د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

د امريکا د ځانګړي استازي ټام وېسټ دنده پای ته رسېدلی؛ ايا د افغانستان لپاره اغېزمن و؟


ټام وېسټ
ټام وېسټ

په‌داسې حال کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام وېست ماموریت پای ته ورساوه، دغه وزارت په‌دې اړه د اندېښنو په ځواب کې ویلي افغانستان لا هم د امریکا د بهرنۍ تګ‌لارې په لومړیتوب کې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر پرون سه‌شنبه د اکتوبر لومړۍ نېټه په یو خبري ناسته کې د ټام وېست د لرې کولو په اړه د یوې د پوښتنې په ځواب کې چې، ایا افغانستان د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ لومړیتوب دی؟ وويل: "البته چې دی او موږ به په افغانستان کې خپلې ښکېلتیا ته دوام ورکړو، دا یو دوامدار لومړیتوب دی، دا کار به اوس د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان لپاره د متحده‌ایالاتو د ماموریت مشره کرن ډیکر، ځانګړې استازې رینا امیري او سفیر جان مارک پامیرشایم له‌خوا رهبري کېږي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه خبر پاڼه کې چې دا هم پرون سه‌شنبه خپره شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن په حواله په‌کې راغلي چې د ټام وېست د ماموریت تر ختمېدو وروسته هم افغانستان سره د متحده‌‌‌ایالاتو ژمنه د یوه دومداره لومړیتوب په توګه پر خپل ځای ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت متیو مېلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت متیو مېلر

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې، ټام وېسټ د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې د افغانستان لپاره د ځانګړې استازي په توګه نه ستړې کېدونکې هڅې کړي، ترڅو د افغانستان په اړه د متحده‌ایالتونو د پالیسۍ په رڼا کې د متحده‌ایالتونو ملي ګټې او هم د افغانستان د خلکو سوکالي ډاډمنه شي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ هم له دندې د لرې کېدو په اړه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې، دی د خپل ماموریت پر مهال د بېلابېلو افغان لوریو د همکارۍ ستاینه کړې او ویلي یي دي چې د افغانانو "مقاومت او زړورتیا" دی د افغانستان د راتلونکي په اړه هیله‌مند کړی دی.

"د ټام وېسټ ماموریت په افغانستان کې سربېره په‌دې چې ځانګړې لاسته‌راوړنې یې نه درلودې، خو ښکاره وه چې دا یې نه‌شو کولای، ځکه ده له خلکو سره مستقیمې اړیکې نه درلودې
شکريه بارکزۍ

ده زیاته کړې چې امریکا به د افغانستان ملاتړ دوام ورکړي.

بل‌خوا د افغان ښځو د حقونو او بشري حقونو ځینې فعالانې وایي، که څه هم په تېره دې موده کې د ښاغلي وېسټ په خپل ماموریت کې د دوی د حقونو او افغانستان د وضعیت د بدلون په اړه اغېزناکه لاسته‌راوړنې نه‌لري، خو ټینګار کوي د امریکا په شان هېوادونه باید د افغانستان اړوند خپلې پالیسۍ جدي کړي.

د ښځو د حقونو فعالې او په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې شکریې بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل: "د ټام وېسټ ماموریت په افغانستان کې سربېره په‌دې چې ځانګړې لاسته‌راوړنې یې نه درلودې، خو ښکاره وه چې دا یې نه‌شو کولای، ځکه ده له خلکو سره مستقیمې اړیکې نه درلودې او له طالبانو سره یې د سیاسي اختلافاتو له امله افغانستان ته یې سفر هم جنجالي و، مګر خو د رینا امیري دندې ته چې د بشري حقونو او ښځو په اړه ده، دې ته خورا زیاته اړتیا شته، ځکه په افغانستان کې له سیاسي لانجو جلا د ښځو او بشري حقون وضعیت مهم دی."

شکريه بارکزۍ
شکريه بارکزۍ

د ښځو او بشري حقونو بله فعاله نسرین حمیدي بيا وايي: "د امریکا استازي (ټام وېسټ) طالبانو ته په خپلو کې تل د ښځو او بشري حقونو موضوعات یاد کړي، خو دا صرف د کاغذ پر مخ خبرې وې، دوی عملي څه نه‌دي کړي، د ښځو او بشري حقونو نه یې د طالبانو د سرغړونو مخنيوي کې کمزوری و، افغانستان اوس په‌داسې حال کې دی چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا باید نه یوازې د دغو استازو د ټاکلو بلکې باید عملي اقدامت هم وکړي."

ټام وېست وخت ناوخت په دوحه کې د طالبانو له چارواکو سره خبرې اترې او لیده کاته کول.

د یادونې ده چې افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په تېرو درې کلونو کې د خپل ماموریت پر مهال له افغانستان پرته بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه وکړل، خو لا یې هم د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت سیاستونو او پالیسو کې د بدلون لپاره کوم قناعت ورنه کړی شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG