د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

​​​​​​​د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې؛ د روسیې او ایران له‌خوا د کرکې د خپرونې د کمپاین په اړه خبرداری ورکړل شوی


د امریکا په اریزونا کې د ټاکنو له بهیره یو انځور
د امریکا په اریزونا کې د ټاکنو له بهیره یو انځور

په امریکا کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د دې هېواد استخباراتي او امنیتي ادارو د روسیې او ایران له‌خوا د ناسمو معلوماتو د خپرولو او د امریکا په خلکو کې د کرکې د خپرونې د کمپاین په اړه خبرداری ورکړی دی.

د امریکا استخباراتي او امنیتي چارواکو پر روسیې او ایران تور لګولی چې د ناسمو معلوماتو د خپرولو او د سایبري حملو د کمپاین له لارې د امریکایانو ترمنځ د ولسمشرۍ د انتخاباتو په مسئله کې د اختلاف راوستو هڅه کوي.

د انتخاباتو په درشل کې نظرپوښتنو ښودلې چې د دیموکرات ګوند د کاندیدې او د ولسمشر د مرستیالې کاملا هاریس او د جمهوریپال ګوند د کاندید پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ انتخاباتي مبارزه په ډېر لږ توپیر سره روانه ده او دا اټکل ډېر ګران دی چې کوم به یې وګټي نو ځکه وضعیت په داسې حال کې چې خلک د رای ورکولو مرکزونو ته ځي حساس دی.

د امریکا د استخباراتو ملي دفتر، د فدرال تحقیقاتو ادارې یا ایف‌بي‌آی FBI او د تاسیساتو د سایبري امنیت ادارې پرون په یوه ګډ بیان کې وویل چې له روسیې سره تړلي عناصر د دې لپاره چې د انتخاباتو مشروعیت زیانمن کړي، په خلکو کې ویره واچوي او د دې ناسم ذهنیت په خپرولو سره چې ګنې امریکایان د سیاسي لومړیتوبونو په خاطر د یوبل پرضد له تشدد څخه کار اخلي جعلي ویډیوګانې او مقالې خپروي.

بیان زیاتوي چې دا هڅې د انتخاباتو د چارواکو او نورو پر وړاندې د تشدد د پارونې خطر رامنځته کولای شي.

د امریکا استخباراتي ادارو له تېرو څو میاشتو راهیسې خبرداری ورکاوه چې د روسیې د حکومت په ملاتړ د امریکا په انتخاباتو کې د نفوذ هڅې روانې دي.

د امریکا استخباراتي ادارو د جعلي معلوماتو په اړه په یوه بیان کې، د مثال په توګه یادونه کړې چې روس پلوو عناصرو په دې وروستیو کې یوه جعلي مقاله خپره او د تبلیغاتو لپاره وکاروله. په دې مقاله کې ادعا شوې چې په ځینو هغو حساسو ایالتونو کې چې رایې یې د انتخاباتو نتایج بدلولای شي چارواکي غواړي د ځینو تکتیکونو، له هغې ډلې د رایو د صندوقونو د ډکولو او سایبري حملو له لارې په انتخاباتو کې درغلي وکړي.

دوی دا هم ویلي چې د روسیې تر نفوذ لاندې کسانو په دې وروستیو کې یوه جعلي ویډیو خپره او مشهوره کړه چې په هغې کې یو سړی ادعا کوي چې ګنې په اریزونا ایالت کې د انتخاباتو په چاره کې درغلي شوې.

د امریکا له ټاکنو یو انځور
د امریکا له ټاکنو یو انځور

د شوې ادعا له مخې په دې ایالت کې د مېرمن هریس په ګټه په بهر کې جعلي رایې کارول شوي.

د اریزونا د بهرنیوچارو ایالتي وزیر لا پخوا دا ویډیو جعلي بللې او رد کړې یې ده.

استخباراتي ادارو په خپل بیان کې ویلي چې که څه هم تر ټولو لوړ ګواښ د روسیې له‌خوا انتخاباتو ته متوجه دی، خو وايي چې ایران هم د انتخاباتو لپاره له بهره د پام وړ خطر پېښوي.

د بیان له مخې استخباراتي ارزونې ښيي چې ایران د ټرمپ د کمپاین پرضد مضر سایبري اقدامات کړي دي.

دې ادارو ویلي دي چې ایران پلوي ایجنټان هم ښايي په رسنیو کې د جعلي مطالبو په خپرولو سره د رای ورکولو بهیر زیانمن کړي او د تېرو انتخاباتو په څېر تاوتریخوالی وپاروي.

استخباراتي ادارو له رای ورکوونکو غوښتي چې خپل معلومات له باوري دولتي سرچینو، په تېره د انتخاباتو له سیمه‌ییزو چارواکو څخه ترلاسه کړي.

مسکو او تهران دواړو د امریکا د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال د ناسمو معلوماتو د خپرولو په کمپاین کې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG