د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

کابل کې د تېرې ورځې چاودنه؛ د ټپي شويو کسانو کورنۍ د عدالت او عاملينو ته د سزا غوښتنه کوي


د کابل د ایمرجنسي روغتون څنډه چې د وروستیو پېښو ټپیان او مړي وروړل شوي دي.
د کابل د ایمرجنسي روغتون څنډه چې د وروستیو پېښو ټپیان او مړي وروړل شوي دي.

د کابل ښار پامیر سینما ته څېرمه د لیلامیو په یو بازار کې د پرونۍ چاودنې د قربانیانو او زخمیانو کورنۍ د طالبانو له حکومته غواړي، د دې پېښې عاملینو ته دې سزا ورکړي.

په یاده پېښه کې د یوه ټپي شوي کس خپلوان، چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، د اسلامي امارت څخه غواړو، هغه مجرم یې چې نیولی خوشې یې نه‌کړي او د ده په ټکو ورته سزا ورکړي.

نوموړی وايي، د ټپي شوي کس د وضعیت په اړه هیڅ ډول معلومات نه‌لري او د روغتون مسوولين يې کورنۍ ته د ليدو اجازه نه ورکوي.

"د ټپيانو په منځ کې زما ملګری هم دی، کورنۍ سره یې چې وغږېدم راته یې وویل چې د روغتون په بهر کې منتظر و، خو ورته یې اجازه ورنه‌‌کړه
د کابل يو اوسېدونکی

هغه دغه راز وويل: "د ماما د زوی کورنۍ مې ډېره اندېښمنه ده. زما د ماما زوی په‌دې پېښه کې ټپي شوی. روغتون کې اجازه نه راکوي چې دننه شو. نه‌پوهېږم چې حالت به یې څنګه وي."

یو بل کس چې دا هم نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، نږدې ملګری یې په‌دې پیښه کې ټپي شوی.

هغه وايي: "د ټپيانو په منځ کې زما ملګری هم دی، کورنۍ سره یې چې وغږېدم راته یې وویل چې د روغتون په بهر کې منتظر و، خو ورته یې اجازه ورنه‌‌کړه چې دننه ولاړ شي. طالبان باید د خلکو امنیت ټینګ کړي او د دې ډول پېښې عاملینو ته دې سزا ورکړي."

د چهارشنبې په ورځ د ماسپیښین دوه بجې شاوخوا د کابل پامیر سینما ته څېرمه د لیلاميو یو بازار کې چاودنه وشوه، چې یوشمېر ملکيانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله واوښته.

د دې پېښې په هغې ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې لیدل کېږي چې، د چاودنې ځای کې د ملکي وګړو ګڼه ګوڼه زیاته وه.

په کابل کې د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران ازادي راډيو ته په یوه پیغام کې لیکلي، په‌دې پېښه کې چې په یوې کڅوړه کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله شوې، یو ماشوم مړ او یوشمېر ټپیان دي.

خو د ټپیانو د شمېر په اړه یې څه نه‌‌دي ویلي.

نوموړي دغه شان زیاته کړې، د چاودېدونکو توکو لېږدوونکی کس د امنیتي ځواکونو له‌خوا په ټپي حالت کې نیول شوی او څېړنې ترې روانې دي، تر څو په‌دې پېښه کې ټول ښکېل کسان معلوم او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د کابل ایمرجنسي روغتون بیا د چهارشنبې په ورځ په خپله وېب‌پاڼه په یوه بیان کې ویلي، له‌‌دې چاودنې ۱۱ ټپيان دې روغتون ته ور انتقال شوي دي.

يادې روغتیايي مؤسسې په افغانستان کې د خپل مرستیال مدیر استفانو جینارو سمیرنوف په حواله لیکلي چې، په ټپي شویو کې یوه درې کلنه نجلۍ، یو څلور کلن هلک، یو شپاړس کلن هلک، دوه مېرمنې او شپږ نارینه شامل دي چې د یوه حالت یې نازک بلل شوی.

که څه هم د طالبانو حکومت چارواکي تل ادعا کوي چې، داعش ډله یې د افغانستان دننه ځپلې خو بیا هم وخت نا وخته دا ډله د یوشمېر بریدونو په ترسره کولو، ملکي وګړي په ځانګړي ډول شیعه‌ګان په نښه کوي.
که څه هم د طالبانو حکومت چارواکي تل ادعا کوي چې، داعش ډله یې د افغانستان دننه ځپلې خو بیا هم وخت نا وخته دا ډله د یوشمېر بریدونو په ترسره کولو، ملکي وګړي په ځانګړي ډول شیعه‌ګان په نښه کوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پنج‌شنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه کې دا پېښه غندلې او يو ترهګريز عمل يې بللی دی.

د يادې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی، خو تر دې مخکې په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د ځينو خونړیو بریدونو مسوولیت د اسلامي دولت ډلې (داعش) خراسان څانګې منلی.

که څه هم د طالبانو حکومت چارواکي تل ادعا کوي چې، دا ډله یې د افغانستان دننه ځپلې خو بیا هم وخت نا وخته دا ډله د یوشمېر بریدونو په ترسره کولو، ملکي وګړي په ځانګړي ډول شیعه‌ګان په نښه کوي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG