د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

ملا برادر: له ټولو ښارونو سوالګر ټولوو؛ یوه سوالګره: چې سوال ونه کړم، ۴ یتیمان څنګه وساتم؟


کابل کې یو شمېر سوالګرې مېرمنې - تصویر له ارشیفه
کابل کې یو شمېر سوالګرې مېرمنې - تصویر له ارشیفه

د طالبانو د حکومت د رئيس الوزرا د اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، یو ځل بیا له ښارونو څخه د ټولو سوالګرو پر راټولولو ټینګار کړی دی.

د نوموړي د دفتر مطبوعاتي برخې په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې ملا عبدالغني برادر، د شنبې په ورځ، د ده په مشرۍ د سوالګرو د را ټولولو کمېټې په غونډه کې وویل، چې د سوالګرو له راټولولو او ارزونې وروسته به مستحقو کسانو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وشي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یادې کمېټې پرېکړه کړې چې د حج او اوقافو وزارت دې د جمعې د ملا امامانو په همکارۍ د جمعې لمانځه په خطبو کې خلک د دې کار د دنیا او آخرت له زیانونو خبر کړي.

له ښارونو څخه د سوالګرو د راټولولو د پروګرام له پیل څخه د څه باندې یو کال په تېرېدو سره په کابل او ولایتونو کې یو شمېر سوالګر ادعا کوي چې تر اوسه ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.

یوه سوالګره مېرمنه، چې ۲۸ کلنه او د کابل اوسېدونکې ده، وایي څلور ماشومان لري.

هغه زیاتوي، د ښوونکو د روزنې انستیتیوت زده کوونکې وه، خو د کورنۍ له خوا د جبري واده قرباني شوه.

د هغې په وینا، اوس يې خاوند مړ دی او له سوال کولو پرته بله لاره نه لري.

دا چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل:

" زه نور څه کار وکړم، ماشومان مې ډوډۍ غواړي، زه مجبوره یم سوالګري وکړم، جومات ته ولاړه شم یا د نانوايي مخې ته کینم. د ورځې کله ۱۰۰ روپۍ، کله ۳۰، کله ۱۰ او کله هیڅ پیسې نه راټولېږي، یواځې ۵ یا ۴ ډوډۍ پرې کیږي. طالبان خو خلک وړي خو زما ماشومان ډير واړه دي، که ما یوه ورځ هم یوسي، ښايي ماشومان مې له لاسه ورکړم."

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سوالګرو د را ټولولو د کمېټې مشري کوي
د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سوالګرو د را ټولولو د کمېټې مشري کوي

بادام ګل، د کابل ښار یوه بله سوالګره، چې په یوې خېمې کې ژوند کوي.

دا وايي، زوی یې په نشه توکو روږدی دی او مېړه یې ناروغه، نو ځکه سوال ته ناسته ده.

هغې ازادي راډیو ته وویل:

" ستونزې لرم، په خېمه کې ژوند کوم، ددرې شپو راهیسې مې ډوډۍ نه ده خوړلې، مېړه مې ناروغ دی، په ځای پروت دی . ما هم عملیات کړی، یو زوی لرم، هغه هم پوډري دی. "

د نیمروز ولایت اوسیدونکې، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، چې نه حکومت او نه هم نړیوالو ادارو ورسره مرسته کړې ده.

هغه زیاتوي:

" هيڅ مې په توان کې نشته، چې خلکو کورونو ته ولاړه شم او کار وکړم. زه مجبوره یم چې سوالګري وکړم، که ما پریږدي که نه، زه مجبوره یم چې سوالګري وکړم، وږې یم. چې وړې نه وم سوالګري نه کوم. کور زما نه دی، کرايي دی، هغه هم کنډواله ، څښولو ته پاکې اوبه نه لرم، تر اوسه هیچا راسره مرسته نه ده کړې."

د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد او د سرې میاشتې د کمېټې له چارواکو مو د سوالګرو د راټولولو او له دوی سره د مرستې د بهیر د جزییاتو په اړه وپوښتل، خو ځواب مو ترلاسه نه کړ.

یو شمېر سوالګرې مېرمنې وایي چې طالبانو د ژمنو خلاف مرسته ورسره نه ده کړې
یو شمېر سوالګرې مېرمنې وایي چې طالبانو د ژمنو خلاف مرسته ورسره نه ده کړې

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د روان هجري لمريز کال په پيل کې ويلي وو، چې دوی له کابل ښار څخه شاوخوا ٣٠ زره سوالګر راټول کړي، چې مرستې به پرې ووېشل شي.

د طالبانو حکومت د ۱۴۰۱ کال په زمري میاشت کې، په کابل ښار کې د سوالګرو د ټولولو لړۍ پیل کړې وه، چې وروسته د ځینو ولایتونو په مرکزونو کې هم پیل شوه.

د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنیدو وروسته، په دغه هېواد کې بې وزلي او بېکاري په بې ساري ډول لوړه شوې ده.

ډیری سوالګر وايي، چې له مجبوریته سوالګري کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ( اوچا) د معلوماتو له مخې، دا مهال ۲۹.۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

راپور: ثنا کاکړ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG