د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

بېنيټ: نړيواله ټولنه دې د افغانستان د بشري حقونو وضعيت ته په پام يو هراړخيز پلان جوړ او عملي کړي


ارشيف
ارشيف

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور پرون د ملګروملتونو عمومي اسمبلې ته وړاندې کړ.

ریچارډ بېنیټ پرون د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې ۳۸مې غونډې ته د خپل راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل چې، په افغانستان کې د طالبانو له څه باندې درې کلنۍ واکمنۍ وروسته د بشري حقونو بحران په تېره د ښځو او نجونو لپاره نور هم ژور شوی دی.

بېنیټ پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان د بشري حقونو روان وضعیت ته په پام یو هراړخیز پلان جوړ او عملي کړي.

هغه زیاته کړه چې د نړیوالې ټولنې له‌خوا د داسې یوه پلان نه‌شتون طالبان په خپلو اقداماتو کې نور هم زړور کړي دي.

بېنیټ ټینګار وکړ چې، باید له طالبانو سره د هغه څه په خاطر چې ده له نجونو او ښځو سره تبعیضي چلند وباله، حساب‌کتاب وشي.

ښاغلي بېنيټ مخکې له‌‌دې هم د خپل دې راپور جزییات له رسنیو سره شریک کړي وو، خو د دې راپور تر اورولو وروسته چې کله د بېلابېلو هېوادونو استازو خپلې پوښتنې مطرح کړې، نو ده په ځوابونو کې تر ډېره پر دې ټینګار وکړ چې د طالبانو له حکومت سره به د دې اقداماتو په خاطر حتما حساب‌کتاب کېږي.

ريچارډ بېنيټ
ريچارډ بېنيټ

بېنیټ دې پوښتنې ته چې ایا ده د ملګروملتونو د جرمونو له نړیوالې محکمې ICC سره په‌دې اړوند تماسونه نیولي دي کنه، په ځواب کې وویل چې دی د دې طرحې ملاتړ کوي.

هغه وويل: "زه د جرمونو نړیوالې محکمې ته د ټولو امکاناتو په کارولو سره د دې موضوع د راجع کولو او په‌دې برخه کې د عملي څېړنو د ټولو اقداماتو پلوی یم. په‌دې اړه د پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې زه د دې محکمې له لوی څارنوال سره د ملګروملتونو له اصولو سره سم په تماس کې یم."

"موږ د افغانستان لپاره د حساب‌کتاب د یوه خپلواک مېکانیزم جوړېدل غواړو
نصيراحمد فايق

ښاغلي بېنیټ په ډاګه کړه چې د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو عادي کول، یوازې په هغه صورت کې ممکن دي چې پر ښځو او نجونو ټول هغه لګېدلي محدودیتونه پای ته ورسېږي چې له تېرو څه باندې درېیو کلونو راهیسې اعلان شوي دي.

پر ښځو او نجونو د محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنې، د افغانستان د استازي نصیراحمد فایق په ګډون د غونډې د نورو ګډونوالو په ویناو کې هم انعکاس وکړ.

ښاغلي فایق چې لاهم په ملګروملتو کې د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام استازيتوب کوي، د بېنیټ د راپور د ملاتړ ترڅنګ یوځل بیا د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه.

نوموړي وويل: "موږ د افغانستان لپاره د حساب‌کتاب د یوه خپلواک مېکانیزم جوړېدل غواړو او په‌دې برخه کې موږ د جرمني، کاناډا، اسټرالیا او هالنډ د هغه نوښت هرکلی کوو چې ۲۲ نورو هېوادونو یې هم ملاتړ کړی او په هغه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د هرراز تبعیضي چلند د مخنیوي د کنسواسیون له مکلفیتونو څخه د سرغړونو په خاطر له طالبانو سره د حساب‌کتاب غوښتنه شوې."

نصيراحمد فايق
نصيراحمد فايق

د بېنیټ په راپور کې له ښځو سره پر تبعیضي چلند سربېره په افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت پر نورو اړخونو، لکه د ماشومانو او اقلیتونو پر حقونو د تيري پر اړوندو موضوعاتو تفصیلي رڼا اچول شوې ده.

د بشري حقونو مسایل په تېره د ښځو او نجونو پر تعلیم او کار محدودیتونه، د ډېری شنونکو په باور هغه لوی خنډونه دي چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پر وړاندې پراته دي.

د طالبانو له څه باندې درې کلنې واکمنۍ وروسته لاهم داسې نښې نښانې نه‌ښکاري چې، د دوی حکومت به په نژدې راتلونکې کې په رسمیت وپېژندل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG