمشر زیلینسکي د هغو لومړیو مشرانو له ډلې و چې له ټرمپ سره یې په ټیلیفون خبرې وکړې او هغه ته یې د بري مبارکي وویله.

ټرمپ په انتخاباتي مبارزو کې په ځلونو له اوکراین سره د امریکا پر پراخ پوځي او مالي ملاتړ انتقادونه وکړل او بې له‌‌‌دې چې د خپلې طرحې جزیات څرګند کړي، ژمنه وکړه چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه به ډېر ژر پای ته ورسوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ایران د پترولیم او ګازو په برخه کې له افغانستان سره صادراتو زیاتولو ته چمتو دی

عکس د ایران د تیلو وزارت له ایکس پاڼې
عکس د ایران د تیلو وزارت له ایکس پاڼې

د ایران د تیلو وزیر د طالبانو د کانونو او پترولیم له وزیر سره د لیدو پر مهال ویلي چې د حکومت پالیسي یې دا ده چې له ګاونډي هیوادونو سره اقتصادي اړیکې ژورې کړي، په ځانګړې توګه د تیلو او ګازو په برخه کې.
د ایران د تیلو وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلې ده. په اعلامیه کې راغلي چې د دې وزارت وزیر محسن پاکنجاد د سې شنبې په ورځ له هدایت الله بدري سره د لیدو پر مهال وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې د متقابلو ګټو پر بنسټ ولاړې دي او افغانستان ته د پترولو محصولاتو پر صادراتو، د کاري ځواک پر روزنه، د ګازو پر صادراتو او د افغانستان د طبیعي ګازو د صنعت پر پراختیا ټینګار وکړ.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې اعلامیې له مخې، د طالبانو د کانونو وزیر هدایت الله بدري د دوشنبې په ورځ ایران ته سفر وکړ چې د کانونو سرچینو په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي.

بدري، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر بندیزونو لاندې دی، د کانونو متخصصینو او څیړونکو په دوهم نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي مشري کوي، چې روانه اونۍ په ایران کې ترسره کیږي.

د امریکا دفاع وزیر له افغانستانه د امریکايي پوځ وتلو ته د بیاکتنې امر کړی دی

عکس ارشیف
عکس ارشیف

د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګسیت Pete Hegseth له افغانستانه د امریکايي پوځ وتلو ته د بیاکتنې امر کړی دی.

په یوه اعلامیه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوه، هیګسیت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د بایډن ادارې پرېکړه "ویجاړونکې او شرمونکې" بللې ده.

ده دا پرېکړه د کابل نړیوال هوایی ډګر د ابی ګیټ په ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکایي سرتیرو او ۱۷۰ ملکي وګړو د مړینې لامل وبلله.

هیګسیت زیاته کړې چې د عامه چارو لپاره د دفاع وزیر مرستیال او لوړ پوړي سلاکار شان پارنیل ته يې لارښوونه کړې چې له افغانستانه د امریکايي پوځ د وتلو په اړه د وزارت لپاره د بیاکتنې ځانګړی ټیم رامنځته کړي.

ولې د چایو نړیواله ورځ نمانځل کیږي؟

د مې ۲۱مه په نړۍ کې د چایو د ورځې په توګه نمانځل کیږي. دا ورځ ملګرو ملتونو د چایو د نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده چې د دې څښاک اهمیت او ارزښت پر نړیواله کچه نه یوازې له اقتصادي پلوه بلکې له کلتوري پلوه هم په ګوته کړي.

چای په ډیری ټولنو کې مانا لرونکی رول لوبوي. په افغانستان کې هم چای یو مهم څښاک دی.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې چای تر اوبو وروسته په نړۍ کې تر ټولو زیات مصرفېدونکی څښاک دی. داسې انګیرل کیږي چې د چای سرچینه د هند په شمال ختیځ، شمالي میانمار او سویل لویدیځ چین کې ده خو دقیق ځای نه دی معلوم چې دې بوټي لومړی ځل چیري وده کړې وه.

د ملګرو ملتونو پر پاڼه د چایو په اړه زیاته شوې چې داسې شواهد شته چې چای په چین کې ۵۰۰۰ کاله مخکې هم څښل کېدې.

امریکايي رسنۍ: اسراییل د ایران پر اټومي تاسیساتو د احتمالي برید چمتووالی نیسي

سي این این د څو امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې نوي معلومات ښيي، اسراییل د ایران پر اټومي تاسیساتو د احتمالي برید لپاره چمتووالی نیسي. خو لا هم روښانه نه ده چې وروستۍ پریکړه شوې ده که نه.

په دې راپور کې چې د سې شنبې په ماښام خپور شو، زیاته شوې چې امریکا داسې معلومات ترلاسه کړي چې ښیې تل ابیب د پوځي چمتووالي اقدامات تعقیبوي، حتی پداسې حال کې چې د ټرمپ اداره له تهران سره د ډیپلوماتیک تړون په لټه کې ده.

امریکايي او اسراییلي چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.

په بلوچستان کې په چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ښوونځي بس ته څېرمه په چاودنه کې د درو کوچنیانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او پنځه دېرش نور ټپیان دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې چاودنه نن د خضدار په سیمه کې رخشان هوټل ته نژدې وشوه.

تر اوسه پورې هيڅ کس یا ډلې د دې پیښې مسؤلیت نه دی منلی؛ خو په تیرو وختونو کې، بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلو په بلوچستان کې د وسله والو بریدونو او بمي چاودنو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ایران اتومي پروګرام باید له یورانیمو د غني کولو پرته وي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هیله څرګنده کړه چې له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه توافق وشي، ځکه د ده په وینا، بل انتخاب به «بدتره» وي.

روبیو د سې‌شنبې په ورځ د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې وویل، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره هڅه کوي، له ایران سره داسې یوه موافقه وکړي چې له مخې یې تهران ته اجازه ورکړل شي چې د سوله‌ییز اټومي پروګرام لرونکی وي، خو د یورانیمو غني کولو اجازه ونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي د سې‌شنبې په ورځ وویل، فکر نه کوي له امریکا سره خبرې کومې پایلې ته ورسېږي.

هغه د امریکایي چارواکو له خوا د یورانیمو له غني کولو لاس اخیستو ټینګار ته په اشارې سره وویل، ایران د چا اجازې ته منتظر نه دی او خپلې پالیسۍ لري.

تهران او واشنګټن تر دې دمه د اتومي پروګرام په اړه څلور پړاوونه خبرې کړي او راپورونه وایي چې د یورانیمو د غني کولو موضوع په دغو خبرو کې اصلي اختلافي ټکی ګرځېدلې ده.

اسراییل د بشري مرستو ۱۰۰ لاریو ته اجازه ورکړه چې غزې ته لاړې شي

ملګرو ملتونو ویلي چې اسراییل اجازه ورکړې چې د بشری مرستو ۱۰۰ نورې لارۍ غزې ته داخلې شي.

په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویاند هیله څرګنده کړه چې دا مرستې به د چهارشنبې تر ورځې پورې غزې ته ورسېږي.

له نژدې درې میاشتې کلابندۍ وروسته، د دوشنبې په ورځ یوازې ۹ لاریو ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوه، خو له هغو څخه یوازې پنځه لارۍ غزې ته داخلې شوې.

ټاکل شوې ده چې د ماشومانو لپاره د خوړو په ګډون د مرستو وېش د سې‌شنبې له ورځې پیل شي.

ملګرو ملتونو او مرستندویو ادارو څو ځلي خبرداری ورکړی چې په غزه کې د قحطۍ جدي خطر مشته.

اسراییل بیا ادعا کوي چې حماس د مرستو یوه برخه د خپلو پوځي فعالیتونو لپاره ګرځوي. حماس ډله د امریکا او اروپايي اتحادیې له‌خوا د ترهګرو ډلو په لیست کې شامله ده.

درو لوېدیځو هیوادونو پر غزې د بریدونو په خاطر پر اسراییل د بندیز لګولو ګواښ وکړ

د بریتانیا، کاناډا او فرانسې مشرانو ګواښ کړی چې که اسراییل پر غزه خپله تازه حمله و نه دروي او لا هم د مرستو د رسیدو مخنیوي ته دوام ورکړي، نو پر دغه هېواد به بندیزونه ولګوي او فشارونه به پرې زیات کړي.

دغو درېیو لوېدیځو هېوادونو د دوشنبې په ورځ، (د غويي په ۲۹مه) په یوه ګډ بیان کې ټینګار کړی چې د اسراییل له لوري ملکي وګړو ته د ضروري مرستو نه رسېدل «نه منونکی عمل» دی.

دوی ویلي، چې تل یې د اسرائیل د ځان‌ د دفاع حق په رسمیت پېژندلی، خو دا وضعیت چې اوس زیات شوی، بېخي نا متناسب دی.

اسراییل د تېر کال د کب یا حوت له ۱۲مې نېټې راهیسې غزې تړانګې ته د خوراکي توکو، درملو او سونګ توکو د ننوتو مخه نیولې ده، او ملګرو ملتونو او نورو مرستندویو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د غزې د محاصرې له امله هلته د قحطۍ جدي خطر رامنځته شوی.

سره له دې، په وروستیو ورځو کې چې د اسراییلي پوځ نوی عملیات پیل شوي، اسرائیلي چارواکو اعلان کړی چې غزې ته به د خوړو یوه محدوده اندازه پرېږدي.

بریتانیا او اروپايي ټولنې د سوداګرۍ او ګمرکي محدودیتونو کمولو او امنیتي همکارۍ زیاتولو لپاره یو نوی تړون لاسلیک کړ

د بریټانیا او اورپايي ټولنې بیرغونه، عکس له آرشیف څخه
د بریټانیا او اورپايي ټولنې بیرغونه، عکس له آرشیف څخه

دا تړون چې د دوشنبې په ورځ، د غویي په ۲۹مه لاسلیک شو، د "تاریخي" تړون په نوم یادیږي چې د دفاع او سوداګرۍ په برخه کې د نږدې اړیکو لپاره لاره هواروي، چې پنځه کاله دمخه له اتحادیې څخه د بریتانیا د سخت وتلو وروسته یو نوی فصل پرانیزي.

د برتانیا لومړي وزیر کایر سټارمر وویل چې دا تړون د دوی په اړیکو کې د نوي دور پیل په نښه کوي، او دوی به د وخت سره سم یو نوې ستراتیژیکه ملګرتیا ترلاسه کړي.

توافق دفاعی میان دو طرف به معنای برگزاری گفت‌وگوهای منظم امنیتی، احتمال پیوستن بریتانیا به مأموریت‌های نظامی اتحادیه اروپا و همچنین بهره‌برداری کامل لندن از صندوق دفاعی ۱۵۰ میلیارد یورویی (۱۶۷ میلیارد دلاری) است که این بلوک در حال ایجاد آن است.

د دواړو خواوو ترمنځ د دفاعي هوکړې معنا دا ده چې منظمې امنیتي خبرې به ترسره کیږي، بریټانیا به د اروپایي ټولنې له نظامي ماموریتونو سره د ګډون امکان ولري، او لندن به وکولای شي له هغه ۱۵۰ میلیارد یورو ( ۱۶۷ ډالر) دفاعي صندوق څخه پوره ګټه واخلي، چې اروپایي ټولنه یې جوړوي.

یونان به د شارجه نړیوال کتاب نندارتون په ۴۴مه ګڼه کې افتخاري میلمه وي

عکس ارشیف
عکس ارشیف

یونان به د شارجه نړیوال کتاب نندارتون په ۴۴مه ګڼه کې افتخاري میلمه وي.

دا خبره د شارجه کتاب ادارې (SBA) مشرې، شیخه بدور بنت سلطان القاسمي کړې ده. دې ویلي چې یونان، د خپل بډایه تاریخي میراث او نړیوال کلتوري نفوذ سره، د انساني تخلیق په بهیر کې یوه مهمه ستنه دی.

د شارجه نړیوال کتاب نندارتون د ادارې د معلوماتو له مخې دا په نړۍ کې دریم لوی د کتاب نندارتون دی او په عربي نړۍ کې ترټولو معتبر ګڼل کیږي.

د شارجه کتاب نندارتون اداره هر کال، په خپرونو او اړوندو برخو کې غوره نړیوال استعدادونه منځني ختیځ ته جلبوي. د سږ کال نندارتون به د ۲۰۲۵م کال د نومبر له ۵مې تر ۱۶مې دوام وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG