د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

د مسکو د فارمټ غونډه؛ زاخارووا: په افغانستان کې د ملي روغې جوړې د پروسې پر پیاوړي کېدو تمرکز کېږي


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا

د ښځو د حقونو یوشمېر افغان فعالانې اندېښنه ښېي وايي، د سیمې هېوادونه باید د طالبانو حکومت سره د تعامل پرځای، پر دوی فشارونه زیات کړي.

وروسته له هغې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې "مسکو فارمټ" ناسته کې به له طالبانو سره د تعامل پر زیاتوالی تمرکز وشي، د ښځود حقونو یوشمېر افغان فعالانې له‌دې ډلې فاطمه اعتمادي وايي، په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت ته په پام باید له طالبانو سره هیڅ ډول تعامل ونه‌شي.

"په‌داسې حال کې چې څه باندې ۲۰ هېوادونه غواړي چې طالبان د عدالت نړیوالې محکمې ته راکاږي، خو د سیمې او ګاونډي هېوادونه راځي او د طالبانو د رسمیت او تعامل خبره مطرح کوي

نوموړې وايي: "په‌داسې حال کې چې څه باندې ۲۰ هېوادونه غواړي چې طالبان د عدالت نړیوالې محکمې ته راکاږي، خو د سیمې او ګاونډي هېوادونه راځي او د طالبانو د رسمیت او تعامل خبره مطرح کوي، که څه هم کله ناکله داسې مطرح کېږي چې له دوی سره باید تعامل مشروط وي، خو دغه ډله هیڅ شرط ته پابنده نه‌ده."

طالبانو په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په ګډون ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون چهارشنبه د اکتوبر ۲مه یوې خبرې غونډې ته ویلي چې، د مسکو فارمټ ناسته کې به د افغان سولې د بهیر تر څنګ په سیاسي، اقتصادي، د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخو کې د کابل او سیمې د حکومتونو ترمنځ د عملي تعامل زیاتوالی د غونډې لومړیتوب وي.

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو کارپوهان له‌دې ډلې انتظار خادم وايي، روسان او طالبان هڅه کوي چې د مسکو فارمټ له ناستې سیاسي ګټه پورته کړي او دی د افغان ولس لپاره د یادې ناستې د پایلو په اړه دومره خوشبینه نه‌دی.

نوموړی وايي: "زما په فکر تر ډېره بریده په دغه ناسته کې د افغانستان د ملت لپاره خوش‌خبري نه‌شته، روسان به د خپل امنیت لپاره او طالبان به د خپل مشروعیت لپاره دې غونډې ته خوشحاله وي."

انتظار خادم
انتظار خادم

ټاکل شوې د "مسکو فارمټ" ناسته سبا جمعه د اکتوبر ۴مه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په پرانيستونکې وینا پیل شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، امیرخان متقي په یاده غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی اوهلته به له غونډې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره هم پر دوو اړخيزو مسايلو خبرې اترې ولري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له‌مخې په یاده ناسته کې به د پاکستان، ایران، هند، چین، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغیزستان د استازو سربېره د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی هم ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG