د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

نړۍ

بیروت کې د اسراییلو د هوايي بریدونو دوام؛ د زورورو چاودنو لوړ غږونه اورېدل شوي

د راپورونو له مخې، یوه پراخ اور د بیروت د جنوب اسمان روښانه کړ او د یکشنبې په ورځ یې هوا ته لوګي پورته کېدل.
د راپورونو له مخې، یوه پراخ اور د بیروت د جنوب اسمان روښانه کړ او د یکشنبې په ورځ یې هوا ته لوګي پورته کېدل.

د بیروت په جنوبي لمنه کې پر ضاحیه سیمه د اسراییل هوایي بریدونو تېره شپه او نن یکشنبې سهار دوام درلود او خبري اژانسونو راپور ورکړ چې په بیروت کې د زورورو چاودنو لوړ غږونه اورېدل شوي دي.

د راپورونو له مخې، یوه پراخ اور د بیروت د جنوب اسمان روښانه کړ او د یکشنبې په ورځ یې هوا ته لوګي پورته کېدل.

د لبنان ملي خبري اژانس ویلي چې د بیروت په جنوب کې د حزب‌الله تر کنټرول لاندې سیمه باندې تر ۳۰ ډېر هوايي بریدونه شوي چې د چاودنو غږونه یې په ټول ښار کې واورېدل شول.

په برید کې یو د تېلو پمپ او د طبي وسایلو یوه دیپو هم زیانمنې شوي دي.

د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې دوی د وسلو زېرمې او د حزب‌الله تاسیسات په نښه کړي او ملکي خلکو ته د زیان رسولو لپاره یې لازم اقدامات کړي دي.

د لبنان رسمي خبری اژانس د اسراییل د نن سهار هوایي بریدونه درانه وبلل او ویې ویل چې څلور بریدونه د ضاحیه پر سیمو او یو برید د بیروت او ضاحیې ترمنځ په شویفات باندې شوی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ایران ته د اسراییل د دفاع وزیر سپارښتنه: غزې او بیروت ته وګورئ

د اسراییل دفاع وزیر یواو ګالانت
د اسراییل دفاع وزیر یواو ګالانت

د اسراییل دفاع وزیر یواو ګالانت نن یکشنبې د نواتیم هوایي اډې د کتلو پر مهال ایران ته سپارښتنه وکړه چې غزې او بیروت ته وګوري.

نواتیم، چې تېره اوونۍ ایران پرې د توغندی برید وکړ، د اسراییل د ایف ۳۵ الوتکو په شمول د جنګي الوتکو اډه ده.

ګالانت وویل چې: "ایرانیانو د اسراییل د هوایي ځواک وړتیاوې نه دي ویشتي؛ نه یوه الوتکه زیانمنه شوې او نه کوم پرسونل معلول شوی دی."

هغه زیاته کړه، هرڅوک چې فکر کوي چې پر اسراییل د برید هڅه به اسراییل له اقدام کولو څخه منع کړي، باید یوځل غزې او بیروت ته وګوري.

د ښځو شل اوریز نړیوال جام؛ هندوستان پاکستان ته ماتې ورکړه

د هند د ښځینه کرکټ لوبډلې لوبغاړې
د هند د ښځینه کرکټ لوبډلې لوبغاړې

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په پیل شویو سیالیو کې نن یکشنبه د اکټوبر په شپږمه نېټه پاکستان او هندوستان سیالي وکړه چې د ۶ وېکټو په توپیر هند وګټله.

دغه سیالي چې د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په ښار کې ترسره شوه پاکستان لومړۍ توپوهنه وکړه او د ۸ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې ۱۰۵ منډې وکړې.

هندوستان ورکړل شوی هدف د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۱۸.۵ اورونو کې پوره کړ.

هندۍ اروندټي رېډي چې درې پاکستانۍ لوبغاړۍ سوځولې وې د لوبې غوره لوبغاړې اعلان شوه.

ټاکل شوې ده چې نن د ورځې دویمه سیالي د سکاټلنډ او وېسټ اینډیز ترمنځ ترسره شي.

اماراتو په خپلو الوتکو کې د پیجرونو او بیسیم مخابراتي وسیلو پر کارولو بندیز ولګاوه

د دوبۍ هوايي ډګر یوه څنډه
د دوبۍ هوايي ډګر یوه څنډه

د اماراتو هوایي شرکت دوبۍ ته د سفر په لړ کې له سپرلیو سره د پیجرونو او بیسیم مخابراتي وسیلو لرل منع کړل.

متحده عربي اماراتو په خپلو الوتکو کې د پیجرونو او بیسیم مخابراتي وسیلو پر کارولو بندیز وروسته له دې ولګاوه چې په لبنان کې د پېجرونو د چاودنو له کبله ډېر کسان ټپیان یا ووژل شول.

امارات هوايي شرکت، چې مرکز یې په دوبۍ کې دی، پرون شنبې په یوه بیان کې وویل چې په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله منځني ختیځ ته د الوتنو موقتي لغوه څو ورځې نورې هم اوږدوي.

په منځني ختیڅ کې د کړکېچ له امله ډېرو هوايي شرکتونو خپلې الوت کرښې بدلې کړي دي.

په برلین او لندن کې د اسراییلو ملاتړو لاریونونه کړي

په جرمني کې د اسراییلو د ملاتړو د لاریون یوه څنډه
په جرمني کې د اسراییلو د ملاتړو د لاریون یوه څنډه

په برلین او لندن کې د اسراییل پلوي فعالان پر اسراییل د حماس د بریدونو د کالیزې په مناسبت سړکونو ته راووتل.

د اسراییل پلویانو د شنبې په ورځ په برلین کې له یهودانو سره د دښمنۍ د زیاتوالي پر وړاندې لاریون وکړ.

په همدې حال کې د اسراییل د هدفونو ملاتړ کوونکو په لندن کې لاریون وکړ.

تمه ده چې نن یکشنبې هم د اسراییل پلویان لاریونونه وکړي ځکه چې یهودان په ټوله نړۍ کې لاهم د یهودانو نوی کال لمانځي.

د تېر کال د اکټوبر په ۷مه د حماس ډلې، چې امریکا او اروپايي اتحادیه یې تروریستي بولي، پر اسراییل د پراخ او بې ساری برید پر مهال ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

په ځواب کې یې اسراییل په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل چې لا هم دوام لري.

پاکستان کې د وسله‌والو مخالفانو بریدونه؛ لږترلږه ۱۶ پوځیان وژل شوي

ارشیف: د کورمې یوه څنډه کې پاکستاني ځواکونه
ارشیف: د کورمې یوه څنډه کې پاکستاني ځواکونه

پاکستاني چارواکو پرون شنبې وویل چې د وسله‌والو مخالفانو په بریدونو کې د دوی لږترلږه ۱۶ پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد امنیتي چارواکي وايي چې د خیبرپښتونخوا په کورمه سیمه کې د وسله‌والو په یوه برید کې ۷ پوځیان وژل شوي او ۲ ټپیان شوي دي.

د دې برید مسوولیت ټي‌ټي‌پي یا تحریک طالبان پاکستان په غاړه واخیست.

تر دې یوه ورځ وړاندې د جمعې په ورځ ناوخته په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر یوه کاروان په برید کې لږترلږه ۶ پوځیان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې پېښه تایید کړه او برید یې د ټي‌ټي‌پي کار وباله.

د پاکستان د امنیتي چارواکو په قول ویل شوي چې په څو نورو بریدونو کې لږترلږه ۲۲ پاکستاني پوځیان ټپیان شوي دي.

له بلې خوا د بلوچستان بېلتون غوښتونکې ډلې ویلي چې د پاکستان د پوځ پر کاروان یې د سړک د غاړې بمي برید کړی او درنه مرګ‌ژوبله یې وراړولې ده.

خو چارواکي وايي چې په دې برید کې درې پوځیان وژل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر د پوځي ملاتړ پر موضوع د بحث لپاره یوه غونډه کې برخه اخلي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي پرون ویلي، چې بله اوونۍ به په جرمني کې د اوکراین لپاره پوځي ملاتړ پر موضوع د بحث لپاره په یوه نړیواله غونډه کې برخه واخلي.

په دې غونډه کې چې فرانکفورټ ته نږدې د امریکا په یوه هوايي اډه کې کېږي، د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن په ګډون د اوکراین څه باندې ۵۰ متحدان برخه اخلي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په ټولنیزو شبکو کې ویلي چې د اکټوبر پر ۱۲مه د جرمني د رامشټاین په ۲۵مه غونډه کې چې د لومړي ځل لپاره د رهبرانو په سطحه دایرېږي، برخې اخیستو ته په چمتووالي بوخت دی.

زیلینسکي ویلي، په دې غونډه کې به د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د څرګندو او کوټلو اقداماتو طرحه وړاندې کړي او په وینا یې د شریکانو د هوډ له کبله ښايي د روسیې مخه ونیول شي او اوکراین پیاوړی شي.

پر حزب‌الله د اسراییلو د بریدونو دوام؛ هارتز: اسراییل به ایران ته مناسب ځواب ورکړي

پر لبنان د اسراییلو د بریدونو یو انځور
پر لبنان د اسراییلو د بریدونو یو انځور

په داسې حال کې چې نړیوال فکر کوي چې اسراییل به پر ایران برید وکړي، د اسراییل حملې پر لبنان روانې دي.

یوه اسراییلي چارواکي چې د نوم له اخیستو ډډه کړې، فرانس پرېس اژانس ته پرون وویل چې د اسراییل پوځ تیارسی شوی چې د اسراییل پر خاوره او خلکو د ایران غیرقانوني برید ته ځواب ورکړي.

خو دغه پوځي چارواکي په دې اړه نور توضیحات ورنه کړل چې اسراییل به کله او څرنګه حمله کوي.

د اسراییل هارتز، انګلیسي ژبې ورځپاڼې هم د پوځي چارواکو په وینا چې نومونه یې نه دې اخیستي راپور ورکړی چې اسراییل به ایران ته مناسب ځواب ورکړي.

ایران تېره اونۍ په لسګونو توغندي د اسراییل په لور وویشتل چې اکثر یې شنډ شول.

بوسنیا-هرزګوینا کې سېلابونه؛ د ۴۰ تري تم شویو کسانو د موندلو هڅې روانې دي

 په بوسنیا-هرزګوینا کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په بوسنیا-هرزګوینا کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د ژغورنې ډلو په بوسنیا-هرزګوینا کې د سېلابونو له امله د ۴۰ کسانو د موندلو لپاره تر پرون ناوخته پورې هڅې کولې.

په بوسنیا-هرزګوینا کې یو شمېر کلیو ته مواصلاتي لارې قطع شوې دي.

د بوسنیا صدراعظم نرمین نیکسیچ پرون خبرې غونډې ته وویل چې د دونجا جابلانیکا سیمه سېلابونو ډېره اغېزمنه کړې ده.

د جمعې سهار سخت بارانونه پیل شول چې له امله یې سېلابونه وبهېدل او د بوسنیا-هرزګوینا په مرکزي او جنوبي سیمو کې د ځمکو د ښویېدو سبب شول.

تر اوسه په هرزګوینا کې د ۱۴ کسانو او په بوسنیا کې د درې کسانو د مړینې خبرونه خپاره شوي او د بېړنیو چارو د ادارو په وینا لږ تر لږه ۴۰ کسان تري تم دي.

د ښځو کرکټ نړیوال جام؛ هند له پاکستان او د وېسټ اینډیز له سکاټلنډ سره سیالۍ لري

د پاکستان د ښځو کرکټ لوبډلې لوبغاړې
د پاکستان د ښځو کرکټ لوبډلې لوبغاړې

د ښځو د کرکټ په نړیوال جام کې نن د هند ملي لوبډله له پاکستان او د وېسټ اینډیز ټیم له سکاټلنډ سره سیالي کوي.

په دې نړیوال جام کې پرون استرالیا د شپږ ویکټو په توپیر سریلانکا ته ماته ورکړه او انګلستان د بنګله‌دېش لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د ښځو د کرکټ په نړیوال جام کې لسو لوبډلو برخه اخیستې چې د اکټوبر په څلورمه په متحده عربي اماراتو کې پيل شو.

پایلوبه به یې د همدې میاشتې په ۲۰مه د اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG