وروسته له دې چې د پاکستان حکومت پر پښتون ژغورنې غورځنګ د ترهګرۍ د مخنیوي قانون پر اساس بندیز ولګاوه، په دې اړه پوښتنې کېږي چې د دغه غورځنګ له لوري د اکټوبر په یوولسمه، یعنې د راروانې جمعې د ورځې د جرګې برخلیک به څنګه شي؟
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه حکم کې ویلي چې د دغه هېواد "مرکزي حکومت د دلایلو پر اساس باور لري چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په داسي فعالیتونو بوخت دی چې د پاکستان سولې او امنیت ته زیان لري."
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین د حکومت پرېکړه ظالمانه وبلله او ویې ویل چې دوی تل د عدم تشدد له لارې په پاکستان کې د ترهګرۍ خلاف او د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کړې ده.
د چارو ځینې کتونکي وايي چې پر پښتون ژغورنې غورځنګ دا بندیزونه وروسته له هغه ولګول شول چې دې غورځنګ د قومي عدالت په نوم جرګه وبلله.
د راپورونو له مخې، پولیسو تر دې وړاندې هم څو ځلې د جرګې په ځای کې پر راټولو شویو خلکو اوښلن ګاز شیندلی او خېمې یې ورسوځولي دي.
نو ایا له دې سره سره به جرګه جوړه شي؟
په کوټه کې د حقوقي چارو کارپوه همایون کاسي د جرګې جوړېدا په هغې کې د ولس له ګډون او غبرګون سره تړلې بولي.
کاسي وايي: باید ولیدل شي چې په ولس کې د دې جرګې لپاره څومره جذبه ده، څومره زور دی او ایا د ریاست (دولت) زور ته تسلیمېږي او که نه تسلیمېږي؟
کاسي وویل: "د پابندي (بندیز) معنا دا ده چې اوس ..... خو جرګه به هسي هم کېږي؛ دا خو د ولسي زور او پرېشر (فشار) خبره ده. باید ولیدل شي چې په ولس کې د دې جرګې لپاره څومره جذبه ده، څومره زور دی او ایا د ریاست (دولت) زور ته تسلیمېږي او که نه تسلیمېږي؟"
په همدې حال کې پرون د شمالي وزیرستان د اتمانزو قومي جرګې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري په اعلان شوې جرګه کې د ګډون لپاره خپل احتجاج پای ته ورساوه.
دوی له یوې مودې راهیسي په سيمه کې د امنیت په اړه د حکومتي ژمنو د نه پوره کېدو پر ضد احتجاج پیل کړی و او د ميرامشاه او غلام خان تجارتي لاره يې تړلې وه.
د اتمانزو جرګې مشر مولانا بیتالله خبرې غونډې ته وویل چې دوی اعلان کوي چې د اکټوبر د ۱۱مې په جرګه کې به په ډلهییز ډول ګډون وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین وړمه شپه د پاکستان د حکومت له لوري پر پښتون ژغورنې غورځنګ د بندیز په اړه د ایکس په یوه سپېس کې وویل چې حکومت اخري حد ته ټوپ اچولی دی.
هغه وویل: "بن (بندیز) لګول څه اسانه کار نه دی، دوی له شپږ کلونو راهیسي دا هڅه کوله، خو اوس چې جرګه رانژدې شوه دوی اخري ځای ته ټوپ کړل، بندیز لګول د مستقیمې جګړې اعلان دی، له دې تاسي اندازه لګولی شئ چې د دې جرګې څومره زور دی."
د پېښور سترې محکمې د دې درې ورځنۍ جرګې جوړېدو ته اجازه ورکړې.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون په پښتون ژغورنې غورخنګ بندیز غندلی او له حکومته یې غوښتي چې د بندیز پرېکړه بېرته واخلي.
کمېسیون د اکټوبر په شپږمه پر خپله رسمي ایکسپاڼه لیکلي چې پيټيایم هیڅکله له تشدده کار نه دی اخیستی او د خپلو غوښتنو لپاره د قانون په چوکاټ کې مبارزه کوي.
کمېسیون دا هم ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د اساسي قانون پر اساس د خپلو اهدافو خبره کړې نو د بندیز لګولو جواز نهشته.