د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

په افغانستان کې د ارزانه خوړو لرونکو رسټورانټونو کاروبار ښه شوی؛ لامل یې څه دی؟


ارشیف: په افغانستان کې د یوه رسټورانټ څنډه
ارشیف: په افغانستان کې د یوه رسټورانټ څنډه

په افغانستان کې نن سبا د هغو رسټورانټونو کار ښه دی چې ارزان بیه خواړه پلوري، ځکه په دې هېواد کې د خلکو اقتصادي وضیعت ښه نه دی او هغو رسټورانټونو ته چې خواړه یې ګران دي، مېلمانه کم ورځي.

د کابل ښار کوټه سنګي یا میرویس میدان سیمه کې د ترکمن پلو یو رسټورانت دی چې له تېرو شلو کلونو راهیسې فعاله دی.

د دغه رسټورانټ خاوند، الله بردي وایي، قابلي پلو او مولېنګ پلو یې زیات خوښوونکي لري، خو نور بېلابېل خوراکونه هم لري چې د هر خوراک ډودۍ بیه ۱۸۰ افغانۍ ده.

الله بردي وايي: په ورځ کې تقریباً تر ۴۰۰ مېلمانه لرو، زموږ ټول خواړه همدا یوه بیه لري چې ۱۸۰ افغانۍ یو خوراک ده.

هغه وویل: "په ورځني ډول ۵۰ کیلو وریجې، ۵۰ کیلو تکه کباب لپاره غوښه، چاینکي، نور د چرګانو څو ډوله مینو لرو، او ځینې نور خواړه چې زموږ وطن کې عام دي، لرو یې، په ورځ کې تقریباً تر ۴۰۰ مېلمانه لرو، زموږ ټول خواړه همدا یوه بیه لري چې ۱۸۰ افغانۍ یو خوراک ده."

په افغانستان په ځانګړي ډول لویو ښارونو کې دا شان رسټورانټونه ډېر دي، آن تر دې هم د ګران بیو خوړو رسټورانټونه شته، خو په دغه هېواد چې اوس یې ډېری خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د لوړو بیو خوراکونو د رسټورانټونو په پرتله د هغو رسټورانټونو کار ښه دی چې ارزانه بیه خواړه پلوري.

د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټی چې په ورځ کې په سلګونه پاکستان ته تلونکي او راستانه شوي پرې تګ راتګ کوي، دلته په رسټورانټونو کې د یو خوراک خوړو بیه له ۳۰ تر ۶۰ افغانیو ده.

د دې رسټورانټو ډېری میلمانه مسافر او د تورخم ښارګوتي کاروباریان دي.

د یو رسټورانټ مالک فرمان شاه حفیظي ازادي راډیو ته وویل: "تقریباً درې کاله کېږي چې دا کاروبار کوم، په کې مو مخکې پلو، روش، سره کړي چرګان، قابلي پلو، دال او سبري پخول، خو اوس چې اقتصاد کمزوری دی یوازې لوبیا، دال، چرګان او سبزۍ پخوو، د یو خوراک بیه به چې مخکې تر ۶۰ افغانیو وه، اوس مو راټیټه کړې؛ لکه تر ۵۰ افغانیو ښه خواړه ورکوو."

د کابل پُل خشتي سیمه کي هم د ارزان بیه خوړو رسټورانټونه ډېر دي، خو دلته د یو سټورانټ خاوند قدیر ازادي راډیو ته وویل چې اوس آن د دې ارانه خوړو د اخیستلو وس هم خلکو سره نه‌شته.

هغه زیاتوي: "مخکې ښه وه ورځ کې به مو ۴۰ کیلو غله پخوله، اوس چې اقتصادي وضعیت خراب شوی ۸ کیلو غله پخوو، کاروبار مو ورځ په ورځ په ټپه درېږي، د اکثریتو کارګرو وسه نه کېږي چې خواړه واخلي."

ارشیف: په کابل کې د چاینکي پخولو یو رسټورانټ
ارشیف: په کابل کې د چاینکي پخولو یو رسټورانټ

د یادونې ده چې یو شمېر افغانان که په رسټورانټونو کې له شوق ډودۍ خوري، ډېرې یې له مجبورۍ خوري، ځکه دوی په ښارونو او بازارونو کې کار کوي او د دیګي پخولو او کورته د تګ راتګ امکانات نه لري.

د دوی له ډلې د کابل او جلال اباد ښار دوو تنو اوسېدونکو د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

د کابل اوسېدونکی وايي: "موږ چې کله کمپنۍ بازار یا کوټه سنګي ته ورځو، نو اکثراً مو همدغو وړو رسټورانټونو کې اړتیا رفع کېږي؛ مثلاً دوی لوبیا، بامیه او ځینې نور خواړه پخوي تر څنګ یې اوس دا د افغاني برګرو هوټلونه زیات شوي، دا غریب کاره خلک چې په بازار کې کار کوي یا رېړه (کراچۍ) ګرځوي، دوی ورته ډېرې ښې اسانتیاوې برابرې کړې دي."

د ننګرهار اوسېدونکی وايي: "دغو رسټورانټونو ته خلک په دې خاطر ډېر ورځي چې د عصري هوټلونو په پرتله په کې په ارزانه بیه خواړه ترلاسه کولای شي، په ښارونو او بازارونو کې دغو هوټلونو او سماوارونو کې چای ډوډۍ ارزانه تمامېږي."

د یادونې ده، ډېرې هغه خلک چې په دغو ښاری او سیمه‌ییزو وړو او ارزان بیه رسټورانټونو کې د خوړو وس هم نه لري، هغوی بیا د واټونو په سر د پیرکیو، سمبوسو، پېکوړو، شورنخودو او نور خوړو له کراچیو راتاو وي او په لس یا شل افغانیو ځانونه نیمه یا پوره ماړه کړي.

افغانستان کې د طالبانو په بیاځلي واکمنۍ سره له تېرو درېیو کلونو په زیاته موده کې ډېرې خلک وزګاره او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي چې په لوکسو رسټورانټونو کې ډودۍ نه شي خوړلې، اوس د هغو روښانو چتونو لاندې او هم ازادې فضا درلودونکو رسټورانټونو کې چې موسیقي به هم په کې غږول کېده، د ډودۍ خوړلو دوی ته یوازې خاطرې ورپاتې دي.

XS
SM
MD
LG