د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

نړۍ

د امریکا په ځینو ایالتونو کې د حضوري رایې ورکولو پروسه پیل شوه

د امریکا په ویرجینیا کې د رایې ورکونې له بهیره یو انځور
د امریکا په ویرجینیا کې د رایې ورکونې له بهیره یو انځور

د امریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو شاوخوا شپږ اوونۍ مخکې، د دغه هېواد په ځینو ایالتونو کې د حضوري رایې ورکولو پروسه پیل شوه.

یو شمېر رایو ورکوونکو د جمعې په ورځ په ویرجینیا کې تر اصلي انتخاباتو مخکې خپلې رایې صندوقونو ته واچولې، دې ته ورته په مینیسوټا او جنوبي ډکوټا کې رایې واچول شوې.

د امریکا د ۵۰ ایالتونو په اکثرو کې تر وخت مخکې رایې ورکولو دود شته.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جمهوریپال ګوند د کاندید دونالډ ټرمپ له هغو شکونو سره سره چې مخکې یې څرګند کړي وو، د دغه ګوند ملي کمېټې سږ کال د دې ډول رایې اخیستنې هرکلی وکړ.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د چک جمهوریت په پارلماني ټاکنو اپوزیسیون مخکښ بلل شوی

په چکم جمهوریت کې د ټاکنیزو کمپاینونو یوه څنډه
په چکم جمهوریت کې د ټاکنیزو کمپاینونو یوه څنډه

په چک جمهوریت کې د پارلماني ټاکنو د خپرو شویو لومړنیو پایلو له مخې، د واکمن ګوند اپوزیسیون یا "اې‌این‌او" ډېرې رایې ترلاسه کړي دي.

د چک جمهوریت د احصايي ادارې پرون ویلي، د اپوزیسیون اصلي ګوند په تېرو دوو ورځو کې له ۱۳ سیمو څخه په لسو سیمو کې سیالۍ وکړې او دا رایې يې ترلاسه کړې دي.

د راپورونو پر بنسټ، د ټاکنو پایلې د اپوزیسیون ګوند څخه د چک د خلکو ملاتړ ښکاره کوي.

هاریس د اکټوبر په ۲۳مه په تلوېزیوني مناظره کې د ګډون وړاندیز ومانه

د امریکا د ولسمشر جوبایډن مرستیالې او د ډیموکرات ګوند کاندیدې کاملا هاریس
د امریکا د ولسمشر جوبایډن مرستیالې او د ډیموکرات ګوند کاندیدې کاملا هاریس

د امریکا د ولسمشر مرستیالې او د ډیموکرات ګوند کاندیدې کاملا هاریس د سي‌این‌این CNN تلوېزیونې شبکې هغه وړاندیز ومانه چې د اکټوبر په ۲۳مه به په یوې مناظره کې ګډون کوي.

د هاریس ټاکنیز کمپاین د شنبې په ورځ ویلي وو، د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ هم باید په دې مناظره کې ګډون وکړي.

له دې وړاندې د سي‌این‌این په ورته مناظره کې د روان کال په جون میاشت کې ډونالد ټرمپ ګډون کړی و چې یوه بریالۍ مناظره يې بللې وه.

ټرمپ د هغې مناظرې د تنظیموونکو او د سي‌این‌این د مدیرانو ساتینه هم کړې وه.

د جون په ۲۷مه ټرمپ له بایډن سره په یوې مناظره کې ګډون کړې و چې بایډن په کې په ښه توګه له خپل دریځ څخه دفاع ونه کړای شوه او په پایله کې کاملا هاریس د هغې پر ځای د راتلونکو ټاکنو لپاره کاندیده شوه.

په لاهور کې د عمران خان د خوشې کېدو په پار رابلل شوې ناسته پای ته ورسېده

د تحریک انصاف ګوند د پلویانو د غونډې انځور
د تحریک انصاف ګوند د پلویانو د غونډې انځور

په لاهور کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یا پي‌ټي‌آی هغه ناسته پای ته ورسېده چې د پخواني صدراعظم عمران د خوشې کېدو په پار د هغه د پلویانو له‌خوا رابلل شوې وه.

د دې ګوند مشر ګوهرعلي خان پرون شنبې د سپټمبر۲۱مه ویلي، د پنجاب له حکومت سره د ټاکلو شرایطو له مخې يې ناسته پای ته رسولې ده.

د پېښور په ګډون د پاکستان له ډېرو ښارونو د پي‌ټي‌آی د زرګونو پلویانو کاروانونه له تېرې ورځې راهیسې لاهور ته روان وو.

په اسلام‌آباد کې د مشال راډیو خبریال وايي، د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډاپور چې د نیولو امر يې شوی دی، ونه توانېده چې دې ناستې ته ورسېږي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، که څه هم دې ناستې ته ډېر خلک ورغلي وو، خو د دې هېواد د اطلاعاتو او نشراتو وزیر ویلي چې پي‌ټي‌آی د خپلو پلویانو په راټولو کې پاتې راغلی دی.

د زنداني عمران خان پلویانو له دې وړاندې هم د هغه د خوشې کېدو په پار وړاندې ناستې او لاریونونه ترسره کړي دي.

په لبنان کې د اسراییلو د هوايي برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ ته رسېدلی

په لبنان کې د اسراییلو د برید وروسته د سیمې یو انځور
په لبنان کې د اسراییلو د برید وروسته د سیمې یو انځور

د لبنان روغتیا وزارت ویلي چې په بیروت کې د اسراییلو د هوايي برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ ته رسېدلی دی.

په وژل شویو کې ۳ ماشومان او اوه ښځې هم شاملې دي.

د اسراییلو پوځ بیا ویلي چې د جمعې په ورځ یې په بیروت کې د حزب‌الله ډلې یوه غونډه هدف ګرځولې چې ۱۶ کسان یې په‌کې وژلي دي.

د لبنان حزب‌الله ډلې تایید کړې چې په دې برید کې د دوی یو بل جګپوړی قومندان احمد محمود وهبي هم وژل شوی دی.

مخکې په دې برید کې د احمد عقیل وژنه هم تایید شوې وه.

د حزب‌الله په خبره چې وهبي د تېر کال له اکټوبر راهیسې د اسراییل پر ضد د پوځي عملیاتو مشري په غاړه درلوده.

په پاکستان کې درې نور ماشومان ګوزڼ وهلي

ارشیف: په پاکستان کې د پولیو د واکسین له کمپاینه یو انځور
ارشیف: په پاکستان کې د پولیو د واکسین له کمپاینه یو انځور

په پاکستان کې درې نور ماشومان ګوزڼ وهلي دي.

د پولیو مخنیوي پروګرام په یوه بیان کې ویلي چې تازه پېښې په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سند ایالتونو کې ثبت شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې سږ کال د پولیو دا لومړۍ پېښه ده.

په پاکستان کې تېر ۲۰۲۳م کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي وو.

په پاکستان سربېره، افغانستان کې هم د پولیو پېښې ثبت شوي دي.

افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس په کې لا ژوندی دی.

سږ کال بیا په جنګ ځپلې غزه کې هم د پولیو مثبتې پېښې راپور شوي.

لبنان کې د اسراییلو هوايي برید؛ د حزب‌الله د یوه جګپوړي قومندان په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي

په لبنان کې د اسراییلو د شوي هوايي برید وروسته د سیمې یو انځور
په لبنان کې د اسراییلو د شوي هوايي برید وروسته د سیمې یو انځور

اسراییل پرون جمعه د لبنان د پلازمېنې بیروت په یوه ګڼ مېشته سیمه کې په یوه نادره برید کې د حزب‌الله یو جګپوړی قومندان وواژه.

دا په لسیزو کې په بیروت کې تر ټولو خونړی برید وچې د لبناني چارواکو په وینا، لږترلږه ۱۴ کسان په‌کې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د اسراییل د پوځ ویاند ډانیل هګاري وویل، د بیروت په جنوب کې په دغه برید کې د حزب‌الله د ځانګړي رضوان ځواک مشر ابراهیم عقیل او د دې ډلې لس نورغړي ووژل شول.

حزب‌الله پرون د ورځې ناوخته په یوه بیان کې د عقیل وژل کېدل تایید کړل او هغه یې د دې ډلې یو له لوړپوړو مشرانو وباله.

د حزب‌الله ملاتړي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني دا یوه ناوړه حمله او له بشري حقونو سرغړونه وبلله او ویې ویل چې باید نړیواله ټولنه هغه په کلکه وغندي.

په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالي روزمیري ‌ډیکارلو له ټولو هغو هېوادونو چې پر اسراییل او حزب‌الله نفوذ لري وغوښتل چې د شخړو د پراختیا د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي له امریکایي وګړو وغوښتل چې په اوس وخت کې لبنان ته له سفر کولو ډډه وکړي او هغوی چې هلته دې، فوراً دې له دې هېواده ووځي.

د جرمني صدراعظم په نیویارک کې د نړۍ له یو شمېر مشرانو سره لیده کاته کوي

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ به راتلونکې اوونۍ په نیویارک کې د نړۍ له یو شمېر مشرانو سره وګوري.

ټاکل شوې ده چې شولڅ د سپټمبر په ۲۱مه د ملګرو ملتونو د راتلونکي په سرمشریزه کې د ګډون لپاره متحده ایالاتو ته ولاړ شي، چېرې چې هغه به د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو پلان وړاندې کړي.

د جرمني حکومت ویلي چې صدراعظم به د سپټمبر په ۲۳مه د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره خبرې وکړي.

دوی دواړو وروستی ځل دوه اوونۍ مخکې په فرانکفورت کې سره کتلي وو.

زیلینسکي به په متحده ایالاتو کې ته په سفر کې د متحده ایالاتو له ولسمشر جو بایډن او د دې هېواد له نورو مشرانو سره په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپل د بریا د پلان په اړه بحث وکړي.

شولڅ به د سپټمبر په ۲۳مه د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د برازیل له ولسمشر لويس ايناسيو لولا دا سيلوا سره هم خبرې وکړي.

اروپايي ټولنه د اوکراین د بیارغونې لپاره ۳۹ میلیارد ډالره پور ورکوي

د عکس ښي لور ته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي او چپ لور ته د اروپايي کمېسیون مشره ارزولا وان دیرلین
د عکس ښي لور ته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي او چپ لور ته د اروپايي کمېسیون مشره ارزولا وان دیرلین

اروپايي ټولنه د اوکراین د بیارغونې لپاره د ۳۹ میلیارد ډالره پور خبر ورکوي.

د اروپايي کمېسیون مشرې ارزولا وان دیرلین دا اعلان پرون کییف ته د سفر پرمهال وکړ او دا اقدام یې د اوکراین له بیارغونې سره یوه بله لویه ژمنه وبلله.

مېرمن وان دیرلین وویل، د روسیې د بېرحمانه یرغل معنا دا ده چې اوکراین د اروپايي ټولنې دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي له مېرمن وان دیرلین سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې د روسیې د یرغل پر وړاندې د ده د هېواد د بریا پلان په روان کال کې د اوکراین د متحدانو په چټکو پرېکړو متکي دی.

زیلینسکي زیاته کړه چې اوکراین په پام کې لري د اروپايي ټولنې د پور پیسې د هوايي مدافعې پر تجهیزاتو، انرژۍ او د کورنیو وسلو په پېرلو ولګوي.

اسراییلو د حزب‌الله یو بل جګپوړی قوماندان وواژه

د اسراییلو پوځ په یوه بیان کې وویل چې عقیل د ایران پلوې حزب‌الله ډلې د پوځي څانګې مهم مشر و او په عین حال کې یې د رضوان په نوم د دې ډلې د ځانګړي ځواک سرپرستي هم کوله.
د اسراییلو پوځ په یوه بیان کې وویل چې عقیل د ایران پلوې حزب‌الله ډلې د پوځي څانګې مهم مشر و او په عین حال کې یې د رضوان په نوم د دې ډلې د ځانګړي ځواک سرپرستي هم کوله.

اسراییلو پرون د حزب‌الله یوبل جګپوړی قوماندان د پلازمېنې بیروت په جنوبي لمنو کې په یوه هوايي حمله کې وواژه.

د اسراییلو پوځ په یوه بیان کې وویل چې عقیل د ایران پلوې حزب‌الله ډلې د پوځي څانګې مهم مشر و او په عین حال کې یې د رضوان په نوم د دې ډلې د ځانګړي ځواک سرپرستي هم کوله.

د بیان له مخې عقیل د حزب‌الله له ۱۰ نورو جګپوړو پوځي قوماندانانو سره یوځای وژل شوی دی.

د اسراییل پرونی برید، وروسته له دې چې د حزب‌الله د مخابرې په وسایلو کې چاودنو ۳۷ کسان ووژل او زرګونه نور یې ټپیان کړل، دې ډلې ته یوه بله لویه ضربه بلل کېږي.

باور دا دی چې دا حمله به هم اسراییلو کړې وي، خو اسراییلو دا احتمال نه رد کړی او نه تایید کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG